نثاراحمد اسلام مل
له ډیرې مودې راپدیخوا په راډیو، انټرنیټ او کله نا کله ټلویزیون کې خبرونه څارم، وروسته له دې چې څو بيلابيلو او پرله پسې پيښو ته متوجه شوم، نو راته جوته شوه چې د ناټو اکثراً (په نوم) نظامې تيروتنې هغه مهال کيږي چې دوی له مخالفينو کلکه ضربه ليدلې او په غصه وي.
تر ټولو نږدې بیلګې يي د لغمان (د وږي ۲۶ کال ۱۳۹۱) برید وو چې پکې زمونږ ۹ ميندې په شهادت ورسیدی او اووه نورې پکې ټپي شوي.
دا برید په داسې مهال کې ترسره کيږي چې يوازې يوه ورځ مخکې په هلمند کې د ناټو دوه پوځيان او په زابل کې څلور د پوليسو لخوا وژل شوي او د تیرې شنبې په ورځ په هلمند کې طالبانو لخوا په برید کې لږ تر لږه دوه ناټو پوځيان مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي، چې د طالبانو د ویاند له خولې دا بريد يي د هغه فلم په عکس العمل کې ترسره کړی چې پکې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپکاوی شوی دی. او که دا سلسله را وڅیړو نو جوته به شي چې هر ځل د بهرنیو پوځیانو له وژل کیدو وروسته داسې (غلطیانې) تکراریږي.
دا خبره جوته ده چې د بشر د حقونو او د ډموکراسۍ د حامیانو لپاره بشریت يوازې د شعار تر کچې ارزښت لري، او یاهم دغربي انسان لپاره، که نه نو په عملي توګه نه انسان ورته ارزښتمن دی او نه هم انساني اصول.
لوستونکو ته بلنه ورکوم چې د مطبوعاتو پاڼې راواړوي او ورته په لسګونو پيښي
هم وګوري چې پکې زمونږ بی وزله ملت قرباني شوی دی.
پوښتنه دا ده چې که ناټو ته له هر پلوه ځاني زیان ور رسیږي، دوی ولې له غیر ملکي خلکو خپل غچ اخلي؟ د دې پوښتنې دوه ځوابونه کيدای شي: لومړی دا چې دوی تر دې حده د خپل مخالفينو په مقابل کې کمزوري شوي دي چې له هغوی څخه د غچ اخیستنې توان نور پکې نده پاتې شوی، او بل ګمان دا دی چې ناټو هر ځاني زیان ځان ته زمونږ د افغانانو له کبله بولي او د افغانستان ټول خلک خپل د سرتیرو د مړينې لامل ګڼي.
په دې کې شک نه شته چې د ناټو په شان پوځي تړون دې دومره ناکامه هم نه دی چې په لسګونو او حتی سلګونه پوځي تیروتنې دي کوي او دومره توان دې پکې نه وي چې د خپلو دښمنانو او ښځو او ماشومانو تر مینځ توپیر ونشي کولای.
ناټو باید همداسې وکړي
کله چې يو پياوړی پوځي تړون -لکه ناټو- ته د افغانستان په شان هيواد کې د هر مهال برید اجازه ورکول کيږي او له بل پلوه زمونږ دولت واکان د هغوی د سرتیرو مصوونیت تضمينوي او ورته له افغانستان څخه د هغوی د محاکمه کولو حق اخیستل کيږي، پداسې حال کې ولې باید د ناټو پوځيان له برید کولو مخکې سوچ وکړي، برید کوي هر څوک چې پکې ووژل شوي د دوی خو پکې څه تاوان نه کيږي!؟
بله مهمه خبره دا ده چې ناټو پوهيږي چې که هرڅومره غټه تیرونه کوي نو د دوی يوازنی کار چې کوي يي هغه د We are sorry, we will try to prevent such events in the future ویل دي او افغان حکومت هم پرته له دې چې په (شدیدو ټکو) باندې داسې بریدونه وغندي بل هیڅ کار نشي کولای.
د حل لاره څه ده؟
له دې سره سره چې زمونږ په هيواد کې د لوستې کچه ډیره ټيټه ده او له همدې کبله زمونږ په خلکو کې ډير سياسي فکر هم نشته خو کله چې د قوم او ملت پالنې مسئله مینځ ته راځي نو بیا په دې خبره جګړې په لاره اچوي او سرونه پکې بايلې… زه نه غواړم دلته د ملت پالنې په اړه مالومات ورکړم خو هیله لرم چې زمونږ د ټولنې لوستې طبقه له نورو خلکو سره کار وکړي، ترڅو د مهمو ملي او هيوادنيو مسئلو په اړه هم يو موټی وي او ناټو دې ته ورته خواوو ته اجازه ورنکړي چې زمونږ مظلوم ملت نور هم وځپي، بچیان بې ميندو کړي، زامن بې پلرونو کړي، ميندې بې خانده کړي او زمونږ په شته ستونزو نورې ستونزې هم ور زیاتې کړي.