راپور: رحیم الله حریفال
کابل: د 1400, د عقرب په 25 نېټه د جمعیت اصلاح د کابل ولایتی ادارې له لوري د مرحوم دکتور صفت الله قانت د لومړي تلین غونډه ترسر
ه شوه.
پروګرام د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل شو, ورپسې د شهید دکتور استاد محمد عاطف هغه ویډیوي کلیپ وښودل شو چې د مرحوم دکتور قانت په شخصبت, ژوند او مبارزه په کې غږېدلی و.
لومړی ویناوال استاد عبدالحی قانت د دکتور قانت مشر زوی د خپل پلار په شخصي او ټولنیز ژوند وغږېده او ویې ویل: چې پلار به مې زیاتره د دعوتي کارونو په خاطر په سفر کې و, خو زموږ روزنې او کورنۍ چارو ته یې پوره توجه کوله او حتی له ټولو مصروفیتونو سره سره به د خپلوانو او دوستان په ښادي او غم کې حاضر و او برخه به یې په کې اخیستله.
د غونډې دویم ویناوال د ارواښاد دکتور قانت د اسلامي دعوت او مبارزې د لومړیو ورځو او تېرو پنځوسو کلونو ملګری استاد حسبناالله متوکل و چې د استاد قانت په مبازره او د دغه ستر انسان په شخصیت, له ملت او وطن سره په مینه او خدمت وغږېده.
د پروګرام وروستی ویناوال د جمعیت اصلاح افغانستان رئیس دکتور عبدالصبور فخري و. دکتور فخري په خپلو خبرو کې له قانت صاحب سره د خپل ګډ دعوتي مزل او کار خاطرې شریکې کړې.
ویې ویل: دکتور قانت یو فقیر خو مستغنی انسان و. د دې ترڅنګ چې موږ ته یې اقتصادي مشکلات معلوم و, خو هېڅکله یې هم له فقر څخه شکایت نه کاوه.
غونډه د استاد محمد حسن اسلامي لخوا د ارواښاد دکتور قانت اروا ته په دعا سره پای ته ورسېده.