احمد ضیاء رحیمزی
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د افغان حکومت بهرنۍ پالیسي د ښو اړیکو او ملي ګټو پر بنسټ ولاړه ده او هیڅ هېواد ته به په افغانستان کی د لاسوهنو اجازه ورنه کړي.
جانان موسی زي چې د پاکستان د لومړي وزیر د ستر سلاکار سرتاج عزیز د څرګندونو په غبرګون یې خبرې کولې، همدارنګه زیاته کړه چې افغانستان له ټولو هېوادو په تېره بیا له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتنه کوي او د ده په خبره باید چې دغه هېوادونه ورسره ښې اړیکي وساتي.
د افغانستان د ډیپلوماسۍ د دستګاه ویاند دا خبرې وروسته تر هغې کړې چې د پاکستان د لومړي وزیر ستر سلاکار او د دې هېواد لوی سیاست مدار سرتاج عزیز، د دغه هېواد له یوې خصوصي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې د افغانستان په اړه د خپل هېواد د سیاستونو په روښانه کولو سره وویل چې پاکستان به تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان په چارو کې په دې شرط لاسوهنه نه کوي چې هندوستان هم په دغه هېواد کې د کومې ډلې ملاتړ او د ځواک د خلا ډکولو هڅه ونه کړي، خو د ده په خبره که چېرته هندوستان په افغانستان کې د ځواک د خلا د ډکولو هڅه وکړه، نو بيا ښکاره خبره ده چې پاکستان به هم په کرار نه کښېني.
د افغانستان او سیمي د نورو مسایلو په اړه د هند او پاکستان رقابت چې د دښمنۍ تر بریده رسېږي، د هېچ چا له سترګو پټ ندی، افغان هېواد او افغان ولس هم د تېرو کلونو په ترڅ او په تېره بیا د تېرو څه د پاسه دریو لسیزو نا آرامیو او ګډوډیو په جریان کې د خپلو دغه دوه دوستانو د رقابت او دښمنۍ د اور لمبې په خپل ټاټوبي کې هم احساس کړې دي او ډېر ځله داسې شوي چې د پردیو د د ښمنۍ د اور دغه لمبو د مظلومو افغانانو کور اوکلی هم ور سوځولی دی، خواوس پدې حساس پړاو کې چې یوې خوا ته افغانستان ته د نابللیو خو ځواکمنو مېلمنو په توګه راغلي امریکایي او ناټو پوځیان غواړي دلته خپل شتون راکم کړي، بل لورې ته د افغانستان په د ننه کې د سیاسي او پوځي ثبات او استقرار نه شتون او د سیاسي بدلون سره یوځای د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع را مطرح کېدو، د افغانانو ذهنونه او فکرونه سره مشغول ساتلي دي، د ښاغلي سرتاج عزیز دغه وروستیو څرګندونو وښوده چې افغانستان د پان او پړانګ تر منځ په څومره خطرناک حالت کې اوسېږي او په دغسې یوه حالت کې دغه هېواد ته د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو ظاهري دوستانو سره د اړیکو او راشه درشې په اړه د یوه منطقي توازن ساتل څومره اړین او ضروري دي.
بل خوا دا هم په خپل ځای یوه مهمه موضوع ده چې د سرتاج عزیز دغه نوې خبرې تر هغه وروسته را څرګندېږي چې څه موده وړاندې د ده له قوله رسنیو رپوټ ورکړی و چې پاکستان نور د افغانستان په اړه خپله پخوانۍ بهرنۍ پالیسي بدله کړې او د ده په خبره پاکستان نور افغانستان ته د خپلې پنځمې صوبې یا د خپلې ستراتېژېکې ژورتیا د سیاست په سترګه نه ګوري.
د افغانستان په اړه د پاکستان د سیاستونو بدلون رابدلون کومه نوې خبره نده، پاکستان په تېرو څه دپاسه دریو لسیزو کې چې افغانستان له کړکیچ او بحران سره مخ دی، تل زمونږ د هېواد په اړه دوه ګونی او د وخت او شرایطو په پام کې نیولو سره لازم سیاست غوره کړی، دا ځل هم همداسې وشول، پاکستان ته د ولسمشر کرزي د شلم او وروستي سفر څخه چې له ډېرو تودو احساساتو او غبرګونونو سره یوځای و، لایوه میاشت نده تېره شوې چې د سرتاج عزیز په تازه څرګندونو کې د دې سفر پایلې او لاسته راوړنې ښې په ډاګه شوې.
سرتاج عزیز نه یوازې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاکستان د مداخلې په اړه شرطونه اېښې بلکې آن دایې هم ویلي چې پاکستان ته د ولسمشر حامد کرزي د وروستي سفر په ترڅ کې یې هغه ته هم دا په ډاګه کړې چې افغانستان او پاکستان باید په افغانستان کې د نورو هېوادو شتون ته له پاملرنې پرته له یوبل سره اړیکې ولري.
که څه هم د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند موسی زي، د سرتاج عزیز تر څرګندونو وروسته په خپله هماغه تل پاتې تشریفاتي او مبهمه لهجه چې کېدای شي د افغان چارواکو په اند به همدا د ډېپلوماسۍ څرګندویه وي، وویل چې افغانستان له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي او دده په وینا هیڅ هېواد ته به په افغانستان کی د لاسوهنو اجازه ورنه کړي، خو د دې سره سره اوس د پاکستان له اړخه د دې څرګند او په ډاګه دریځ تر نیولو وروسته پوښتنه پیدا کېږي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به زمونږ بهرنی سیاست پر کومو موخو ولاړ وي او د رقیبو او دښمنو قطبونو تر منځ د توازن ساتلو لپاره به څه ډول اقدام وکړي؟
دا چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاډ ورکوي چې افغانستان به له ټولوګاونډیانو سره ښې اړیکې وساتي او چاته به د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنکړي، خو څه چې څرګند دي دا ده چې دا مبهمې او تشریفاتي څرګندونې نه شي کولای د هغو رقیبو او سیالو هېوادو قناعت ترلاسه کړي چې د تېرې څه باندې یوې لسیزې څخه یې افغانستان د خپلو سیالیو او رقابتونو ډګر ګرځولی دی.
څرګنده خبره ده چې افغانستان لکه څه ډول چې په نورو زیاتو ډګرونو کې بریالی نه دی، له بده مرغه د خپل عملي بهرني سیاست په ډګر کې همدا اوس او په تېره بیا څه باندې یوه لسېزه کې ناکام دی او دغه وضعیت ته په کتلو سره له همدا اوسه دا اندېښنه شته چې تر ۲۰۱۴ وروسته به هم دغه ناکام سیاست دوام ولري، بهرني هېوادونه او مغرضي کړۍ به خپلو مغرضانه لاسوهنو ته ادامه ورکوي او په دې توګه د کوم خاص بدلون تمه ممکنه نه بریښي.
په خورا خواشینۍ سره ویلای شو چې په څه باندې یوه لسیزه کې د ټولو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادو په تړاو زمونږ بهرنی سیاست نا متوازن، په شخصي سلیقو بنا او په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو هېوادونو تر خوښه پورې تړل شوی، او اوس هم دا اندېښنه شته چې که څه هم یو زیات شمېر بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه ووزې، خو په افغانستان کې به د هغه پوځي اډو په ټېنګښت سره چې له امریکا او ناټو سره د پوځي تړون په پایله کې رامنځ ته کیږي او له دې څخه به بیا تر ډیره د سیمې او ګاونډ هېوادونه هم څاري، یوځل بیا به افغانستان د سیمې او ګاونډ د هېوادونو د رقابتونو او سیالیو ډګر وي او د بېلابېلو هېوادونو ډول ډول مداخلې به په دغه خاوره کې دوام ولري، په تېره بیا چې دا اندېښنه هم پرخپل ځای شتون لري چې تر راتلونکو ناکامه ټاکنو وروسته به په سیاسي لحاظ یو ناکام او ضعیفه حکومت په افغانستان کې واکمنۍ ته ورسېږي.
اوس دغه خطرناک وضعیت ته په پاملرنې سره، د سرتاج عزیز دا څرګندونې چې د ده په خبره که هند تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د واک له تشې په استفادې دلته مداخله وکړي او وغواړي دغه تشه ډکه کړي نو پاکستان به هم آرام کښې نني او خپلو لاسوهنو ته به دوام ورکړي، په ډاګه څرګندوي چې متاسفانه له یوې اوږدې مودې را پدیخوا په افغانستان کې د ناکامو نظامونو او ضعیفو واکمنیو له اړخه د ناکام بهرني سیاست په مخ بولو سره، افغانستان د سیمي او نړۍ او په تېره بیا د هند او پاکستان، ایران او امریکا د رقابتونو او سیالیو ډګر ګرځېدلی او دا اندېښنه هم شته چې دا لړۍ به نوره هم پراخه او وضعیت به تر دې هم کړکېچن شي.
د افغان چارواکو او یوشمېر سیاستوالو دا ډاډېنه چې وایي افغانستان د یوه خپلواک هېواد په توګه حق لري چې له هر هېواد سره په خپله خوښه اړېکې ټېنګې کړي، په ظاهره ډېره ښه او د قانون په چوکاټ کې ډېره سمه خبره ښکاري، خو سیمه ییز او ځمکني واقعیتونه بیا بل څه وایي او دا ښکاروي چې دغه ډول څرګندونې به زمونږ شریر ګاونډیان او د پاکستان، هند او ایران په ګډون د سیمي او نړۍ هغه کبرجن هېوادونه چې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د نورو ولسونو له قتل عام څخه هم سر نه غړوي، نشي قانع کولای او نه هغوی د افغانستان په خاروه کې د خپلو سیالیو او رقابتونو له ترسره کولو څخه لاس په سر کولای شي.