احمد ضياء رحیمزی
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ د سلواغې په لسمه نېټه خپلو وګړو ته اعلان وکړ چې د افغانستان ټولې سیمې نا امنه ديٍ او د دې هېواد هېڅ ځای هم د دوی د سفر لپاره لازم خوندیتوب نه لري.
همدا راز د سلواغې په ۱۳مه نېټه رسنیو د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت له خولې هم ورته اعلان خپور کړ چې د هغې له مخې افغانستان د کاناډایي اتباعو لپاره هم نا امنه هېواد ګڼل شوی دی.
د امریکا او کاناډا د بهرنیو چارو وزارتونو دغه ډول اعلامیې په داسې حال کې خپرېږي چې یوې خوا ته امریکا او د ناټو تړون غړي هېوادونه غواړي په افغانستان کې تر خپل یوولس کلن پوځيٍ شتون وروسته، د ۲۰۱۴ زېږدیزکال په را رسېدو سره، زیات شمېر پوځیان له افغانستان څخه بهر او امنیتي مسؤولیتونه افغان لوري ته وسپاري، له بله اړخه په افغانستان کې د امریکا او ناټو پوځونو ګډ قوماندان جنرال جان آلن هم اعلان کړی چې اوسمهال افغان ملي پوځ پیاوړی شوی او کولای شي د خپل هېواد امنیت په خپله ټېنګ کړي.
اساسي پوښتنه دا ده چې د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي تړون د لاسلیک په موخه د خبرو اترو د دریم پړاو د پیل په درشل کې دا ډول څرګندونې او اعلامیې خپرول څه معنا لري او د کومو موخو تر لاسه کولو لپاره ترسره کېږي؟
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان هېڅ برخه هم باید له تاوتریخوالي خالي ونه ګڼو، د امریکا او نورو لوېدېزونو هېوادو وګړي هر وخت څه په هدفي او څه هم په تصادفي بڼه په نښه کېدای شي او ټېنګار لري چې په افغانستان کې دولت ضد وګړي لکه القاعده او طالبان لا اوس هم فعال دي او تر ټولو په زړه پورې یې لا دا چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، افغان ځواکونه د افغان او بهرنیو وګړو د امنیت په خونديتوب کې له خورا محدودې وړتیا برخمن دي.
د امریکا او کاناډا د بهرنیو چارو وزارتونو له خوا یادې اعلامیې داسې مهال خپرېږي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن له اسوشیټید پرېس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې افغان امنیتي ځواکونه تر توقع وړاندې پیاوړي شوي او دې ته به چمتو وي چې په را روان پسرلي کې چې نړېوال جګړه ییز ځواکونه د جګړې له لومړۍ کرښې په شا کیږي، د جګړې مشري پر غاړه واخلي.
که د امریکا او کاناډا د بهرنیو چارو وزارتونو له خوا خپرې شوې اعلامیې، په افغانستان کې د امریکایي او ناټو پوځیانو د عمومي قوماندان جنرال جان الن له څرګندونو سره پرتله کړو نو په طبیعي ډول، دا پوښتنه پیدا کېږي چې له دې دواړو کوم یو سم او رېښتیا دی او د منلو وړ؟
دې ته په پام سره چې په افغانستان کې تر دې دمه سلګونه زره بهرني سرتېري شتون لري، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا ډول څرګندونې که سمې او پر ځای وګنو لنډه معنا به یې دا وي چې امریکا او ملاتړو یې په تېره یوه لسیزه کې دلته د امنیت د ټېنګښت پرځای، څه نورې دندې ترسره کولې او که نه یوولس کاله په یوه وړوکي هېواد کې چې ځمکه، هوا، سوداګریز بندرونه او هوایي ډګرونه یې ټول د دوی په ولکه کې وي، ولي امنیت په هغه حد کې نه دی ټېنګ شوی چې اوس یي د بهرنیو چارو وزارت خپل وګړي له نا امنۍ ویروي او په افغانستان کې یې ګرځېدو را ګرځېدو ته نه پرېږدي.
څرګنده ده چې که چېرې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له شتون سره سره، دغه هېواد بهرنیو وګړو ته خوندي او مصؤون نه وي، نو په داسې حال کې چې د امریکا او ناټو عړي هېوادونه له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو په ایستلو لګیا دي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته به د دې هېواد وضعیت څه ډول وي؟
په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴ کال په را نژدې کېدو سره بهرني ځواکونه غواړي په افغانستان کې خپل حضور تر ډېره بریده را ټېټ او له جګړه ییز حالت څخه یوازې د روزونکو رول ته ځان را وکاږي، د امریکا او کاناډا د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا د دې ډول اعلامیو خپرېدل کېدای شي په دې موخه وي چې تر ۲۰۱۴ وروسته پدې هېواد کې د امریکا او ناټو هېوادونو د یو شمېر پوځیانو شتون او د هغوی قضایي خوندیتوب توجیه کړي او په دې توګه هغه کلک مخالفت تر یوې اندازې را کم کړي چې تر ۲۰۱۴ وروسته د پاتې کېدونکو سرتېرو، د هغوی د پوځي اډو او قضایي خوندیتوب په اړه په عامه ذهنیتونو کې شتون لري.
دا هم د پاملرنې وړ ده چې افغانستان غواړي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته، په ډېرو برخو کې د بهرنیانو له شتون پرته په خپلواکه توګه حرکت پیل او خپلې چارې په خپله پر مخ بوزي، د افغانستان د نا امنۍ په اړه له مبالغې ډک رپوټونه خپرول، ښایې د یوې تبلیغاتي فضا د جوړولو لپاره د یوې نړیوالې سترې دسیسې لومړني ګامونه وي چې وروسته به یې ښایي نور ابعاد هم روښانه شي.
هغه ظلمونه او نا رواوې چې په تېرو یوولسو کلونو کې په افغانستان کې امریکایي او نورو لوېدیز والو سرتېرو له ترهګرۍ سره د جګړې په نامه له عام ولس سره کړي دي، په طبیعي ډول داسې یو غبرګون را برسېره کولای شي چې په پایله کې به یي هر امریکایی او لوېدیزوال د افغانستان په هر ګوټ کې ځان نا مصؤونه احساسوي او خپل امنیت به په خطر کې ګوري.
که څه هم دا لا نه ده څرګنده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ډول اعلامیه، یوازې د بهرنیو چارو نظر دی او که په ټوله کې د سپینې ماڼۍ او امریکایي نظام، خو داسې ښکاري چې دا ډول اعلامیې تر ډېره د افغان ولس د باور روحیې له منځه وړلو او تر ۲۰۱۴ وروسته د خپلو یو شمېر پوځیانو او پوځي اډو لپاره د زمینې برابرولو لپاره ترسره کېږي او خاص منطقي او عقلاني بنسټ نه لري.
له حق اوونیزې څخه په مننې