سرچينه: بي بي سي پښتو وېب پاڼه
د متحدو ایالاتو له ځانګړو ځواکونو سره په دنده بوخت هغه افغان ژباړونکی چې د وردګو په ولایت کې د ملکي افغانانو په وژنه او شکنجه تورن دی وايي چې ده وژنې نه دې کړي او د شکمن کس وهل یې هم یوازې د امر پر ځای کول وو.
ذکریا کندهاری چې نژدې دوې میاشتې وړاندې افغان چارواکو د ملکی وګړو د ځورونې او وژنې په تور نیولی و وايي چې ده د امریکايي مسوولینو له امر سره سم کار کاوه او خپله یې څه نه دي کړي.
د افغان چارواکو له خوا د ذکریا کندهاري د تحقیق لومړنی رپوټ بي بي سي پښتو وېبپاڼې موندلی، په هغه کې نوموړی ادعا لري چې دی عادي ژباړونکی و.
په دري ژبه د افغان پوځي تحقیق کوونکیو له خوا لیکل شوی دغه رپوټ د ذکریا کندهاري له خولې وايي چې:”زه ټیټ رتبه ژباړونکی وم د اډې دننه یا د تحقیق خونې ته مې د تګ و راتګ اجازه نه لرله.”
د ښاغلي کندهاري له خولې دا هم ویل شوي چې ده یو مشکوک افغان په څپېړو او لغتو وهلی او وروسته یې امریکايي ځواکونو ته سپارلی او مړی یې لیدلی دی.
دغه افغان دا دعوه هم لري چې درې نورو ژباړونکو هم دغه حالت په سترګو لیدلی دی.
ذکریا کندهاري نژدې یوه لسیزه له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار کړی دی.
دی د وردګو د ولایت پر پېښې وايي چې درې امريکاييان په وژنو کې لاس لري.
د بي بي سي ګوتو ته ورغلی رپوټ دا هم وايي چې د شکنجې ثبت شوې یوه سي ډي افغان چارواکو ته په لاس ورغلې.
د روان کال د می په میاشت کې د وردګو ولایت د نرخ په ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو له اډې سره نژدې د یوه ملکي وګړي ،سید محمد، مړی موندل شوی و.
ذکریا کندهاري منلې چې ده دغه کس په څپېړو او لغتو تر هغو وهلی چې امریکايي اډې ته یې سپاره خو دا نه مني چې ده دې په وژنه کې لاس لرلی وي.
سید محمد د ۲۰۱۲ کال په نومبر کې تری تم شوی و.
د شکنجې له تورونو وروسته ولسمشر کرزي د مارچ په میاشت کې امر وکړ چې امریکايي ځانګړي ځواکونه دې ژر تر ژره له ورګو ووځي.
د ولسمشر کرزي هغه امر د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکي ستونزمنې کړې خو بهرنیو ځواکونو ومنله چې ورو ورو د نرخ له ولسوالۍ ووځي.
امریکايي چارواکي په پرله پسې ډول د خپلو ځانګړو ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د وژنې تورونه ردوي او دا هم نه مني چې د نرخ په ولسوالۍ کې یې پر شکنجې سترګې پټې کړي دي.
د رایټرز خبري اژانس ته د ناټو یوه ویاند ویلي چې دوی په دې باب ګڼې څيړنې کړي خو د پام وړ شواهد یې نه دې موندلي خو زیاتوي چې له افغان حکومت سره پر دې موضوع همکارۍ ته چمتو دي.