لومړی بیلګه
كه د انګلستان پوليس ابوحمزه المصري چې په دغه هيواد كې د يوه جومات امام وو له القاعده سره د تړاو په ګومان نيسي نو هيڅ خبره نده خو چې محكمه پريكړه وكړي چې د اسرائيلو د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيره سيفي ليفني چې په غزه باندې د تيركال په بريد كې شوې ټول وژنه كې شريكه ده لندن ته په رارسيدو ونيول شي نو سمدلاسه صدراعظم ګورډن براون راووزي او د محكمې د اصلاح او په قضايي سيستم كې د بدلونونو اعلان وكړي، څرګنده ده چې د نوموړي دغه اعلان د هغه اسرائيلي ګواښ په ځواب كې وو چې كه انګلستان د محكمې دغه پريكړه لغو نكړي او د اسرائيلي مشرانو په اړه ګستاخafghan-martyredي وكړي نو د منځني ختيځ په سياست كې به يې رول ختم شي.
دوهمه یې هم وګورﺉ
په اسلام اباد كې وسله په لاس امريكايان په ملكي لباس كې د پوليسو لخوا ونيول شول خو د يوه داسې چا په تليفوني اړيكې چې نوم يې مطبوعاتو ته راويستل جرم دى بيرته خوشې شول خو څه وخت وروسته د همدغه هيواد پنجاب ايالت سرګودها سيمې كې پنځه نور امريكايان پوليسو ونيول او محكمې ته يې كش كړل تردې چې د امريكا ايف بى آي استخباراتي ادارې هم ترې نه پوښتنې او څيړنې كړې دي او د پاكستان پوليس وايي چې ممكن د اوږدې مودې لپاره بند پرې وخيژي، دلته بيا پوښتنه را ولاړېږي چې نو دا څنګه خبره ده چې په يوه ځاى كې نيول شوي مشكوك امريكايان په يوه عادي تليفوني اړيكه خوشې كيږي اما بل ځاى كې نيول شوي مشكوك امريكايان زندان ته ليږدول كيږي؟ دغه نامعلوم لورى ددوى په اړه ولې ځان چوپ نيسي؟! ځكه چې دغه پنځه واړه امريكايي اصله نه بلكې پاكستانى الاصله امريكايان دي او تور پرې دادى چې دوى اراده لرله څو د طالبانو او القاعده له مشرانو سره وويني او د امريكايي ځواكونو په خلاف جګړه كې ورسره ونډه واخلي، عجبه دا ده چې تر يو لك زيات امريكايان د طالب او القاعده سره د جګړې لپاره په افغانستان كې دي او دغه ته ورته شميره په ملكي جامو كې په پاكستان كې ګرځي چې پاكستاني سياستوال هم پرې اعتراف لري خو پر هغوى هيڅوك هم نيوكه نشي كولى ځكه چې هغوى عيسوي عقيده لري اما دغه پنځه چې معلومه هم نده اصلي موخه او مقصد به يې څه وو تر محكمې او څيړنو لاندې دي او كيداى شي په درنه سزا هم محكوم شي، ځكه چې مسلمانان دي !!عجبه دا ده چې تر يو لك زيات امريكايان د طالب او القاعده سره د جګړې لپاره په افغانستان كې دي او دغه ته ورته شميره په ملكي جامو كې په پاكستان كې ګرځي چې پاكستاني سياستوال هم پرې اعتراف لري خو پر هغوى هيڅوك هم نيوكه نشي كولى ځكه چې هغوى عيسوي عقيده لري
دا هم د سوچ وړ ده
د څو كلونو نه كلابنده غزه چې له څلورو خواوو نه ايله په يوه څنډه كې له اسلامي نړۍ سره تړلې ده او هغه هم د رفح له لارې له مصر سره خو اوس د مصر فرعوني واكمنان د امريكا او اسرائيلو په اشاره او ملاتړ لاس په كاردي څو له غزې سره غځيدلې پوله باندې يو فولادي ديوال ووهي چې ديرش متره به په ځمكه كې ژور وي ترڅو د ځمكې لاندې هغو تونلونو مخه هم ونيسي چې فلسطينيان ترې وخت په وخت د ډوډۍ، درملو او نورو اړتيا وړ څيزونو په برابرولو كې كار اخلي اما كه دغه ديوال په دغه بڼه وغځيږي نو پر هغوى به دځمكې لاندې تونلونه او لارې هم وتړل شي ان تردې چې په سمندر كې هم مصر په دغه كچه ديوال داوبو دننه غځول غواړي، پوښتنه دا ده چې دا ولې؟
ځكه چې د اسلامي امت په ويده او بې هوښه تنه كې دغه ويښه، بيداره او په خبله وظيفه، رسالت او مسئوليت بوخته ټوټه هم بايد مړه او بې هوښه كړل شي، د غزې د يونيم ميليون مسلمانانو له تهديد او ګواښ نه اسرائيلي تاړاك او ښكيلاك خوندي كړل شي! او ډيره بده خويې داده چې د ازهر شيخ يې هم دجوړولو پلوي دى او هغه روا او دمصري هيواد ثابت حق ګڼي، آيا بيا به هم څوك دغه ښاغلي ته د مسلمانانو مفتي ووايي؟.
له ليرې اروپا نه يوشمير وګړو چې په سينو كې رحم او عاطفه لري د ((ژوند شاه رګ)) تر عنوان لاندې قافلې او كاروانونه جوړوي او دومره ليرې مسافه وهي، له يوه هيواد نه بل ته او له بل نه بل ته … را روان وي پدې هيله چې پر غزې لګيدلې كلا بندي ماته كړي او دلته وږو يونيم مليون انسانانو ته هغوى چې د خپل اسلامي امت1000% سلنه جوړوي، مرستې راوړي خو دلته بيا پرې د مصر حكومت لارې وتړي او نه يې پريږدي چې غزې ته ننوزي، تردې چې په دغه دريمه قافله چې اوس اوس غزې ته رارسيدلې ده مصري حكومت اوښكې بهوونكى ګاز هم كارولى دى او پر هغوى يې كوتكونه وچلولي دي چې دډيرو له سرونو نه يې وينې هم وبهولې مګر بيا هم پرې دنړۍ د بې ضميره سياستوالو او دحقوق بشر ادارو غوږونه كاڼه اچولي و، آن چې انګلستان دخپلو اتباعو په ځانګړې توګه ديوه ولسي استاځي جورج ګالاوي غم هم نه خوري هغه چې په دغه سرګردانه قافله كې لالهانده او دمصري پوليسو تر تاړاكونو لاندې وو، ځكه چې هغه د خپل هيواد د پاليسيو او تګلارو په خلاف روان وو او هغه خلك يې له تدريجي مړينې ژغورل چې امريكا، انګلستان، نورو لويديځوالو هيوادونو، مصر، اسرائيلو او د فلسطينيانو مزدورې او تش په نوم ادارې ورته لا وار د مخه تابوتونه تيار كړي دي!
د ديموكراسۍ له ځانګړينو نه چې ديموكراتان يې بيانوي يوه داوي چې كله څوك په يوه هيواد كې دخلكو په رايه او ووټ پارلمان ته لاړشي نو هغه ته لدې امله چې د ولس استازى دى دهرډول تعقيب او نيولو نه خونديتوب حاصل وي، هيڅوك نشي كولى چې د هغوى ستونى خفه كړي او غږ يې غلى كړي ځكه چې دغه كار په حقيقت كې د ولس غږ خفه كول دي، خو دفلسطين دخلكو نزدې يا څلور درجنه ولسي استازي دڅو كلونو راهيسې په زندان كې پراته دي اما هيڅوك يې هم په اړه نيوكه نه كوي او نه خو د هغوى په اړه د دموكراسۍ اصولو ته ورګرځي، داولې؟ ځكه چې هغوى دهغه ولس استازي دي چې امريكا او لويديځ ته سرنه تيټوي، هغوى د خپلې ازادۍ او خپلواكۍ په لټه كې دي او دهغه چا په ضد وسله په لاس ولاړ دي چې ددوى ځمكه، عقيده، ارزښتونه او هرڅه يې لوټلي دي!بلاك واټر17 عراقي ملكي وګړي وژلي او په لسګونو نور يې تپيان كړي وو، چې عراقى حكومت او ولس يې دجدي محاكمې غوښتونكي وو خو برخلاف دامريكايي فدرالي محكمې دبلاك واټر دغه تورن كسان له ګناه پاك وبلل، نو دا ولې؟ ځكه چې عراقيان يې وژلي دي څه امريكايان خو يې نه وو وژلي
د 2007 م كال د سپتمبر په مياشت كې په عراق كې امريكايي خصوصي امنيتي شركت بلاك واټر17 عراقي ملكي وګړي وژلي او په لسګونو نور يې تپيان كړي وو، چې عراقى حكومت او ولس يې دجدي محاكمې غوښتونكي وو خو برخلاف دامريكايي فدرالي محكمې دبلاك واټر دغه تورن كسان له ګناه پاك وبلل، نو دا ولې؟ ځكه چې عراقيان يې وژلي دي څه امريكايان خو يې نه وو وژلي چې د پاكستانۍ ميرمن عافيه صديقي په څير چې هسې په يوه ډز تورنه ده يې بګرام او نورو زندانونو ته يوسي او هماغسې چلند ورسره وكړي لكه له صديقي سره چې شوى دى او رسنيو يې هم په اړه راپورونه خپاره كړي دي!!
اوس به كيداى شي په نړۍ كې هر باضميره انسان پدې تعامل حيران وي خو زمونږ په اند د تعجب وړ نده بلكې دا د هغه عام چلند او تعامل تسلسل دى چې په ورځني توګه د نړۍ په سطحه روان دى، او له يوه داسې امت سره كيږي چې په شمير كې خو يونيم ميليارده دى اما په وزن كې له اته مليونه اسرائيلو سره هم برابر ندى، ځكه چې خپل هويت، رسالت، مسئوليت، هدف، تاريخ او وياړونه يې هير كړي دي او دا دالله (ج) سنت دي چې څوك په خپله خپل حالت بدل نكړي نو الله (ج) يې حالت نه بدلوي.