راپور: حضرت نبي نبي زاده
یاد کنفرانس چې د جمعیت اصلاح افغانستان د ننګرهار ولایت مسؤلینو رابللی ؤ په کې ګڼو قومي مشرانو، عالمانو، دافغانسان اسلامي ا م ارت چارواکو او په سلګونه ځوانانو ګډون کړی وو.
یاد کنفرانس د جمعیت اصلاح افغانستان د ننګرهار ولایت د مرستیال مولوي میر عباس ګوهري په پرانیستې وینا سره پیل شو.
د امریکایي اشـ. غال ماتې او راتلونکی افغانستان هغه دوه جلا موضوعات وو چې د هیواد دوه مشهورو علمي څيرو پرې ګډونوالو ته معلومات ور کړل.
د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا غړي او په ننګرهار کې د امام ابویوسف عالي دارالعلوم مدرس شیخ القرآن والحدیث محمد نعیم جلیلي په تیر شل کلن اشـ. غال تفصیلي بحث وکړ او ګډنوالو ته یې د ښکیلاک د دور ګڼې خاطرې او عبرتونه مخې ته کېښودل، نوموړي و ویل تیر شل کاله افغانانو ګڼې ستونزې وګاللې کورنه یې وران شول، یتیمان یې له شماره ووتل او دیني او ملي ارزښتونه یې په ځلونو له ننګونو سره مخ شول،له دې سره سره چې یرغل هراړخيز وو مګر په وړاندې يي دلته هم فرهنګي او هم فکري مبارزه وشوه او په نظامي ډګرکې هم د افغانانو میړانې یوځل بیا نړۍ ګوته په غاښ کړه.
له یوې ترانې وروسته د ننګرهار پوهنتون د مافوق لیسانس برنامې امر او د جمعیت اصلاح د ننګرهار ولایت ولایتي مسؤل دکتور نجیب الله صالح د راتلونکي افغانستان پر موضوع خپل معلومات له ګډنوالو سره شریک کړل نوموړي د امریکا په مشرۍ د غربي ښکـ. یلاک ماتې یوه لویه تاریخي پېښه یاده کړه او وې ویل (( مونږ تل امپراطورۍ ماتې کړي دي خو د حکومتونو په جوړولو کې بیا پاتې راغلي یو د نوموړي په وینا د ا.ا.ا باید په هیڅ صورت دا موقع له لاسه ورنه کړي او پرې نږدي چې د افغانانو هیلې دې د خاورو سره خاورې شي)).
د کنفرانس بل ویناوال د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاري محمد حنیف ؤ، ښاغلي حنیف د خپلو خبرو په دوام ګډونوالو ته د امریکایي اشغال څخه د خلاصون په پار مبارکي و ویله او زیاته یې کړه، تر لاسه شوې ازادي د ټول افغان ولس د قربانیو حاصل دی او ا.ا.ا د خپل ولس د دې قربانیو قدرداني کوي، ښاغلي حنیف په ګډونوالو غږ وکړ چې د هیواد د جوړولو په چارو کې دې د امـ. ارت سره همکاره شي نظرونه دې ورکړي، سالمې نیوکې دې وکړي او په هره هغه برخه کې چې وړتیا لري د هیواد د دایمي ثبات لپاره دې ترې استفاده وکړي.
قومي مشر او حزب اقتدار اسلامي د ختيځ زون مسؤل حاجي حکیم خان شینواري دجمعيت اصلاح ددې نوښت ستاینه وکړه او ويي ویل چې دوی هروخت خپل دیني او ملي مسؤلیت ترسره کړی دی خپل ولسونه يي ویښ ساتلي دي او د استعمار په ضد يې هر وخت غږ پورته کړی دی.
غونډه ددیني عالم مولوي امین الله هاشمي له لورې ددعاء په لوستلو پای ته ورسیده
یاده دې وي چې جمعیت اصلاح افغانستان له پیله د امریکایي اشـ. غال د مخالفت غږ پورته کړی او تل یې ولسونه د ورته غونډو له لارې خپلو دیني او ملي مکلفیتونو ته متوجې کړي.
.