سیدالرحمان عمران
په وروستیو کې ولسمشر کرزی د امریکایی ولسمشر باراک اوباما په بلنه واشنګټن ته سفر کړی چې د خبرو اصلی ټکی یې د امنیتي تړون پرسر خبرې ښودل شویدي، زه دلته له نورو تشریحاتو تیریږم، دلیکنې اصلي موضوع ته را ځم.
نن ورځ د هیواد د بیلابیلو تلویزیونونو، رادیوګانو او نورو ټولیزو رسنیو له لارې د هیواد ډیري شنونکو پدې اړه خبرې کوي ، دایمي اډې د هیواد او ملت په ګټه بولي او د خپل دلیل په توګه هغه هیوادونه یادوي چې لا له پخوا پکې دایمي اډی شتون لري وایی نوموړو هیوادونو ته یې پراخ مثبت نتایج ورکړي مونږ دی ښاغلیو شنونکو ته وایو چې لومړی باید افغانستان له همدغو ذکر شویو هیوادونو سره پرتله کړو له هره اړخه یې وارزووچې آیا شرایط ، موقعیت، او نور ځانګړتیاوې یې له نوموړو هیوادونو سره ورته والی لری که څنګه؟ امریکا له هغو هیوادونو سره داسې تړونونه لاسلیک کړی چې یا خو ستونزې پکی بیخي نشته او یا هم دومره ستونزی لري چې په نشت حساب دي، له خپلو ګاونډیانو سره ستونزې نلرې او لوی قدرتونه ترې ډیر د ویرې احساس نه کوي، همدا لاملونه به وی چې په هغو هیوادونو کې یې ښایی ښې پایلې در لودلي دي، خو بیا هم په ټینګه دا دعوه کولای شوو چې نوموړو هیوادونو کې یې هم په لسګونو ستونزې ولاړې کړي چې د امریکایی پوځونو پواسطه جنسی تیري او داسی نورې پیښې یې آن تر مطبوعاتو لاره کړې. خو زمونږ هیواد له هر پلوه توپير لري، دلته نږدی څلور لسیزې جګړه شوې ، جنګونه شوي، مختلفی ډلې رامنځ ته شوي، قومي شخړې رامخې ته شوي، بهرنیو استخباراتي کړیو پکې په هر نامه بیلابیلې ډلې جوړې کړي، د هیواد د معارف اوپوهنې مخی یې ډب کړې، خلک یې د جهالت په تورو تروږمیو کې اوسیدلي، د زده کړیالو شمیر پکې د نړی په کچه په ډيره ټيټه سطحه کې پاتې شوی له بلې خوا د هیواد جغرافیایی موقعیت یې له ډيرو هیوادونو سره توپیرلری، همدا حساس جغرافیایی موقعیت یې دی چې د تاریخ په اوږدو کې بیلابیلو امپراطوریو پرې یرغل کړی، ددې طلایی مرغه د نیولو هڅه یې کړې، ددې هیواد نیول یې د ټولې آسیا د لاندې کولو کیلې ګڼلې، دا او دیته ورته لسګونې نورې ستونزې دي چي مونږ دیته هڅوی له دایمی اډو سره مخالفت وکړو او داسې تړونونو د هیواد او ولس په تاوان و بولو ، د موضوع د لاښه وضاحت لپاره په لاندې ډول د دې تړونونه زیانونه له بیلابیلو خواوو ارزوو او واک تاسو ته در کوو چې تاسو یې خپله په اړه فکر وکړﺉ چې آیا اډې په ګټه دي که څنګه؟
له اسلامی اړخه:
له اسلامی اړخه په اسلامی هیوادونو کې کفري اډې په هیڅ ډول نشي توجیه کیدای، پدې اړه په کابل کې سلګونو عالمانو یوه اعلامیه خپره کړه چې دا موضوع یې د قرآن او احادیثو په رڼا کې په تفصیل څیړلې، فتوی د بیلابیلو رسنیو له لوری خپره شوې له همدې امله یې له تشریح څخه تیریږو.
استخباراتي اغیزې:
که امریکا یا بل هر پردی په هیواد کې دایمي اډي ولري، کولای شي لدې لارې په ډيرې اسانی د هیواد استخباراتی معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي، چې پدې صورت کې په ټوله د هیواد نظام له لاندې ننګونو سره مخامخ کولای شي:
۱ – ښایي دا معلومات بهر ته ووزي چې په ترڅ کې کیدلای شي د حکومت اړیکې له ډيرو هیوادونو سره ترینګلې کړي چې دا ترینګلي اړیکې په خپل وار حکومت او ولس باندې ژورې اغیزې پریښودلی شي. د ویکیلیکس له لارې د هیواد استخباراتی او نورو مهمو اسنادو افشا یې یوه ښکاره بیلګه ده.
۲ – ښایي لدې لارې هغوی د خطر په صورت کې په هیواد کې د حکومت مخالفین غښتلې کړي، ویی هڅوي او د نظام پر ضد یې را پاڅوي او یا هم لکه د روسی پلوه رژیمونو حکمرانان د وژلو او نسکورولو پالیسي پرمخ یوسي.
۳ – ښایي د هیواد خورا مهم او ارزښتمن پلانونه له ننګونو سره مخامخ کړې چې له تطبیق مخکي شنډ شي.
ټولنیزې اغیزې:
دا چاره په ټولنه کې خورا بدې او ناوړه اغیزې پریښودلی شي چې ځینو ته یې په لاندې ډول اشاره کولای شوو:
۱ – د ټولنې ویشنه:
د تاریخ په اوږدوکی تل پردي مخصوصا اشغال ګرو ځواکونو د خپلو ګټو د تامین لپاره په هیوادونو کې ولسونه سره ویشلی او یا یې هم په یوه ډول دې چارې ته لاره برابره کړې، نو افغانستان له بیلابیلو قومونو جوړ یو هیواد دی ښايي امریکایان لدې لارې چې لا له پخوا پکې قومي ستونزې څه نا څه شتون لري یوه قوم ته د امتیاز ورکولو او نورو لارو په هیواد کې قومي شخړو ته لمنه ووهي چې په ترڅ کې خدای مه کړه د هیواد په تجزیې پای ته ورسیږي.
۲ – ټولنیزه ګډوډي:
امریکایان کولای شي له بیلابیلو لارو په هیواد کې ټولنیزه ګډوډي را منځ ته کړي د مثال په توګه : د هیواد په ځینو هغو سیمو کې چې ډیر معدني مواد لري، خلک دیته و هڅوي چې دا مواد د هغوی په سیمه کې دی نو د هیواد د نورو وګړو په پرتله باید ډیره ګټه هغوی ته ورسیږي لدې لارې کولای شي خپلو مختلفو موخو ته د رسیدو لپاره ترینه ګټه واخلي. لکه اوس مهال چې په بلوچستان کی عملاْ دا چاره روانه ده چې د پاکستان حکومت لپاره یې لوی ستر خوږی جوړ کړیدی. ډیرې نورې لارې هم شته چې هغوی کولای شي د خطر په صورت کې هیواد کې ټولنیز اخ و ډب رامنځ ته کړي.
اقتصادې اغیزې:
ددې تړون تر ټولوستره او ارزښتمنه برخه دا ښودل کیږي چې ګني لدې تړون سره به د هیواد اقتصاد پیاوړی شي، له نورې نړی سره به یې اقتصادي اړیکې و غوړیږي، او ډير نور اقتصادي فرصتونه به رامنځ ته شي، مونږ هم دا خبره منو چې د نړی له یوه ستر اقتصادی هیواد سره اړیکه در لودل طبیعی ده چې اقتصاد خورا ښه اغیزه در لودلای شي، او دا تړون څه نه څه اقتصادي ګټې لري خو ددې اقتصادي ګټو په پرتله هیواد ته نورې پراخې اقتصادي ستونزې زیږولی شي چې په لاندې ډول په لنډو ور باندې بحث کوو:
۱ – ښايي ځینی هغه هیوادونه چې له امریکا سره ستونزې او یا هم نړیوال رقابتونه لري و نه غواړي له افغانستان سره خپلو اقتصادي اړیکو ته پراختیا ورکړی او آن داسې هڅه به وکړی چې د هیواد د اقتصادی پرمختګ پر وړاندې لا نور خنډونه را ولاړ کړي چې لدې لارې کولای شي هیواد ته د اقتصادی ستونزو تر څنګ نورې ډیرې ستونزې هم وزیږوی چې اوس مهال چین او روسیه د داسې هیوادونو له ډلې نومولی شو. هغوی به دا هڅې ځکه کوي چې په یوه ډول امریکا تر فشار لاندې ونیسي چې بیه به یې زمونږ ولس پرې کوي.
۲ – د هیواد ذخایرو ته لاسرسی: لکه چې ټول پوهیږو اوس مهال دهیواد تر ټولو ستره اقتصادي سرچینه د هیواد ذخایر او معدنونه دي. امریکاییان کولای شي په هیواد کې د خپل پراخ حضور له لارې په یوه ډول پدې ذخایرو سینه وا چوي او هیواد ته دومره څه ترې ورکړي چې په هیڅ و نه ارزی . یاني ډیره ګټه ترې خپل هیواد ته يوسي چې پدې ډول هم کولای شي د هیواد اقتصادی نظام چټک پرمختګ ته پرینږدی ، له بلی خوا ځینی هغه هیوادونه چې په سیمه کې د امریکا له اډو سره مخالف دي ونه غواړي د هیواد معدني مواد و پیرې چې لدې لارې هم ولس او نظام له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کولای شي.
۳ – د تولیداتو او صادراتو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کول: هغه هیوادونه په ځانګړی ډول ګاونډیان چې د امریکا له دایمی اډو سره په سیمه کې مخالف دې ددې لپاره چې امریکایان تر فشار لاندې ونیسي نو افغانانو ته د صادراتو او وارداتو له لارې پراخ خنډونه جوړ کړي، دا ډول کارونه مو په تیرو لس کلونو کې ډیر تجربه کړیدي لکه کال مخکې د ایران له خوا دافغان سوداګرو دتیلو د موټرو درول چې په ترڅ کې یې د غذایی موادو په ګډون د ډيرو نورو سامان آلاتو او ضروري موادو بیې لوړې شوې.
۴ – ځیني هیوادونه په خاص ډول ګاونډي هغه به په ټکټونو، ویزو، تحصیلی او سوداګریزې راکړې ور کړې په لاره کې خنډونه را ولاړ کړی او یا به یې هم بیې دومره لوړې کړې چې ولس ته به یې برداشت ستونزمن شي لدې لارې هم ولس ته پراخ اقتصادی ستونزې ولاړیدلای شي. پدې ډول ښایی په لسګونو نور ډول ډول اقتصادی ستونزې هم را ولاړې شي نو له یوې خوا که د تړون اقتصادي ګټو ته فکر کوي دیته هم باید فکر وکړو چې په پورته ډول پراخې ستونزې هم زیږولای شي.
امنیتي ستونزې:
له بلی خوا د دایمی اډو پلویان بل دا استدلال کوي چې لدې سره به د هیواد اوږد مهالي امنیت ته ډیره ګټه ورسیږي، مخالفین او ګاونډي هیوادونه به پدې پوه شي چې افغانستان اوس يواځي نه دی د امریکا په څیر له هره اړخه پیاوړی حکومت یې تر شا ولاړ دی.
مونږ منو چې ګاونډیانو په هیواد کې پراخې لاسوهنې کړی، د افغانستان دخیر ښيګڼې هره هڅه یې ننګولې، ستونزې او مشکلات یې جوړ کړي ، په هیواد کې یې د یوه پياوړي او غښتلي نظام د جوړیدو مخنیوی کړی، ددې موخې لپاره یې مختلفې ډلې روزلې ، د هیواد پر وړاندې یې جنګولي ، او د هیواد د ورانې او بدبختی هر کوشش سره یې مرسته کړې، دا هغه حقیقتونه دي چې له هیچا پټ ندي، ددې ولس واړه او غټ پدې خبرو پوهیږی پدی اړه معلومات لری، او لدې هیوادونو نه کرکه او نفرت کوي.
خو مونږ لکه چې له پخوا ویلی او پدې مو ترکیز کړی چې د هیواد اوږد مهالی امنیت د بهرنیو کفرې هیوادونو په دایمي اډو نشي ډاډمنیدلای ، د هیواد تلپاتې ثبات د پردیو په مټ نشي ساتل کیدلای بلکه ددې لپاره بایدکورني ځواکونه و روزل شي، داخلی ادارې پیاوړي شي، په امنیتي ارګانونو باندې کار وشي ، پراخه سرمایه ګذاری پري وشي، له هره اړخه د یوه منظم ، پیاوړي او غښتلی اردو لپاره هڅي چټکی شي، او په څنګ کې یې یو داسې مسؤوله اداره را مخی ته شي چې ملت ته ځواب ویونکی وي، د ولس خادم وي، د ملت غوښتنو ته ځواب ووایی او له هر اړخه له هر ډول فساد سره مبارزه وکړي. لدې لارو د هیواد اوږد مهالی ثبات ډاډمنیدلای شي. اوس په لاندې ډول هغو امنیتی ستونزو ته ګوته نیسو چې د امریکا دایمي اډو په پایله کې رامخی ته کیدلای شي:
۱ – د جنګ انګیزه : لدی لارې په ډيرې اسانې سره خلکو ته د جنګ انګیزه ورکول کیدلای شي، ښايي مغرض او د هیواد نور دښمنان لدې لارې د هیواد خلک د حکومت پرضد پاڅوي، وسله ورکړي، پیسې او نور امکانات ورته برابر کړی او په پایله کې یې هیواد د یو بل ستر ناورین پر لوری بوزي.
۲ – بهرنیو هیوادونو ته د لاسوهنې فرصتونه: لکه څنګه چې ټول پوهیږو د نړی ډير هیوادونه په ځانګړي ډول ګاونډیان په سیمه کې د امریکا له دایمی اډو سره مخالف دي، ترې ویریږي، د خپل ملی امنیت او تمامیت لپاره یې خطر ګڼي، خپلې ګټې لدې لارې په زیان کې ویني، نو ددې لپاره به هغوی له هر ممکنه هڅې ګټه واخلي، د هیواد په داخلي چارو کې به له مختلفو لارو لاسوهنه کوي، د نظام پر ضد به ستونزې ولاړوي، لدې لارې کولای شي د هیواد امنیت ته پراخ جدی ګواښونه رامنځ ته کړي.
۳ – بهرنیو استخباراتي کړیو ته د نفوذ زمینه برابرول: بله بده اغیزه به یې دا وي چې د بیلابیلو هیوادونو استخباراتي کړی به متحرک شي، په هیواد کې به له مختلفو لارو نفوذ وکړی، داخلی ستونزو ته به لمنه وهي، د وژنو او ترور لړۍ به دوام وکړي، پدې توګه به دلته د نړی د استخباراتي کړیو پراخ نفوذ ته زمینه برابره شي. چې پای دا موضوع هم لوی امنیتی سرخوږی پیدا کولای شي.
۴ – د مخالفینو روزنه او تقویه کول: ډیري هیوادونه به هڅه وکړي د هیواد مخالفینو ته په خپلو هیوادونو کې ځای ورکړي، امکانات ورته برابر کړي او د نظام پر ضد یې وجنګوي چې دا چاره هم له هره اړخه پراخې امنیتی ستونزې زیږو لای شي.
۵ – د بانفوذو او متنفذو او نورو لوړ پوړو مشرانو د وژنې لړي: لدی لارې به په هیواد کې د سیاسې ، اجتماعی او نورو مهمو شخصیتونو د وژنو او ترور لړی دوام وکړي، مختلفې استخباراتي کړی به هڅه وکړي چې لدې لارې د هیواد ثبات تر پوښتنې لاندې راولي، د دایمي اډو ناکامي ثابته کړي او په یوه ډول خلک د لانورو بې امنیتې په لوري و هڅوي.
۶ – له نورو لارو امنیتي ستونزې جوړول: نورې ډيرې لارې هم شته چې د هیواد دښمنان کولای شي ددې دایمي اډو له پلمې نه په ګټې اخیستو د هیواد بی ثباتی ته لارې جوړې کړې لکه : خلکو ته ووایې چې تاسو یو غلام ولس یاستی، په پردیو ځان ساتي، دا ستاسو د دین او مذهب دښمنان دي د دوی پرضد پاڅی، وسله را واخلی، او امنیتې ستونزې را ولاړې کړﺉ.
۷ – د دولت مهمو پوستونو اونورو ارګانونو ته نفوذ: مرور هیوادونه به هڅه وکړی چې د حکومت د مختلفو پوستونو چارواکي له مختلفو لارو په پیسو او یا هم نوروامتیازاتو راضي کړي او د خپلو ګټو د تامین په لاره کې ترې ګټه واخلي او په یوه ډول یې د هیواد او خلکو پر ضد استعمال کړي، دا چاره هم ښايي خلک بالآخره دیته و هڅوي له نظام نه خوا بدي شي او امنیتی ستونزې را ولاړې کړي، د تاریخ په اوږدو کې په ځانګړی ډول ز مونږ په هیواد کې دا او دیته ورته نورې ډیرې چارې تل د پردیو پواسطه پر مخ وړل شوي او دهیواد د ګډوډی لپاره یې ترې ګټه اخیستې.