محمد شعيب قريشي
دبهرنیانو له راتګ سره په هېواد کې فساد په خپلو ټولو رنګونو سره دخپرېدو په حال کې دی، که له یو لوري مالي فساد خپل اوج ته رسیدلی دی، له بل لوري داخلاقي فساد دخپرولو لپاره هم له مختلفو لارو کار کېږي، او دښځو دحقوقو او شخصي آزادیو تر نامه لاندې، دمیډیا او ځینو غیر دولتي او دولتي ادارو له لوري کار روان دی.
په دې ورستیو کې دغزني په یوه ښځینه ښوونځي کې دنجونو دبې لارې کولو دخبر له په ډاګه کېدو وروسته دا خبره نوره هم روښانه شوه، چې اکثره بهرنۍ مرستې چې دښوونې او عامه پوهاوي ترنامه لاندې یې کوي، په اصل کې دافغاني ټولنې دبې لارې کولو او دغربي فرهنګ دخپرولو په موخه دي.
له دې وړاندې دامن دکورونو په نامه جوړ شوي ځایونه چې داوسېدونکو له لوري یې هم دفساد کیسې عامې شوې، د دې هڅو یوه د اوږدې لړۍ یوه وړه برخه وه، بلخوا د روغتیا ترنامه لاندې هم داسې کارونه ترسره کېږي چې پخپله داخبره په ډاګه کوي، چې ځینې بهرنۍ مؤسسې یوازې دافغان ولس دبې لارې کولو هڅې کوي.
په افغانستان کې بې شمېره نادرمله ناروغان شته، په ځانګړي ډول تور زیړی، سرطان او داسې نورې ناروغۍ دي چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري، خو د روغتیا وزارت دانجیوګانو په فنډ ډېره هڅه د ایډز دناروغۍ په اړه دخلکو پوهاوي ته اړولی دی او په دې موخه مختلفې پروژې پر لاره اچول شوي دي، او اکثره پروژې یې تعلیمي دي، چې بدکارۍ ته لاره هواروي، په داسې حال کې چې دافغانستان په دین دوسته ټولنه کې پردې ناروغۍ اخته کسان دګوتو په شمار دي، بلخوا هغه ناروغۍ چې د زرګونو کسانو ژوند ګواښي، دهغې درملنې ته هېڅ پام نه کېږي.
داکثره غربي هېوادونو دمرستو لومړی شرط پر ښځو پورې تړي، او پر دې هېوادونو پورې تړلې پروژې اکثره دښځو دحقوقو پرځای دافغاني مېرمنو دغربي کولو په هڅو بوختې دي، چې په دې لاره کې غرب پاله افغاني میډیا ستر رول لوبوي.
تر اوسه په دې غربي ډېموکراسۍ کې دښځو حقوق کوم ځانګړی تعریف نه لري، او هر دبې حیایۍ کار ته دښځو دحقوقو نوم ورکول کېږي، تردې چې ددې غیر دولتي ادارو ټول کار داشوی چې څنګه په افغاني ټولنه کې کورنۍ نظام ختم او نجونې د دوی دهوس رانۍ لپاره بې لارې شي.
بلخوا اداري فساد خپلو وروستیو پوړیو ته اوچت شوی دی، او هېڅ داسې حکومتي اداره نه شته چې له دې فساده دې پاکه وي، ډېر بې ګناه کسان په زندانونو کې دنورو دجرم دسزا شپې سبا کوي او ډېرې زورواکي او مالداره (سره له دې چې ښکاره جرمونه یې کړي دي) آزاد ګرځي، او داټول د رشوت او بډو په برکت.په دې ټولو فسادونو کې بهرنیان سرخیلان دي او اکثره غټ فسادونه دهمدوی په مرسته او دهمدوی له لوري کیږي، چې دا په ډاګه کوي چې دبهرنیانو لویه موخه افغان ولس فاسدول دي او هر فاسد قوم دنورو هره غوښتنه په آسانۍ سره منلای شي، او داتجربه داستعمارګرو پخوانۍ ده.
ستره غمیزه خو داده چې په حکومتي ادارو کې هغه کسان ډېر پرمخ ځي، څومره چې زیات په فساد کې ښکیل وي، چې دا پخپله دا په ډاګه کوي چې حکومتي لوړ پوړي چارواکي دفساد خپرولو اصلي عاملین دي. او همدا فساد ورځ تر ورځ دنا امنیو دزیاتېدو سبب کېږي، ځکه چې فاسده اداره هېڅکله نه شي کولای چې ټولنه دپرمختګ، سولې او ترقۍ پرمخ بوځي.
نو که په دې اړه جدي ګامونه اوچت نه شي، او حکومت په دې اړه مؤثر کار ته ملا ونه تړي، نو په دې کې شک نه شته چې هېواد به په هره ساحه کې لاهم دبدبختۍ پرلور رهي شي او ددې بدختیو تاریخي تور به دهمدې حکومت پر غاړه وي.