استاد محمد زمان مزمل
د افغانستان د استقلال د ورځې د شکلي لمانځنې په مراسمو کې د کابل د رژیم یو مخکنی وزیر جلالي د یو تعداد مسائلو په باب د امریکا نه د ځان سره یو نوی بکر نظر راووړ او هغه دا چې لسو کلونو د لاسته راوړنو ساتل د اولیت حق لري.
یوه خبره باید جلالي زړه ته وسپاري چې دغه لاسته راوړنې اصلاً د دولت لاسته راوړنې نه دي، هغه د هغو پریمانه مصارفو اضافي او چرپنده ډاډ او عطاء بخشش دی، چې امریکا یې په سیمه کې د خپلو اقتصادي موخو په خاطر ګالي او زغمي.
له دې پرته خو د دغه دولت لویه لاسته راوړنه هغه ده چې د نړۍ د اولې درجې فاسد نظام یې پخپل هېواد کې داسې بیخي او تپلی کړ چې نورې پرګنې په لغن انتخاباتو نه قانع کېږي.
د هندو په هېواد کې به هم څوک دغو انتخاباتو ته انتخابات ونه وايي چې دوه برخې افغانستان پکې اصلاً برخه وانخستله او خپله وزیر صاحب د خپل ولایت د انتخاباتو د کمیدي انجام نه یا خبر نه دی یا ئې په هغه لېرې امریکا کې کړاو نشي حس کولای، چې بیا هم د لویو رتبو کسانو ژبې تر عقل تېزې وي.
وزیر صاحب ستا په ولایت او ستا د قوم په سیمه کې پرګنې څه دوزخي ژوند لري، ته چې په امریکايي پارکونو او بیچونو نخره ای ژوند لرې او خپله او کورنۍ دې د هر څه آن پاسپورټ او ډالري معاش پورې پر وخت او بې حسابه اخلي تا ته به خو د سوله دویم، درېیم، بلکې شلمه درجه اهمیت لري!
وزیر صاحب پکې دا هم ویلي دي چې په افغانستان کې باید داسې شرائط برابر شي چې مشکلات په داخل کې حل شي.
وزیر صاحب دا څلورم وزیر داخله ؤ چې تېره اونۍ پارلمان په ډیکو ډیکو ایله له پارلمان نه وکښ مګر پر وزارت کې د کرزي صاحب د فرمان په سیوري کې د وکیلانو په ۶۰ تکرار شویو هغو یاداشتونو پسخند کوي چې د هغه د استحضار په هکله وزارت ته لېږلي و.
ریښتیا که په افغانستان کې د نظام او ښه نظام څه وای دا چې هره میاشت پکې یو سیاسي غوبل پېښيږي، دا به نه پېښېدل.
خپله پارلمان د وزیرانو په کار باور نلري او وزیرانو ته نو دغه پارلمان ته حضور داسې ښکاري لکه څوک چې د یوه قوي رشوت خور مامور دفتر ته ځي.
داسې یو څوک چې په افغانستان کې ځانته د تکنوکراتانو مخکښ او د یوه ښه سیاسي او اداري شخصیت شهرت لټوي هغوی ته په کار ده چې تر هر چا پر هغه سوله ایمان ولري چې د سولې پرته پکې هغه پرون د یوه وزیر په حقیقت خپله ولسوالۍ هم ونه شوه لیدای او که خدای کول دا به شي چې هغه پکې د امریکا لپاره اوږد جنګ غواړي هغه به د کابل د امنیتي کمربندو نه بهر به نه د ملت په اوضاع خبر شي او نه به د سولې په اهمیت!
زه نه وایم چې طالبان د دې هېواد خلک نه دي او د هغوی سره باید تفاهم او مذاکره وشي زه وایم دغه امریکايي نظام او سړو زمونږ کوم مشکل حل کړ او د امریکا کوم مشکل ئې حل کړ چې بیا هم لويې لویې خبرې همدوی ته پرېده.
دلته د یوه متفقه جامع او د ملت د ممثل حکومت کمبود دی هغه به هېڅ وخت د جلالي یا خلیل زاد په مقطع ای شعرونو او یا مقطع ای وزارتونو ډک نه شي چې ډک نه شو.