احمدضیاء رحیمزی
سره له دې چې د افغانستان موضوع د جمهوري غوښتونکي میټ رامني او ډیموکرات بارک اوباما تر منځ د امریکا د ۲۰۱۲ کال د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په ترڅ کې تر ټولو کمه مطرح شوې موضوع وه، خو له دې سره سره په دغو ټاکنو کې د بارک اوباما بریالیتوب د افغانستان د حکومت په ګډون د ډېرو افغانانو او سر بېره پردې اسلامي نړۍ کې ښه استقبال شو چې لاملونه یې ډېر او بحث یې اوږد دی.
د څارونکو په اند د امریکا ولسمشریزې ټاکنې که له یوې خوا په لوی لګښت ترسره او د بهرني سیاست په اړخ کې د جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټ نوماندانو ترمنځ ډېر کم توپیر و، خو له بل پلوه د هغه لوی توپیر سره سره چې د دواړو نوماندو ترمنځ د کورني سیاست او مسایلو په اړه یې شتون درلود، بیا هم د رایې ورکونې تر وروستیو پړاوونو د امریکا ډېری وګړي نه پوهېدل چې کوم یوه ته رایه ورکړي، خو بالآخره پایلو وښوده چې اوباما په دغو ټاکنو کې د ٣٠٣ ټاکنيزو حوزو رايې او سيال يې میټ رامني د ٢٠٦ ټاکنیزو حوزو رايې ترلاسه کړې دي.
د ټاکنیزو کمپاینونو په سر کې هم د باراک اوباما پله درنه ښکارېده، دغه راز هغه سروي ګانې او نظر پوښتنې چې د بېلابېلو لویدېځو رسنیو او تحقیقاتي مرکزونو له خوا ترسره شوې وې، همدا ښوودله چې بارک اوباما تر میټ رانې زیات پلویان لري، مګر د رایې ورکونې د ورځې مازدیګر مهال (چې د کابل پروخت سهار وختي و) د خبري سایټونو ارزونو داسې ښکاروله چې مېټ رامني تر اوباما وړاندې دی، لیکن لږ ساعتونه وروسته بیا د رایو شمېرلو پایلو د بارک اوباما بریالیتوب په ډاګه او دغه بریالیتوب هغه وخت لانور هم یقیني شو چې سیال نوماند میټ رامني هم خپله ماته او د بارک اوباما بریا ومنله او رسماً یې هغه ته مبارکي وویله.
ټاکنیز کمپاین او د افغان جګړې په باب څرګندونې:
د افغانستان اوسنۍ جګړه چې د جمهوري غوښتونکي جارج بوش له خوا پر خوار او وروسته پاتې افغانستان د هوايي او ځمکنۍ لښکرکشۍ له امله شا اوخوا یوولس کاله وړاندې پیل شوه، نور د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو اوږدې جګړې لقب ګټلی دی، پدې جګړه کې له ۲۰۰۱ زېږدیز کال څخه راپدیخوا د رسمي شمېرو له مخې د امریکا تر دوه زره زیات سرتېرې د دغه هېواد د پراختیا غوښتنې او یرغلیز سیاست په لار کې قربانې شوي او سربېره پردې یې پنځه سوه میلیارد ډالره پر دغې جګړه لګېدلي دي، خو د دومره تلفاتو، لګښتونو او یوولس کلنې اوږدې مودې پر تیرویدو سربېره لا اوس هم په افغانستان کې د امریکا له خوا د پیل شوې جګړې برخلیک لا ندی څرګند.
د ټاکنیزو منډو ترړو په ترڅ کې بارک اوباما او د هغه سیال میټ رامني د افغانستان د موضوع په اړه چندان ونه څرخېدل، که څه هم باراک اوباما د خپل ټاکنیز کمپاین په رسمي پیل کې یادونه وکړه چې دوی به په افغانستان کې خپلې پیل کړې ستراتېژۍ ته دوام ورکړي، خو په ورته وخت کې میټ رامني بیا افغانستان بېخي یاد نه کړ، د اکتوبر په دوه وېشتمه د دواړو نوماندانو وروستۍ ټلویزیوني مناظره وه چې موضوع یې هم د هر نوماند بهرنی سیاست ټاکل شوی و، خو پدې ورځ هم د افغانستان په اړه د دواړو نوماندانو په دریځونوکې کوم خاص بدلون ترستر ګو نه شو، میټ رامني هم په ټوله کې د اوباما په څېر له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وېستلو پلان شوي مهال ویش سره موافقه درلوده، خو په کم توپیر او هغه داچې په دې اړه به په افغانستان کې د خپلو پوځي قوماندانانو نظرونه هم ورته مهم وي.
د بهرني سیاست او د افغانستان د جګړې په اړه د اوباما او رامني د نظرونو ورته والی شاید لدې امله هم و چې په امریکا کې د ولسمشرۍ کاندیدان او حکومتونه په یوازې توګه بهرنۍ پالیسي نه شي جوړولای، بلکې د دې هېواد ځواکمنې پانګه والې کړۍ د امریکا د بهرني سیاست په ټاکنه کې مهمه او اساسي ونډه لري، داچې د افغانستان روانې جګړې د امریکا اقتصاد ته پوره زیان اړولی، همدا لامل و چې دوی په زغرده په افغانستان د جګړې اوږدولو په باب کومه پریکړه نشوای کولای خو له دې هرڅه سره سره جمهوري غوښتونکي کاندید مټ رامني بیا هم د خپلو سیاسي اجدادو په قدم چې تل په نړۍ کې جګړه غوښتونکي پاتې شوي پل کیښود او د ډیورنډ کرښي دواړو خواوو ته پروت پښتون قوم یې ترهګر وګاڼه، چې د نوموړي دغه بیشرمانه او ظالمانه څرګندونې، په سیمه کې د جګړې د لا اوږدیدو او په ټوله کې امریکايي ضد احساسات نور هم غښتلي کولای شي.
د اوباما بیا ټاکنه او پر افغان کړکېچ او اسلامي نړۍ یې اغېز:
اوس چې د ډیموکرات ګوند نوماند بارک اوباما د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې او یوځل بیا یې د څلورو نورو کلونو لپاره سپینه ماڼۍ خپله کړه، په ټوله نړۍ کې له خلکو په تېره بیا د افغانستان له جګړه ځپلي ولس سره دا پوښتنه مطرح ده چې د اوباما په دې دوره کې به د افغانستان او په ټوله کې د اسلامي نړۍ په اړه د امریکا نوي سیاستونه کومه بڼه خپلوي؟
لکه چې یادونه وشوه په امریکا کې بهرنۍ سیاست تر ډېره بریده هغه سترې سرمایه داره کړۍ ټاکي چې د امریکا اقتصاد یې په لاس کې دی، همدارنګه پر امریکایي سیاست حاکمه پیاوړې یهودي لابې هم د دې هېواد د بهرني سیاست په ټاکلو کې مهمه ونډه لري، اوس دا چې د دې دواړو لوریو په پام کې نیولو سره به اوباما د واکمنۍ په دویمه دوره کې د افغانستان په اړه څه ډول چلن کوي، دا به تر ډېره بریده په راتلونکې کې د ده له کړنو څرګنده شي، خو هغه څه چې د امریکا او نړۍ له اوسني وضعیت او حالاتو ښکاري دا ده چې اوباما به له مهال ویش سره سم له افغانستان څخه د خپلو جنګیالیو د وېستلو پرېکړه عملي کړي، دا بیا بېله خبره ده چې امریکا افغانستان ته یوازې د طالبانو او د دوی په خبره د ترهګرۍ د له منځه وړلو په موخه را دانګلي او کنه دلته او په سیمه کې نورې ګټې هم لري چې البته له افغانستان سره یې راتلونکی امنیتي تړون او په پایله کې یې د پوځي اډو رامنځ ته کیدل، په افغانستان او سیمه کې د دوی دوامداره شتون او پلان شوي اهداف په ګوته کولای شي.
بل خوا د اسلامي نړۍ په اړه هم باراک اوباما او په ټوله کې دیموکرات ګوند د جمهوري غوښتونکي ګوند په پرتله نرم نظر لري، په داسې حال کې چې د تېرو یو دوه کلونو په اوږدو کې د اسلامي او ځانګړې توګه عربي نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې مستبد نظامونه چې تر ډیره بریده د امپراتوریو لاسپوڅي وو، یو په بل پسې را پرځېدلي او هلته د ولسونو په خوښه او ټاکنه واکمنۍ رامنځ ته شوې، په امریکايې ولسمشریزو ټاکنوکې د نرم مزاجه ډیموکرات ګوند نوماند بریالیتوب پرته له شکه په نیک فال ګڼل کېږي، په همدې بڼه د اوباما د واکمنۍ د لومړۍ دورې په پای کې چې د واشنګټن اوتل ابیب تر منځ په اړیکو کې کوم نسبي سوړوالی راغی، پرته له شکه چې عربي او اسلامي نړۍ هغې ته د هېله مندۍ په سترګه ګوري او پرعکس امریکا مېشتي یهودي لابي چې پر جمهوري غوښتونکي ګوند یې پدې اړه ډېر باور درلود، اټکل کیږي چې د اوباما بریالیتوب ته به په ښه سترګه ونه ګوري.
د اوباما پر وړاندې ننګونې او له هغه څخه د افغان ولس هیله:
د دې ټولو مثبتو اړخونو سره سره چې په ټاکنو کې د اوباما له بریالیتوب سره یې د چارو شنونکي او کارپوهان غوټه کوي، دا هم باید له پامه ونه غورځول شي چې په امریکا کې سیاستونه تر ډېره بریده په یوه ګوند او یوه تن پورې که هغه ولسمشر هم وي، نه دي تړلي، د امریکايي نظام جوړښت هم ډیر پېچلی بریښي، لکه په ټاکنو کې د بریا یا ماتې په اړه چې نېغ په نېغه د ولس رایه برخلیک ټاکونکې نه ده، همداسې په بهرنیو او کورنیو سیاستونو کې هم نه ولسمشر او نه هم نور حکومتي چارواکي کولای شي په یوازې کومه مهمه پرېکړه وکړي.
له همدې امله د چارو شنونکي څرګندوي چې که څه هم د نړۍ په کچه له اسلامي او عربي نړۍ نېولې بیا تر اروپا او نورې لوېدېځې نړۍ، خلک د اوباما بیا ټاکل کېدو ته نسبتاً خوشبینه دي، خو دا په دې معنا هم نده چې ستونزې به ټولې حل شي او امریکا به نور له خپل جارحانه او یرغلیز سیاست نه لاس واخلي.
بل خوا پداسې حال کې چې د اوباما د بریاله له اعلان څخه یوه ورځ نه وه تېره شوې، ځینو رسنیو رپوټ ورکړ چې د اوباما د لومړۍ دورې د بهرنیو چارو وزېرې مېرمن هېلاري کلنټن هوډ څرګند کړی چې غواړې نوره په کور کښېنې او له دندې ګوښه والی غوره کړي. که چېرې دا خبره سمه را وخېږې او مېرمن کلنټن په رېښتیا هم له خپلې دندې لاس په سر شي نده څرګنده چې اوباما به د هغې ځای ناستی څوک وټاکي او هغه به بیا ترکومه بریده پدې بریالی وي چې د اوباما او دیموکرات ګوند هغه بهرنۍ سیاست چې د اوباما په دویم ځل بریالیتوب کې یې هم څه ناڅه ونډه درلوده، د مېرمن کلنټن په بڼه په بریالیتوب سره پرمخ بوزي؟
په لنډه توګه ویلای شو چې دا ټولې شننې او تحلیلونه چې اوس کېږي تر ډېره بریده پر اټکلونو ولاړ دي او د راتلونکي په اړه به کره او پخه خبره هغه وي چې وګورو اوباما ترکومه له هغو ګواښونو سره چې په امریکا او له امریکا څخه بهر ورسره لاس اوګریوان دی، کولای شي مقابله وکړي او بریالی ترې را ووزي، خو هغه څه چې د افغانستان او افغانانو لپاره ډیر مهم دي دا دي چې نور په افغانستان کې هغه جګړه چې زیانونو یې نه یوازې افغانستان ځپلی بلکې له امله یې امریکا هم سخت ځاني او مالي ګوزار خوړلی، پای ته ورسیږي او هغه تلپاتې سوله چې د افغان ولس لومړنۍ اړتیا او ستر هیله ده تر سره شي.
________________________________
له حق اونیزې څخه په مننې