دکتور مصباح الله
د لوې جرګې له جوړېدو سره سم د هغه تړون بشپړ متن هم په رسنیو کې خپور شو چې له یو کال راهیسې پرې د امریکا او افغانستان د حکومتونو ترمنځ خبرې اترې روانې وې ، دا تړون چې امریکا یې لاسلیک کېدو ته ډېره لېواله ده او په پرله پسې توګه پدې ټینګار کوي چې دا تړون باید ژر تر ژره لاسلیک شي، د همدې لپاره په لویه جرګه کې ددې تړون د لاسلیک د ځنډولو په اړه د ولسمش حامد کرزي تر څرګندونو وروسته، د امریکا د جمهور رئیس دملي امنیت مشاوره “سوزانا رایس ” کابل ته راغله او د افغانستان په جمهور رئیس یې شدید فشار واچوه ترڅو دا تړون همدا اوس لاسلیک کړي، همدا راز یو شمېر هغه افغانان چې ددې تړون د لاسلیک کولو پلویان دي په ډېر تأکېد سره په فوري توګه ددې تړون لاسلیک کولو باندې فشار اچوي، دا تړون څه شی دی؟ او د افغانستان لپاره یې ګټې او تاوانونه څه دي؟ ددې په اړه بېلابېل دریځونه په کومو دلایلو و لاړ دي؟ ددې تړون په اړه سم دریځ څه دی؟ په لاندې کرښو کې به ددې او دا ډول یو لړ نورو سوالونو د ځواب لټولو هڅه وکړو:
د تړون لنډیز:
په حقیقت کې دا یو داسې یو اړخیز تړون دی چې په نتیجه کې یې امریکا هر څه ترلاسه کوي او د افغانستان دولت یې د هغې د اړتیاو په اړه یوازې د مشورو او کوښښونو ترسره کولو په ژمنو خوشحاله کړی دی.
ددې تړون له مخې به امریکایان په افغانستان کې په نهو استراتیژیکو سیمو کې پوځي هډې لري چې ابتدائي موده یې لس کاله ده او د تړون له مخې که فسخ نشي نو دوام به پیدا کوي، په دې پوځي هډو کې به یو نامعلوم شمېر امریکایي عسکر او یو شمېر ملکي وګړي پاتې کېږي چې د تړون متن یې د شمېر په اړه هېڅ حد ندی ټاکلی، دوی ته ددې تړون له مخې هغه ډول حقونه ورکړل شوي آن داچې دوی ته داسې حقونه هم ورکړل شوي دي چې پخپله افغانان یې هم په خپل هېواد کې دننه تصور نشي کولی، دوي به افغانستان ته د ویزې پرته یوازې د امریکایي هویت کارت په ښودلو سره ځي او راځي، تر دې چې د امریکایانو د قراردادیانو لپاره د ویزو د صادرولو په اړه هم د افغانستان د دولت صلاحیتونه محدود کړی شوي دي او داویل شوي دي چې د یو کال کثیر المسافرت ویزه به ورته صادروي، ددوی ملکي او نظامي افراد ټول به له ځان سره وسله درلودای شي، پرته له دې چې د افغانستان د دولت څخه دداسې وسلې جواز ترلاسه کړيدي چې په هېڅ هېواد کې یې یوبهرنی وګړی تصور هم نشي کولی، آن داچې دوی ته داسې حقونه هم ورکړل شوي دي چې پخپله افغانان یې هم په خپل هېواد کې دننه تصور نشي کولی، دوي به افغانستان ته د ویزې پرته یوازې د امریکایي هویت کارت په ښودلو سره ځي او راځي، تر دې چې د امریکایانو د قراردادیانو لپاره د ویزو د صادرولو په اړه هم د افغانستان د دولت صلاحیتونه محدود کړی شوي دي او داویل شوي دي چې د یو کال کثیر المسافرت ویزه به ورته صادروي، ددوی ملکي او نظامي افراد ټول به له ځان سره وسله درلودای شي، پرته له دې چې د افغانستان د دولت څخه دداسې وسلې جواز ترلاسه کړي، دوی به د اړتیا په صورت کې د افغانستان په هر ګوټ کې هر ډول عسکري عملیات ترسره کولی شي (په دې کې د افغانانو کورونو ته د ننوتلو استثنی هم نشته)، چې دې ته دوی د تروریزم پر ضد تکمیلي عملیات وايي ، د دوی سامان او هرڅه چې دوی واردوي هغه به د هرډول مالیاتو څخه معاف وي، او هر څه چې وغواړي واردولی یې شي او بېرته یې بې له کوم قید او شرط څخه لیږدولی هم شي، هر څه چې دوی راوړي او یا وړي، څوک د هغې د تفتیش حق نه لري، که دوی کوم جنایت کوي د افغانستان د قانون په اساس نشي محاکمه کېدلی، ځکه ډېر داسې جرمونه شته چې هغې ته په غربی نړۍ کې او د امریکایې قانون پر بنسټ جرم نه ویل کېږي، نو داسې خلک به هېڅکله هم محاکمه نه شي، او په تېر کې خو مو ولیدل چې د پنجوایي ولسوالۍ د معصومو ماشومانو او ښځو د قاتل سره هغوی څه وکړل!!، په دې قرارداد کې راډیویي فریکانسیانو څخه د آزادې استفادې حق هم امریکایي پوځیانو ته ورکړل شوی او دوی کولای شي په هر ډول چې وغواړي له هغې څخه استفاده وکړي، او داسې راډیویي او تلویزوني پروګرامونه درلودای شي چې د هغوی د کولتور پربنسټ خو تفریحي بلل کېږي مګر زموږ د کولتور په اساس هغه په بشپړه توګه د اخلاقي فساد وسایل بلل کېږي، او دوی د داسې پروګرام په لاره اچولو لپاره د هېڅ ډول جواز اخیستلو ته اړتیا نه لري.که په لنډو ټکو کې وغواړو چې ددې تړون لنډیز واړندې کړو نو وه به وایو چې دا د یو داسې تړون مسوده ده چې امریکایانو ته په افغانستان کې د حاکم نظام له اجازې پرته د هر ډول فعالیت چې دوی وغواړي اجازه ورکوي، او د افغانستان د حکومت څخه د هر ډول مراقبت حق سلبوي چې دا په حقیقت کې د افغانستان د ملي حاکمیت نفې ده، او داسې یو تړون چې هغه د افغانستان د حاکم نظام څخه د ملي حاکمیت حق سلب کړي هغه د استعمار څخه پرته بل هېڅ نوم نه لري.
که په لنډو ټکو کې وغواړو چې ددې تړون لنډیز واړندې کړو نو وه به وایو چې دا د یو داسې تړون مسوده ده چې امریکایانو ته په افغانستان کې د حاکم نظام له اجازې پرته د هر ډول فعالیت چې دوی وغواړي اجازه ورکوي، او د افغانستان د حکومت څخه د هر ډول مراقبت حق سلبوي چې دا په حقیقت کې د افغانستان د ملي حاکمیت نفې ده، او داسې یو تړون چې هغه د افغانستان د حاکم نظام څخه د ملي حاکمیت حق سلب کړي هغه د استعمار څخه پرته بل هېڅ نوم نه لري.
ددې ترڅنګه دا هم د یادولو وړ ده چې په هر ځای کې د امریکا د مسؤولیتونو خبره راغلې هغه یوازې په مبهمو ټکو کې تېره شوې ده، د مالي مرستو په اړه یوازې هماغه ژمنه تکرار شوې چې په استراتیژیک تړون کې شوی وه او هغه دا چې امریکا مکلفیت لري چې د افغان ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز، مشورې او پایښت لپاره هر کال د مالي منابعو لټه وکړي (یوازی لټه وکړي، دا کوم ملزم کلمات نه دي).
همدا راز د خارجي ګواښونو او تېري په وخت کې د امریکا مکلفیت په دې کې راخلاصه کېږي چې د افغانی اړخ سره به مشوره کوي، که د شپږمې مادې ټول شپږ واړه بندونه ولولئ نو له دی پرته به نور هېڅ هم په لاس در نه شي.
د تړون په اړه بیلا بیل دریځونه:
په پیل کې دې ته اشاره کول غواړم چې دا درسته خبره ده چې ددې تړون په اړه په ملت کې دوه نظرونه وجود لري یو یې تأیېد کوي، او بل نظر یې په بشپړه توګه ردوي، مګر د تأیېدونکو انګیزه هم یوه نه ده، او د ردونکو انګیزې هم سره توپیر لري.
لومړی : د تړون د لاسلیک کولو تأیېد کونکي
ددی تړون د لاسلیک تأیېد کونکي په لاندې کتګوریو ویشلی شو:
لومړی: هغه خلک چې د امریکا د ګټو لپاره کار کوي، او د همدی لپاره د امریکا د استخباراتو، امریکایي سفارت او نورو جهتونو لخوا ګومارل شوي دي، څرنګه چې دا ډول خلک اصلاً په دی غم کې نه دي چې دا کار د هېواد او ملت لپاره ګټه لري که تاوان، دوی یوازې خپله وظیفه ترسره کوي، او د یو څه مبالغو په مقابل کې د خپل هېواد په مستعمره کېدو خوښ دي.
دویم: هغه خلک چې د امریکا د موجودیت څخه په اقتصادي لحاظ مستفید دي، د همدې سره یې تجارتونه، کارونه، شرکتونه تړلي دي، که امریکایان په افغانستان کې وجود ونه لري نو ددوی هر څه له منځه ځي، نو دوی ددې تړون لاسلیک کول ددې لپاره ضروري بولي.obama-karzai
درېیم: هغه وګړي چې په افغانستان کې د لیبرالیزم او لادینیت پلویان دي، او هېڅکله دا نه غواړي چې د اسلام د مقدس دین تر سیوري لاندې ژوند وکړي، او څرنګه چې دا لږ خلک دي نو غواړي داسې یو نظام د امریکا په زور په خلکو وتپي او د افغانستان ملت ددې په منلو مجبور کړي، او د امریکا موجودیت ددې سند د لاسلیک کولو سره تړلی دی نو ددې تړون لاسلیک کول اړین بولي.
څلورم: یو شمېر هغه خلک هم شته چې په واقعي ډول ورسره دا تشویش دی چې که د افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووزي نو افغانستان بېرته د کورنیو جګړو ډګر ونه ګرځي او د ګاونډیو هېوادونو د لاس وهنو لپاره پکې زمینه برابره نشي، او دا ورته لویه مفسده او تاوان ښکاري، او د امریکایانو او یا نورو بهرنیو پوځونو موجودیت ورته وړه مفسده بریښي، نو بناء ددوی له انده د امریکایانو موجودیت او هډې باید د اړتیا په حیث ومنل شي، او دا سند لاسلیک کړی شي.
په دوی کې یوازې د څلورمې کتګورۍ خلک ددې وړ دي چې مناقشه ورسره وشي، او ولیدل شي چې آیا بالفعل هغه ګټې چې دوی یې ددې تړون د لاسلیک څخه توقع لري لاس ته راتلای شي تر څو موږ د هغې لپاره د خپل ملي حاکمیت د لاسه ورکولو لویه مفسده پر ځان ومنو؟
۱- د سولې او امنیت راتګ:
د امریکايي هډو موجودیت هېڅکله هم د سولې په لور ګام نه دی بلکې دا د جنګ د استمرار په لوري قدم دی، ځکه ددوی موجودیت سیمه یېز قوتونه، د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې ته هڅوي چې د امریکا سره خپل حسابونه د افغانستان پر د امریکایانو موجودیت د سولې او ثبات د راتګ سره مرسته نه کوي، بلکې پخپله امریکایان هم په افغانستان کې د سولې د پایښت اراده نه لري، ددې لپاره د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي هغه خبره کفایت کوي چې د تش په نامه مشورتي لویې جرګی په افتتاحي غونډه کې یې وکړه چې امریکا کولی شي چې افغانستان ته سوله راولي مګر په تېره لسیزه کې یې دا کار ونه کړ، نو د راتلونکي لپاره هم دا کار نه کوي ځکه د هغوی څه ګټې په نا امنیو او ګډوډیو کې نغښتي دي.ځمکه تصفیه کړي، او دا دلته د جنګ د لمبو د بلو ساتلو لپاره کفایت کوي، ددې ترڅنګ د بهرنیو پوځونو موجودیت یو شمېر افغانان دې ته هڅوي چې د هغوی پرضد مسلح عملیات ترسره کړي او دا پخپله د جنګ د استمرار معنا لري، نو له همدې امله، د امریکایانو موجودیت د سولې او ثبات د راتګ سره مرسته نه کوي، بلکې پخپله امریکایان هم په افغانستان کې د سولې د پایښت اراده نه لري، ددې لپاره د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي هغه خبره کفایت کوي چې د تش په نامه مشورتي لویې جرګی په افتتاحي غونډه کې یې وکړه چې امریکا کولی شي چې افغانستان ته سوله راولي مګر په تېره لسیزه کې یې دا کار ونه کړ، نو د راتلونکي لپاره هم دا کار نه کوي ځکه د هغوی څه ګټې په نا امنیو او ګډوډیو کې نغښتي دي.
۲- مالي مرستې:
که چا ددې توقع درلوده چې امریکا به ددې تړون ترلاسلیک وروسته له افغانستان سره د راتلونکو لسو کلونو لپاره د مالي بودجې د تدارک ژمنه وکړي او دلته به اقتصادي پرمختګ رامنځ ته شي، ددې تړون د مسودې د راڅرګندېدو څخه وروسته دا امید هم له منځه ولاړ، ځکه امریکا هېڅ داسې کومه ژمنه نه ده کړې، ددې ترڅنګ که جنګ له منځه ولاړ نه شي او سوله رانشي نو یوازې پیسې او مرستې افغانستان ته پرمختګ نشي راوړای، دا خو مو په تیره لسیزه کې پخپلو سترګو ولیدل ، نو له همدې امله د تاریخ په دی پړاو کې باید د ملت تر ټولو مقدم هدف د سولې او استقرار راوړل وي، او دا د امریکايي هډو په موجودیت کې ناشونی برېښي.
۳- د ګاونډیانو د مداخلې وېره د امریکایانو د هډو د رسمي کولو په نتیجه کې له منځه نه ځي
ځکه تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکا او اروپایي هېوادونو تقریبا یونیم لکځکه تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکا او اروپایي هېوادونو تقریبا یونیم لک عسکر موجود وو، او ددې سره د افغان حکومت او امریکایي چارواکو د تصریحاتو او څرګندونو سره سم په افغانستان کې د ګاونډیاتو لاس وهنې جاري وي، او دوی ونه توانېدل چې دا لاس وهنې بندې کړي، نو له دې وروسته به د یو کم شمېر عسکرو په موجودیت کې ددې توانایي پیدا کړي؟ د ګاونډیانو مداخلې ته د افغاني ډلو ترمنځ د اختلاف په نتیجه کې زمینه برابریږي، او امریکا ته د پوځي هډو ورکول ددې ډلو ترمنځ د اختلاف یو لوی لامل، او د بین الافغاني تفاهم یو لوی مانع دی. عسکر موجود وو، او ددې سره د افغان حکومت او امریکایي چارواکو د تصریحاتو او څرګندونو سره سم په افغانستان کې د ګاونډیاتو لاس وهنې جاري وي، او دوی ونه توانېدل چې دا لاس وهنې بندې کړي، نو له دې وروسته به د یو کم شمېر عسکرو په موجودیت کې ددې توانایي پیدا کړي؟ د ګاونډیانو مداخلې ته د افغاني ډلو ترمنځ د اختلاف په نتیجه کې زمینه برابریږي، او امریکا ته د پوځي هډو ورکول ددې ډلو ترمنځ د اختلاف یو لوی لامل، او د بین الافغاني تفاهم یو لوی مانع دی.
ځکه نو هغه ګټې چې د هغې له امله یو شمېر خلک ددې سند پر لاسلیک ټېنګار کوي،هغه وهمي او خیالي ګټې دي او دا ډله خلک په وهمي اوخیالي ګټو پسې دي، چې په نتیجه کې یې ډېر لوی تاوانونه هېواد ته متوجه کېږي، ځکه نو د متحققو تاوانونو سره د مخامخ کېدو په قیمت په وهمي ګټو پسې ځغاسته نه یوازې سمه نده چې د انسان په کم عقلۍ هم دلالت کوي.
بالفرض که دا ګټې ترلاسه هم شي (سره له دی چې غالب ګومان دا دی چې دا نه ترلاسه کېږي) نو آیا دا به سمه وي چې ددې ګټو د لاس ته راوړلو لپاره خپل ملي حاکمیت قربان کړو که به دا سمه وي چې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره داسې نورې لارې چارې ولټوو چې هېواد ته سوله هم راشي او ورسره خپل ملي حاکمیت هم وساتلی شو.
دویم: د دې تړون د لاسلیک سره مخالفت کونکي
ددې تړون د لاسلیک مخالفت کونکي هم شاید بېلا بېلې انګیزې ولري چې په لاندې توګه یې خلاصه کولی شو:
لومړی: هغه خلک چې شاید د ګاونډیو هېوادونو په لمسوونه او د هغوی څخه د مبالغو د ترلاسه کولو له امله ورسره مخالفت کوي، دا ډول خلک شاید ډېر کم او د ګوتو په شمېر وي.
دویم: هغه خلک دي چې ددې تړون لاسلیک کول د هېواد په تاوان ګڼي او وايي:
۱- د دین د غوښتونو او صریحو شرعي نصوصو سره په ټکر کې دی.
۲- د دتړون د تفصیلي مسودې د لیدلو نه وروسته هېڅوک دا شک نه لري چې ددی تړون په نتیجه کې خپل استقلال او ملي حاکمیت له لاسه ورکوي.
۳- د امریکایانو د موجودیت په نتیجه کې افغانستان په اقتصادي لحاظ تاوان کوي، او د خپلو طبیعي منابعو څخه په هغه شکل ګټه نشي اخیستلای چې په خپله د افغانستان ملت غواړي، دا به هم د امریکایانو تابع وي.
۴- په اخلاقي او اجتماعي لحاظ د بهرنیو پوځي هډو موجودیت زموږ د ټولنې لپاره زهر قاتل دی، دداسې هډو په موجودیت کې زموږ ملي او دیني هویت ته ستر خطرات متوجه کېږي.
۵- د بهرنیو عسکرو موجودیت د واقعي بین الافغاني تفاهم مخه نیسي، او په دې توګه د واقعي سولې او ثبات مخه ورسره نیول کېږي.
۶- د امریکایي هډو موجودیت افغانستان، د ګاونډیو هېوادونو، سیمه یېزو قوتونو او نړیوالو لوبغاړو او امریکایانو ترمنځ د شته حساباتو د تصفیې په میدان بدلوي، چې په دې کې به یوازېنی متضرر د افغانستان ملت وي، او دا به همېشه د سولې او ثبات لپاره تهدید وي.
ځکه نو د ګټې او تاوان د منطق سره سم دا تړون نه یوازې د افغانستان د ولس په ګټه نه دی ، چې په تاوان یې هم دی، خو ددې ترڅنګ د سولې او ثبات لپاره داسې لارې چارې لټول هم پکار دي چې دا ډول تاوانونه ورسره نه وي او اهداف ترې ترلاسه شي، او هغه یوازې د واقعي بین الافغاني تفاهم لار ده، امریکایان هم باید په دې پوه شي چې په افغانستان کې استقرار د نړیوال امنیت او سولې لپاره اړین دی، او ددې لار، بین الافغاني تفاهم دی نه د خپلو هډو په جوړولو اصرار او د خپلو ګټو ساتلو لپاره د افغانستان ټول ملت قربانول، او شاید ښاغلی حامد کرزي همدې ته اشاره کړي وي چې امریکایان ددې زمینه برابرولی شي چې دا بین الافغانی تفاهم رامنځته شي مګر هغوی دا کار نه کوي ځکه په دې کې هغوی خپلې یو څه ګټې له لاسه ورکوي.