احمد ضیاء رحیمزی
اوس دا خبره له چا پټه نه ده چې زموږ د هېواد په روانه کور ورانوونکې جګړه کې د سیمې او نړۍ هېوادونه او مافیایي کړۍ په بېلا بېلو کچو ښکېل دي؛ دغه ښکېلتیا کله ناکله دومره څرګنده او بربنډه وي چې هر لیدونکی په هماغه لومړي نظر هم پرې پوهېږي.
د نورو ګڼو هېوادونو او ځواکونو تر څنګ په افغان کشاله کې د پاکستان او هند رقابت ډېر څرګند دی چې کله ناکه خطرناکه بڼه هم خپلوي او د دې خطرناک رقابت او ښکېلتیا په لاپیاوړي کولو او هغې ته په لمن وهلو کې په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو او هېوادونو لاسوهنه هم ډېره څرګنده او ملموسه ده.
په دې وروستیو کې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستل کېدو په اړه د افغان دولت او امریکایانو تر منځ اختلافونه او ناندرۍ روانې دي؛ داسې بریښي چې امریکایان غواړي دواړو لوریو (طالبانو او افغان دولت)ته د خپلو ګټو او موخو د ترلاسه کولو لپاره، په منافقت سره جلا جلا امتیازات ومني، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي جيمز ډوبينز د چنګاښ په ٦مه، د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رانجن متاى سره تر ليدنې وروسته خبريالانو ته وویل چې د پاکستان او هندوستان د اړيکو ښه کېدل به د افغانستان پر حالاتو مثبته اغېزه وکړي.
جیمز دوبینز چې تر نوي ډېلې وړاندې یې قطر، افغانستان او پاکستان ته هم سفرونه درلودل، پداسې حال کې دا ډول څرګندونې کړې دي چې هند، په قطر کې د افغان طالبانو لپاره د یوه سیاسي دفتر په پرانیستل کېدو خپله اندېښنه څرګنده کړه او د کابل د چارواکو په څېر یې همدا خبره زمزمه کوله چې د افغان سولې پروسې خبرې اترې باید په خپله د افغانانو په مشرتابه ترسره شي، چې څرګنده معنا یې همدا وه چې دلته باید د پاکستان په څېر د سیمي او نړۍ هېوادونو لاسوهنې بندې شي.
دا مفهوم او معنا لدې هم ښه درک کېدای شي چې قطر ته د جیمزډوبینز تر سفر لږ څه وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د قطر په پروسه کې د خپلې ونډې په څرګندولو سره ویلي وو چې دوی په قطر کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړې ده.
تر دې وروسته بیا د پاکستان نوي صدراعظم نواز شریف له ولسمشر کرزي سره د ټلیفوني خبرو اترو په ترڅ کې پداسې حال کې چې افغان سولې بهیر په اړه خبرې اترې کړې وې، ولسمشر کرزي ته له اسلام آباد څخه د لیدنې رسمي بلنه هم ورکړه.
دا په داسې حال کې چې اټکل کېده د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف به د تېرې اونۍ یا روانې هغو په اوږدو کې د هغه رسمي بلنې څخه وروسته چې ولسمشر کرزي د پاکستان په ټاکنو کې د نوموړي تر بریالیتوب وروسته، هغه ته ورکړې وه، کابل ته راځي.
د رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي چې نواز شریف له ولسمشر حامدکرزي سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي دي چې د سولې بهیر او نورو ډيرو خبرو په اړه غوره ده چې ولسمشر کرزی اسلام آباد ته راشي.
اوس تر دې وروسته چې پاکستان یو ځل بیا دافغان سولې پروسې او د قطر دفتر په اړه خپله دلچسپي څرګنده کړي او دا هم څرګنده ده چې هند په سیمه کې د پاکستان د اصلي او پخواني داسې یوه رقیب په توګه چې دواړو هېوادو د افغانستان د تېرو دریولسیزو پېښو او جریاناتو کې هم خپل رقابت او دښمني په څرګنده پاللې، د افغانستان په چاروکې د پاکستان د ونډې څخه اندېښنه لري، دا سې ښکاري چې هند به هم پدې اړه آرامه نه کېني او دا موضوع د هندي چارواکو له څرګندونو هم په ډاګه ښکاري.
که څه هم ښاغلی جيمز ډوبينز په نوي ډېلې کې د خپلو وروستیو څرګندونو په ترڅ کې د افغان کشالې دحل په موخه د هند او پاکستان د اړیکو د ښو کولو خبره مطرح کړې ده، خو څرګنده ده چې نه د پاکستان او هند اړېکې په دومره ساده ګې او یوازې د امریکا د یوه ډېپلومات په غوښتنه خپل عادي حالت ته بېرته راګرځېدای شي او نه هم د افغانستان په اړه د دواړو هېوادو رقابت او دښمني په دومره آسانۍ ختمېدای شي.
کله چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی جيمز ډوبينز د افغانستان په دې حساسو شرایطو کې ترقطر، افغانستان او پاکستان وروسته نوی ډېلې ته سفر کوي او هلته بیا د رسنیو درپوټ له مخې د افغان سولې د پرمختګونو په اړه هندي چارواکیو ته معلومات ورکوي او بیا داخبره هم کوي چې د هند اوپاکستان د اړیکو ښه کېدل دافغان سولې لپاره ګټور دي، په ښکاره دا معنا ورکوي چې امریکا دتل په شان غواړي د افغان لانجې په اړه د هند او پاکستان تر منځ د رقابت اودښمنۍ فضا نوره هم زیاته او پراخه کړي، چې دا بیا په طبیعي ډول دافغانستان لانجه ستونزمنه کوي او د کړکېچ فضا نوره هم پراخوي.
هند ته د جيمز ډوبينز د سفر په څنډه کې داخبره هم مطرح شوه چې هند باید د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې خپل رول ولوبوي او دامریکایي چارواکو په وینا د نړۍ د تر ټولو سترې ډیموکراسۍ په توګه دې د ټول ټاکنو د ترسره کولو لپاره له افغان حکومت سره مرسته اوهمکاري وکړي.
دا او دې ورته څرګندونې چې د افغان کشالې په اړه د هند اوپاکستان د ونډې په اړه د امریکا منافقانه دریځ څرګندوي، تر دې وړاندې هم ډېری تکرار شوې دي او افغانانو د خپل ژوند په وروستیو څو کلونو کې داهم وکتل چې هرکله دلته د پاکستان لوري ته تمایل زیات شوی، هند غبرګون ښودلی او که کله هم دهند لوري ته پله درنه شوې، نو پاکستان بیا خپل دومره سخت غبرګون ښودلی چې د ګڼو افغانانو په مرګ ژوبله تمام شوی دی.
پدې وروستیو کې چې یوې خواته په قطر کې د طالبانو لپاره دپرانیستل شوي دفتر په اړه بېلابېل غبرګونونه او دریځونه مخې ته راغلې دي، د امریکا له خوا په لوړه ډيپلوماټېکه کچه داسې پارونکي ګامونه پورته کول، په یقین چې نه د افغان کشالې حل سره کومه مرسته کولای شي او نه هم د هند اوپاکستان د کلونو کلونو دښمنۍ په دومره سادهګۍ ختمولای شي.
یوازې د تېرې اونۍ په اوږدو کې په کابل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ، دفاع وزارت او په کابل کې د امریکا د استخباراتي ادارې (سې، آی، اې) پر مرکز د ځانمرګیو بریدګرو د یوې ډلې یرغل او د څو پرله پسې ساعتونو لپاره د ولسمشرۍ ماڼۍ په دروازه کې د مخامخ جګړې ترسره کولو باید ډېرو ته دا ثابته کړې وې، چې زمونږ ګاونډیان او د سیمي لیری او نژدې هېوادونه زمونږ د مخالفینو په تجهیزولو او هغوی ته د پروګرام په ورکولو کې څومره لوی لاس لري چې آن د نړۍد لس ګونو هېوادو او ناټو غوندې پیاوړي پوځي تړون د غړیو هېوادو د جاسوسۍ او کشف ادارې هم له خپل شتون سره سره د هغې په شنډولو او یا له هغې څخه د مخنیوي په اړه عاجزې دي، نو چې داسې وي، بیا طبیعي ده چې د دې ډول ګاونډیو لمسونه او هغوی ته د مداخلې د بهاني د په لاس ورکولو ګټه شاید کم چاته ورسېږي، خو دا هم بیا څرګنده ده چې نېغ په نېغه زیان یې افغان ولس اودغه جګړه ځپلي هېواد ته رسېږي، چې کلونه کلونه کېږي د جګړې په اور کې سوزي او نه په خپل منځ کې دجوړښت اوسولې کوم ابتکار لري او نه یې د سیمي، ګاونډ او آن نړۍ هېوادونه پرېږدي چې سره جوړ او یوې دوامداره سولې ته ورسېږي.
له حق اوونيزې څخه په مننې