راپور : عبدالرزاق حبیبي
لکه څه ډول چي انتظار یې کېده ، په بروکسل کې د امریکا په مینځګړیتوب د افغانستان او پاکستان ګډه غونډه پرته له کومې لاس ته راوړنې او نتیجې پای ته ورسیده، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې د بریتانیا په منځګړیتوب په لندن کې هم همداسې یوه درې اړخیزه ناسته ترسره شوې وه چې د افغان کشالې له حل سره یې د مرستې پرځای د افغانستان او پاکستان اړېکې نورې هم لا پسې خړې پړې کړي.
په وروستيو څو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د يو شمېر سيمه یيزو ستونزو له لامله د دواړو هېوادونو اړيکې خرابې شوي دي، افغان حکومت هر ځل پاکستانی لورې په دې ملامتوي، چې د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي، او هغوی ته یې په خپله خاوره کې پټن ځايونه برابر کړې دي ، همدا ډول له تېرو دوو کلونو راهيسې د پاکستان لخوا د افغانستان پر خاوره راکټي بريدونه ترسره کول هغه ستره ستونزه وه او ده، چې افغانستان يې په اړه آن ملګرو ملتونو ته هم شکايت وکړ، خو متاسفانه د ملګرو ملتونو لخوا هم دا ستونزه حل نه شوه او وخت په وخت د افغانستان او پاکستان ترمنځ تند او ترخه غبرګونونه سره تبادله کېږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د ترکيې اوبرتانيې په منځګړيتوب څو ناستې ترسره شوې، په يادو ناستو کې د افغانستان او پاکستان له لوري، په ګڼو موضوعاتو توافق وشو، خو د وخت په تېرېدو سره د پاکستاني لوري څخه په دغه تړونونو کوم عمل ترسره نه شو.
د ډېورنډ کرښه يوه له هغو سترو ستونزو څخه ده، چې همېشه د پاکستان او افغانستان ترمنځ پرې شخړه رامنځ ته شوې ده، د پاکستان د پخواني ولسمشر پروېز مشرف پرمهال د هغه د حکومت لخوا په رسنيو کې د ډېورنډ پر کرښه د اغزې لرونکي سيم د لګولو وړانديز وشو، خو د افغانستان حکومت د کلک مخالفت له امله د پاکستان حکومت له ياد پلان څخه تېر شو.
په دې وروستيو کې یوځل بیا د افغانستان اوپاکستان ترمنځ اړیکې خرابې شوې دي،افغان حکومت تور لګوي چې پاکستان غواړي د افغان سولې په پروسه کې د خپلې ونډې د ترسره کولو په بدل کې ، افغان حکومت دې ته اړباسې چې له هند سره خپلې اړېکې او راکړه ورکړه راکمه کړي ، په داسې حال کې چې د سولې د پروسې په اړه د پاکستان د ونډې پر سر په کابل کې ناندرۍ روانې وې،رسنیو رپوټ ورکړ چې پاکستاني ځواکونو د ننګرهار ولايت د ګوشتې په ولسوالۍ کې دروازې درولې دي.
د لندن او ترکيې له منځګړيتوب وروسته اوس د امريکا په منځګړيتوب د بلجيم اروپایي هېواد په پلازمېنه بروکسل کې د پاکستان او افغانستان د مشرانو ترمنځ غونډه راوبلل شوه، تر څود دې دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره خپل رول ولوبوي، د همدې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيری، د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د پاکستان د پوځ مشر اشفاق کياني بروکسل ته لاړل خو داچې ددې نوې درې اړخیزې ناستې لاس ته راوړنې او پایلې څه دي پدې اړه د چارو کار پوهان بېلابېل نظرونه لري.
مژده : امريکا له پاکستان سره په ګډه غواړي يوځل بيا افغانستان تېرباسي
دا چې د امریکا په منځګړيتوب به دغه ناسته به په اوږد مهال کې د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې کړي او کنه؟ د سياسي چارو کارپوه او د بست باستان خبري آژانس مسئول ښاغلی وحيد مژده وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تېرو مذاکراتو او خبرو اترو ته په کتو سره داسې نه ښکاري، چې ګني دا ناسته دې د افغانستان لپاره کوم ښه خبر ولري، او داسې ښکاري، چې امريکا له پاکستان سره په ګډه غواړي يوځل بيا افغانستان تېرباسي.
وحید مژده وايي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر ټولو ستره ستونزه د سرحد په سر ده، خو افغانستان ددې پر ځای چې ستونزه له امريکا سره هواري کړي، له پاکستاني لوري څخه د مشکل د حل غوښتنه کوي، ښاغلی مژده زیاتوي “پاکستان د افغانستان خاوره اشغال کړې ده او هغه نظامي اډه چې پاکستاني ځواکونه په کې اوس اوسېږي د امریکايانو لخوا دغو ځواکونو ته سپارل شوې دي ، نو امريکايي ځواکونه خو د پاکستان په خاوره کې نه بلکې د افغانستان په خاوره کې اوسېدل او اوس چې له يادې نظامي اډې څخه ووتل نو هغه يې پاکستاني ځواکونو ته وسپارله، نو د افغانستان خاوره ِيې هغوی ته تسليم کړه ځکه نو لومړی بايد د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيزې خبرې شوې وای، چې دا کار څنګه ترسره شو؟ او بیا وروسته له پاکستاني اړخ سره خبرې وشي، خو پاکستان هلته مذاکرات کوي او بيا وايي، چې مونږ غواړو له تاسو سره د سولې په اړه مذاکرات ترسره کړو او هغه خاوره چې مونږ لاندې کړې ده هغه زمونږ ده، چې دا کار ماته يوه توطيه ښکاري”.
لکه څنګه چې پورته يادونه وشوه، چې افغانستان د ملګروملتونو امنيت شورا ته د پاکستاني لوري څخه شکايت وکړ، خو د امنيت شورا له لوري په دې اړه کوم اقدام ترسره نه شو، ښاغلی مژده وايي، په افغانستان کې د امنيت شورا غړي هېوادونه شتون لري نو که دوی وغواړي، کولای شي په ډېرې اسانۍ سره دغه ستونزه حل کولای شي، مګر دا هېوادونه غواړي، چې ددې ستونزې لپاره د پای ټکی کېږدي. وحید مژده هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو اصلي عاملين بهرنيان بولي او وايي، چې دا د دوی لخوا يوه جوړه شوې توطيه ده، ځکه لومړی هغوی ته د افغانستان خاوره وسپاري او بيا دواړه هېوادونه په خپلو کې خبرو لپاره کېنوي.
د ښاغلي مژده په اند ددې پر ځای چې په مختلفو هېوادونو کې او يا د مختلفو هېوادونو لخوا د افغانستان او پاکستان د کشالې د حل لپاره هڅې کېږي، یوازې يو هېواد چې امريکا ده کولی شي،ستونزه حل کړي، ځکه امریکا په افغانستان کې نظامي حضور او په پاکستان کې قوي نفوذ لري، د ښاغلي مژده په وينا، چې تر څو چې په افغانستان کې قوي او ځواکمن حکومت رامنځ ته نه شي او افغانان خپل حکومت يو لاسپوڅی هېواد ونه ګڼي او داسې فکر ونه کړي، چې دا هېواد د دوی نماينده حکومت دی او همدا ډول دلته يوه ډله د حکومت په خلاف وسله وال مقاومت کوي او بله ډله واک په خپل انحصار کې وساتي نو دا حالت به همېشه د نورو هېوادونو په ګټه او افغانستان به ونه کړی شي، چې له خپلو ګټو او يا سرحدونو څخه ساتنه وکړي.
عبدالغفور لېوال: له پاکستان څخه بايد د نه مداخلې نړيوال تضمين واخستل شي
د افغانستان د سيمه ايزو مطالعاتود مرکز مشراو د سیاسي چارو شنونکی ښاغلی عبدالغفورلېوال په دې اند دی،چې د افغانستان د ستونزې حل د ډ يپلوماتيک اړخ پر ځای پوځي او استخباراتي دی د نوموړي په اند، چې پاکستان په افغانستان کې په ډېره ستره پيمانه لاسوهنه کوي، نو ددې لپاره ديپلماتيکه لاره شتون نه لري.
ښاغلی لېوال وايي د بروکسل غونډه به هغه وخت مثبته پايله ورکړې وای، چې پر پاکستان د امريکا له لورې فشار راوړل شي تر څو په افغانستان کې له له مداخلې څخه لاس واخلي اوپه دې برخه کې يو نړيوال تضمين ورکړي، چې همدا يواځينی حل د دې دواړو هېوادونو د اړيکو د رغولو لپاره ثابتېدی شي. د نوموړي په اند د افغانستان او پاکستان د اړيکو ښه کېدل د امريکا په ګټو پورې اړه نه لري، نو که چېرته د افغانستان په سوله کې د امریکا ګټه وي نو امريکا کولای شي او خامخا غواړي، چې پر پاکستان فشار راوړي.
ښاغلی لېوال زياتوي “په اصل کې دا جګړه د پاکستان او امريکا ترمنځ جګړه ده، چې په افغانستان کې روانه ده، خو لا تر اوسه معلومه نه ده، چې امریکا به ددې نا اعلان شوې جګړې لمن څومره پراخه کړي او يا به يې پر وړاندې تاب راوړي”.
افغان ولسمشر حامد کرزِ او ګڼ شمېر نورو چارواکو په څو ځله ويلي دي، چې بهرني هېوادونه افغانستان ته د خپلو ګټو لپاره راغلي دي، او هر بهرنی هېواد دلته د خپلو ګټو په لټه کې دی، اوسمهال په افغانستان کې د دوو سترو بهرنيو هېوادونو يعنې امریکا او برتانيا ځواکونه شتون لري او دلته خپلې پوځي اډې لري، ياد هېوادونه په مختلفو ځايونو او وختونو کې د خپلو ګټو پر سر له يو بل سره اختلافات هم کړي دي، او د پاکستان او افغانستان د اړيکو د خرابېدو وروسته لومړی برتانيه او دا دی اوس امريکا غواړي چې ددې دواړو هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو لپاره د درېم ګړي رول ولوبوي، د ښاغلي لېوال په اند، چې د امريکا او برتانيا د ګټو په منځ کې تضاد او ټکر يو هغه ستر لامل دی، چې د افغانستان د ستونزې د حل په پيچلي کولو کې ستر رول لوبوي. د نوموړي په اند که همدا هېوادونه په رښتيا هم د افغانستان د ستونزې د حل په لټه کې وي نو د پاکستان په ګډون سره ټول کېني او د ستونزې د هواري لپاره يوه لار ولټوي، نو د ختمېدو امکان يې شته خو که په پراګنده ډول هر يو بېلې غونډې راوبلي او بېل بېل سره کېني نو بيا يې امکان ډېر لرې او نا ممکن ښکاري.
ښاغلی لېوال هم د ښاغلي مژده سره همنظره دی او وايي، چې افغانستان بايد له دننه څخه پياوړی او له خپل ځان څخه ددفاع ځواک پيدا کړي، خو نوموړی زیاتوي، چې ددې ترڅنګ بايد افغانستان د قوي ديپلماسۍ په ساتلو سره د نړيوالو له لورې په خپلو ګاونډيو فشار راوړي او هم د افغانانو ترمنځ د ملي روحيي د قوت لپاره کار وشي. د نوموړي په اند چې دا هغه حل لارې دي، چې کولی شي په افغانستان کې د ګاونډيانو مداخله کمرنګه کړي.
عالمی بلخي: د امريکا ګټه د افغانستان په بحران کې ده
د ولسي جرګې غړي او د سياسي چارو کارپوه سيد عالمي بلخي پدې اړه وايي، چې پاکستان د امریکا ډېر پخوانی ستراتيژيک ملګری دی او په هيڅ ډول يې نه خفه کوي، ځکه هلته يې ګټې خوندي دي، مګر امریکا له افغانستان سره په اړيکو کې ستونزې ويني او اوس اوس چې کوم ستراتيژيک تړون لاسليک شوی دی، د هغې بشپړوونکی دا وروستی امنيتي تړون دی چې لا تر اوسه نه دی لاسليک شوی اما پاکستان د امريکا د لسګونو کلونو مخکينی ستراتيژيک ملګری دی او که امريکا خپلې ګټې په دې کې وويني، چې د افغانستان په پولو کې له لکه د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ همکاري وکړي نو هغوی يې خامخا ورسره کوي.
د ښاغلي بلخي په اند امريکا په افغانستان کې د جګړې دوام په خپله ګټه بولي ځکه د هغوی ګټې دلته په سوله او امن کې نشي ترلاسه کېدی نو ځکه د جنګ دوام يې د ګټو د ترلاسه کولو لپاره غوره لار ده، نو ځکه د افغانستان له بحران څخه ملاتړ کوي مګر دا داسې يو بحران دی، چې کنترول يې د دوی په لاس کې دی او هر کله چې وغواړي زیات يې کړي نو زیاتولی يې شي او چې وغواړي بحران کم کړي نو کمولای يې شي.