احمدضیاء رحیمزی
که څه هم سعودي عربستان د اسلامي نړۍ او اسلامي امت لپاره تر ټولو مقدس
او سپیڅلی ځای او د اسلامي هېوادونو لپاره د را ټولېدو او د ستونزو د حل لپاره
د مشورې د یوه ښه محور په توګه تردې دمه خپل حیثیت ساتلی، خو په تېرکې چې افغانانو د خپلو لانجمنو کورنیو ستونزو د حل په موخه دغه هېواد ته تمه ښکاره کړې ده، د بېلابېلو لاملونو له امله نه دي توانېدلي چې د هغو د حل لپاره یوه مناسبه لاره پیدا او پر مټ یې یوې معقولې پایلې ته ورسېږي.
دتلې په ۲۶ مه پخواني جهادي مشر او د سولې د عالي شورا اوسني چارواکي قاضي محمد امین وقاد له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې سعودي عربستان
اوس د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو اترو دکوربه توب اومنځګړیتوب
لپاره هغه شرط بېرته اخیستی چې ویل یې افغان طالبان باید له القاعده سره خپلې اړیکې پرې او په هر ډول ترهګریزو بریدونو کې لاس لرل رد کړي.
که څه هم په رسمي ډګرکې یوازې قاضي محمد امین وقاد ویلي دي چې سعودي
پخوا مشروطې مرستې ته ټټر وهلى و خو اوس يې ويلي دي چې دغه هېواد له خپل هغه پخواني شرط نه تير شوى دى چې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو او القاعده تر منځ یې د بيلتون کرښه راښکله؛ خو داسې ښکاري چې دغه څرګندونې په حقیقت کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د هغه لړۍ بیا پیل ته اشاره ده چې په قطر کې پخوا پیل شوې، خو د دواړو لوریو له خوا په خبرو اترو کې د لازم پرمختګ د نه رامنځته کېدو له امله بیا وروسته په ټپه ودرېدې.
دبي بي سي پښتو ویب پاڼې هم د دغه رپوټ په تړاو په دې خبرواترو کې
د پاکستان ونډې ته اشاره کړې او د افغانستان د سولې عالي شورا د چارواکو
له خولې یې لیکلي چې دغه شورا له وسله والو طالبانوسره د حکومت ترمنځ د سولې او روغې جوړې د خبرو اترو لپاره د باور د چاپيريال په جوړولو بوخته ده.
د باور د دغه فضا او چاپیریال د ایجاد لپاره افغانستان وړانديز کړى چې
سعودي عربستان او پاکستان هم بايد په دې بهير کې ښکېل شي. همدا راز تر دې وړاندې تربیون نامې پاکستاني ورځپاڼې په همدې تړاو په یوه رپوټ کې لیکلي وو چې ټاکل شوې ده د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره مېرمن حنا رباني کهر به د روان زېږدیز کال تر پای وړاندې د یوې درې اړخیزې غونډې لپاره د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته سفر وکړي.
دغه ورځپاڼې د یوه افغان ډیپلومات له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، لیکلي دي چې په نژدې راتلونکي کې به ډاکتر زلمی رسول، اسلام آباد ته سفر وکړي او هلته به یې له پاکستانې سیالې سره د خبرو اترو محوري موضوع ریاض ته د دواړو وزیرانو سفر جوړوي او په ریاض کې د سعودي عربستان چارواکي او د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران له طالبانو او د انجینر حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي له استازو سره د خپلو خبرو اترو په جریان کې ورګډ کړي.
همدارنګه د تربیون ورځپاڼې د ډیپلوماتیکو سرچینو له خولې دا هم لیکلي دي چې واشنګټن په قطر کې له طالبانو سره د خپلو خبرو اترو تر ناکامۍ وروسته، له سعودي عربستان څخه په دې اړه د مرستې غوښتنه کړې وه.
اوس چې د سولې عالي شورا هم دا تایید کړه چې سعودي عربستان د افغانستان
په جګړه کې د ښکېلو لوریو کوربه توب ته چمتووالی نیولی او آن په دې اړه یې پر افغاني طالبانو لګول شوی هغه شرط هم لیرې کړی چې باید له القاعده اونورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي، داسې ښکاري چې د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه غواړي د سعودي عربستان په راوړاندې کولوسره یو ځل بیا له وسله والو طالبانوسره د سولې لپاره خپله هغه ناکامه لړۍ پیل کړي چې تر دې وړاندې په قطر کې له کومې پایلې پرته وشلیدله.
سعودي عربستان له افغان سولې سره څومره مرسته کولای شي؟
سعودي عربستان د نړۍ د ټولو مسلمانانو لپاره د ګډو دیني ارزښتونو د محور او د
یو اسلامي هېواد په توګه د افغانستان د کشالې له لومړي سرڅخه آن په هېواد کې د کمونیستي کودتا له لومړیو هم له هغو هېوادنو څخه و چې د افغان مجاهدینو ترڅنګ ودرېد او د شوروي یرغلګرو پر وړاندې د افغانانو د جهاد په اوږدو کې
یې له مجاهدینو څخه د ملاتړ ترڅنګ د هغوی د مشرانو ترمنځ د راولاړو شویو
اختلافاتو په ترڅ کې وخت نا وخت د روغې جوړې هڅې هم کړې دي.
که څه هم سعودي عربستان یو له هغه دریو هېوادو څخه و چې پر افغانستان د طالبانود واکمنۍ په موده کې یې هغوی په رسمیت پېژندلی وو، خو پرافغانستان د امریکايي بریدونو ترپیل اوپه کابل کې د طالبانو د واکمنۍ ترختمېد ووروسته د نړۍ د ډېرو هېوادو په څېر سعودي عربستان هم په دې اړه خپله پالیسي بدله کړه.
اوس چې یوځل بیا د افغان کړکېچنې لانجې په نژدې څلورمه لسیزه کې یوځل
بیا د سعودي عربستان لپاره د ونډې ترسره کولو وړاندېز شوی، دا پوښتنه
د هر چا په ذهن کې راګرځي چې آیا د سعودي عربستان دا منځګړیتوب به
کومه پایله ولري او که نه؟ خو د پېښو یو شمېر کتونکي په دې اند دي چې د سعودي عربستان منځګړیتوب په څو خاصو دلیلونو ښایي و نه شي کولای کومه اغېزمنه پایله ولري چې په لاندې څو ټکوکې خلاصه کېږي:
• د سعودي عربستان د منځګړیتوب نوې هڅه هم د تېر په څېر یوه امریکایي پروژه ښکاري، رپوټونه وایي چې واشنګټن د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب مشرانو سره یوې قطعې پرېکړې ته ونه رسېد نو له همدې امله یې سعودي عربستان ته مخه کړه او تر څو چې امریکا او د افغان جګړې ټول ښکېل لوري افغانستان ته د سولې اوثبات د بېرته راستنولولپاره رېښتينی هوډ ونه کړي، نه سعودي عربستان او نه هم نور ملکونه څه کولای شي.
• یو شمېر څېړونکي په دې اندهم دي چې ښايي طالبان د سعودي پرځاى د قطر د خبرو اترو بهير ته ارزښت ورکړي، ځکه هلته د طالبانو دفتر پرانیستل شوی او د یو شمېر طالب مشرانو کورنۍ هم شتون لري او دا هم باید هېر نکړو چې د اسلامي نړۍ او په تېره بیا په عربي نړۍ کې د سردارۍ لپاره د سعودي عربستان او قطر ترمنځ ډېره موده کېږي چې یو ډول سوړ رقابت روان دی، قطر وکولای شول د امریکا او افغان طالبانوتر منځ د منځګړیتوب په پیل سره پدې رقابت کې تر یوه بریده خپل لومړیتوب ثابت کړي او اوس به هم په آسانۍ سره داامتیاز له لاسه ور نکړي.
• تر ټولو مهمه اندېښنه چې پدې لار کې شتون لري هغه په خپله د افغان جګړې په دخیلو لوریو کې د دې پردۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه هوډ نه شتون دی، چې قربانیان يې د افغان بې وزلي اوجګړه ځپلي ولس بچیان دي، که چېرې دا هوډ را پیدا نه شي سعودي عربستان له دې امله هم څه نه شي کولای چې له پخواني شوروي اتحاد سره د جهاد په موده کې د جهاد مشرانو آن د اسلامي نړۍ او اسلامي دین په ترټولو قدسه او سپېڅلې خونه )دکعبې په خونه( کې د ننه د خپلمنځي جګړې او خپلمنځي اختلافاتو د پای ته رسولو قسم یادکړ، خو له دې امله چې د جګړې د پای ته رسولو هوډ یې نه وو، نو کورنیو جګړو همداسې دوام وکړ تر هغې چې د هېواد په جنوب لوېدېز کې طالبان را وټوکېدل.
اوسمهال هم که چېرې د امریکا په ګډون په دغه جګړه کې ښکیل اړخونه اوپخوانۍ ډلې ټپلې، د هغې د ختمولو لپاره قوي هوډ و نه لري،د سعودي عربستان یاد منځګړیتوب چې د امریکا په غوښتنه او د پاکستان په ونډې ترسره کېدونکی دی، هیڅ ګټه ونه رسوي.
________________________________________
له حق اونیزې څخه په مننې