باتور مېړنی
له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر د خبرو اترو لپاره د ټاکل شوي افغان پلاوی تر بدلون وروسته لدې امله چې اټکل کېده، امریکا ته نژدې کسان پکې شامل دي؛ تمه دا وه چې نوی پلاوی به د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون شخړه حل کړي، خو تېره اونۍ د ځوانانو په یوه غونډه کې ولسمشر کرزي په دې ټینګار وکړ چې که د افغان لوري شرطونه ونه منل شي، نو امنیتي تړون به لاسلیک نه شي. په داسې حال کې چې یوه ورځ وړاندې په واشنګټن کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي یو ځل بیا د واشنګټن پر دریځ ټینګار وکړ چې باید تر اکتوبر میاشتې د افغانستان او امریکا تر منځ دغه امنیتي تړون لاسلیک شي.
داسې ښکارېده چې له امریکا سره به د امنیتي تړون موضوع وروسته له هغې چې تېرکال د کابل او واشنګتن تر منځ ستراتیژیک تړون لاسلیک شو، ښایي ډېره ونه ځنډېږي، خو خبره هغه وخت لا پسې اوږده شوه چې په افغانستان کې د مېشتو امریکایي او ناټو پوځیانو له خوا په پرله پسې ډول داسې کړنې وشوې چې نه یې ستراتېژیک تړون ته کومه پاملرنه وکړه او نه یې هم د ولسمشر کرزي له خوا په وار وار هغه احتجاجونو او غندنو ته، اعتنا وکړه چې په کلیو او بانډو کې یې د امریکایي پوځیانو د وحشیانه بریدونو په تړاو وکړل. دغه کار آن د ولسمشر کرزي او د هغه د کاري ټېم د ځینې غړیو غوسه را وپاروله او د ځینو نورو لاملونو تر څنګ، د دې سبب شو چې د کابل او واشنګتن تر منځ د امنیتي تړون پر سر اختلافات زیات شي؛ ځکه همدا اوس داسې ګونګوسې اورېدل کېږي چې ولسمشر کرزی غواړي د دغه تړون لاسلیکیدل تر خپلې واکمنۍ وروسته دورې ته پرېږدي.
تر دې وړاندې هم د شنونکو او سیاسیونو له خوا دا موضوع مطرح شوې وه چې کېدای شي امریکا په افغانستان کې تر هغه ټاکنو وروسته چې د دوی په خوښه او د نیم افغانستان د نه ګډون په بڼه ترسره کېدونکې دي، له راتلونکي حکومت سره د امنیتي تړون په اړه یوې پرېکړې ته ورسېږي، خو دا ځل ولسمشر کرزي هم د تېرې اونۍ په هغه غونډه کې چې د ځوانانو د ستونزو اورېدو لپاره جوړه شوې وه، په زغرده وویل چې تر څو د ده له خوا مطرح شوي شرطونه منل شوي نه وي، دوی د امنیتي تړون لاسلیکیدو ته حاضر ندي او که امریکا تر اکتوبر میاشتې و نه شي کولای د افغانستان لوري ته د افغانستان د راتلونکې سولې او امنیت، افغان وسله والو ځواکونو تجهیز او وسله وال کول، د دې هېواد اقتصاد ته وده ورکول او د افغانستان د ملي حاکمیت د ساتنې په اړه ضمانتونه برابر کړي، نو د افغانستان راتلونکي حکومت ته دې انتظار وباسي او بیا دې دغه تړون له هغوی سره لاسلیک کړي.
اوس پوښتنه دا ده چې امریکا ولې دومره په بېړه کې ده او غواړي چې که چېرې امنیتي تړون لاسلیک کېږې نوخامخا دې د ولسمشر کرزي له حکومت سره لاسلیک شي؟ آن کله ناکله خو د دې تړون د لاسلیک لپاره د امریکایي چارواکو او ډېپلوماتانو لهجه له یو ډول ګواښ سره هم ملګرې وي؟
د سیاسي چارو ډېر کارپوهان وایي امریکا لدې وېره لري چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې څه پېښېږي؟ همدارنګه شنونکي پدې اند دي چې کېدای شي هغه حکومت چې تر راتلونکو نیمو نېمګړو ټاکنو وروسته رامنځته کېږي، یو کمزوری او د مشروعیت او قانونیت له مخې یو نېمګړی حکومت وي، په داسې حال کې چې د ولسمشر کرزي حکومت تر ډېره بریده که څه هم په ظاهري بڼه له ځان سره مشروعیت لري، له همدې امله ده چې امر یکا هڅه کوي څو د ولسمشر کرزي له حکومت سره د امنیتي تړون د لاسلیکېدو موضوع د یوه تفاهم له لارې حل کړي.
بل خوا د چارو شنونکي دې ټکې ته هم پاملرنه کوي چې آن له هغه وخته چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون خبره نوې را پورته شوې وه، د افغان حکومت د سیاسي مخالفینو ځینو مشرانو په ډېرو څرګندو ټکو له امریکا وغوښتل چې امنیتي تړون د ولسمشر کرزي له حکومت سره لاسلیک نه کړي، بلکې دوی ته دې زمینه برابره کړای شي چې په راتلونکو ټاکنو کې دوی بریالي شي او وروسته دې بیا له دوی سره د امنیتي تړون پرسر خبرې اترې وکړي څو بریالۍ وي او د امریکا د خوښې پایلې په لاس ورکړي.
د امریکا د ټولو پوځونو لوی درستیز جنرال مارتین ډمپسي داسې څرګندونې هم کړې وې چې که چېرې افغان دولت د امنیتي تړون د لاسلیک په لار کې پر خپلو شرطونو ټېنګار ته دوام ورکوي، نو مونږ هم مجبور یو چې خپل ټول پوځي ځواک له افغانستان څخه وباسو او دلته خپل پوځي شتون د صفر درجې ته را ښکته کړو.
کله چې د جنرال ډیمپسي دا ډول څرګندونې د رسنیو له خوا رابرسېره شوې، بیا هم یو شمېر هغو کړیو او شخصیتونو چې ګومان کوي په افغانستان کې به د امریکا له مرستې او شتون پرته په خپل ټاټوبي کې ورته ژوند ګران وي، په څرګنده توګه ولسمشر کرزی ملامت کړ چې د امنیتي تړون د لاسلیک په لار کې خنډونه جوړوي او غواړي د امنیتي تړون د لاسلیک په لار کې په خنډ جوړولو سره له امریکایانو څخه د ځان لپاره امتیازات ترلاسه کړي.
د جنرال ډیمپسي او نورو امریکایي چارواکو دغه ګواښونه چې که د امنیتي تړون پرسر خبرې اترې کومې نتیجې ته ونه رسېږي نو دوی به تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل پوځي شتون د صفر درجې ته راټیټ کړي، هسې یو هوایي ګواښ او د ماشوم وېرونې یوه وسیله وه چې که څه هم حامد کرزی او د کابل حکومت ډېره پاملرنه ورته ونکړه، خو بیا هم یو شمېر هغه افغان سیاستوال او مشران چې په هېوادکې له امریکایي شتون پرته ژوند او واکمني ګرانه ګڼي، ووېرېدل او د حامد کرزي په ملامتولو یې پیل وکړ.
بل خوا د امریکا سیاستونه هم ډېر مرموز او پېچلي دي، دوی چې کله په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د شتون په اړه صفر درجه یادوي، نو د عراق مثال او بېلګه وړاندې کوي چې د دوی په وینا هلته هم د مالکي له حکومت سره د پاتې کېدونکو امریکایي عسکرو د شمېر او نورو مسایلو په اړه موافقې ته ونه رسېدل، نو خپل پوځي شتون یې د صفر درجې ته راښکته کړ؛ په داسې حال کې چې کره او حقیقي معلومات شته چې په عراق کې د دوی د پوځي شتون د صفر درجې سره سره بیا هم له ۵۰ تر ۶۰ زرو پورې سرتېرې یوازې په بغداد کې د امریکا د سفارت د ساتنې او امنیت په نامه هلته مېشت دي.
په هر صورت خبره دا ده چې د امریکا وروستۍ هلې ځلې او پر له پسې ګواښونې داسې ښکاروي چې امریکا په هر قیمت چې وي، غواړي د ولسمشر کرزي له حکومت سره دغه امنیتي تړون لاسلیک کړي؛ د شنونکو او کارپوهانو له نظره دا په خپله په ډاګه کوي چې امریکا نه د افغانستان د راتلونکو ټاکنو پر مشروعیت باور لري او نه هم د هغه حکومت پر مشروعیت او قانونیت چې د دې نیمو نېمګړو ټاکنو په پایله کې به په افغانستان کې واکمنۍ ته رسېږي. همدا لامل دی چې د ځینو پلورل شوو سیاسیونو له خوا وار په وار ورته د غېږ پرانیستنې او د دې شنه چراغ د ورکړې سره سره چې امریکا دې دوی په ټاکنو کې بریالي کړي، بیا به ورسره امنیتي تړون په پټو سترګو لاسلیک کړي، واشنګټن دې معاملې ته زړه نه ښه کوي.
پای