کابل، اصلاح انلاين
طالبانو د افغانستان په اړه د لندن کنفرانس د ګډونوالو پر نيت شک ښوولی او ويلي يې دي چې د غونډې تر شا د يو رښتينې بدلون اراده نه ليدل کېږي.
طالبانو په هغې بيانيه کې چې د لارښودې شورا له خوا يې صادره کړې ويلي چې تر څو د ملي پخلاينې لپاره کافي ګامونه تر څو نه وي اخ
يستل شوي، دا ډول کنفرانسونه ګټه نه لري.
په بيانيه کې ويل شوي: “ دلندن په کنفرانس کې هم که دافغانستان قضیې ته په سم، رېښتوني او واقعي ډول ونه کتل شي، او ددې لپاره هڅې وشي چې په سیمه کې فوځي، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي اشغال همیشنی شي، او لا پر مخ ولاړ شي، نو دا غونډه به هم دتېرو غونډو په څېر دوخت له تېرولو او ځان غولولو پرته بل څه نه وي.”taliban-fighters-2
بيانيه په بل ځای کې زياتوي: “که دوی (غربيان) په رښتیا سره غوښتي وي چې د ستونزې دحل لپاره کوټلي او رېښتوني ګامونه پورته کړي، نودګوانتانامو، افغانستان، پاكستان او نورو بندی خانو کې به یې په کلونو کلونوزموږبندیان دټولونړیوالو اصولو خلاف نه سا تلی، تور لېستونه به یې له یوه مخه ختم کړی وای ، جنګې قوتونه به یې نه زیا تولی اوهغه څه چی په خوله وایې هغه به یې په عمل کې هم کولی په دې باید پوه شو چې: مخکې هم ګڼ کنفرانسونه اوغونډې شوې دي، لکه دبون، باريس او توکیو غونډې، چې ځوږ او غږ یې خورا لوړ، مصرفونه یې خورا درانده، مګر دافغانستان دستونزې په هکله یې پایلې بې اغېزې او بې ګټې را وتلې دي، ددې په څای چې ستونزې حل او فصل کړي، لا يې پسې کړکېچنې کړېدي، ځکه چې دافغانانو په واک او خوښه نه دي شوي! او دا هم یو ښکاره او منل شوی حقیقت دی چې هره هغه غونډه چې په هغه کې دستونزې داصلي او بنسټیز حل اراده شتون ونه لري بې اغېزې او بې ګټې دي.”
د طالبانو د رهبري شورا په بيانيه کې چې خبريالانو ته په ايمېل لېږل شوې هېوادوالو ته د ځينو مسايلو په اړه ډاډ ورکړ شوی دی.
بيانيه زياتوي: “اسلامي امارت هوډمن دی چې اسلامي بنسټونو او دننۍ نړۍ غوښتنو او اړتیاوو ته په کتو سره دټولو هېوادوالو لپاره دزده کړې او تربيې په هکله رغنده او کوټلي ګامونه پورته کړي، اسلامي امارت غواړی چي دټولو ژبنيو، قومي، اوسیمه ییزو توپیرونو په یوې خوا ته کولو سره داسي زمینه مساعده کړی چي ټول هیواد وال یو او بل ته دورور ولۍ او خواخوږۍ لاسونه سره ورکړي او یو موټی شي.”