د يوه ازاد ولس د افرادو په حيث زمونږ بل مسؤليت دا دی چې مونږ کې دا ټولنيز احساس پيدا شي چې مونږ د يوه خپلواک ولس افراد يو. دا هيواد زمونږ دی. د دې هيواد هر شی زمونږ دي. د حکومت هر شی زمونږ د ولس امانت او د ټول ولس ملکیت دی. له دې کبله مونږ ته د دغه هر شي په سمه توګه کارول او د هغې ساتنه په کار ده، که هغه دولتي ودانۍ وي او که دفتر، که چوکۍ وي او که دولتي موټر يا بل څه. دا ټول د ولس ملکيت دی او د دې په سمه توګه کارونه د هيواد د هر وګړي دنده ده.
ډاکټر سعیدالله
تر ټولو لومړی مسؤلیت، د خپل مسؤليت پېژندل
يو خپلواک ولس په انفرادي او ټولنيز ډول ډېر غټ غټ مسؤليتونه لري. له ټولو نه لومړی مسؤليت يې دا دی چې دوی خپل مسؤليت وپيژني او د هغې په تر سره کولو کې خپلې ټولې وړتياوې په کار واچوي. دا ځکه چې که يو چا خپل مسؤليتونه نه وي پېژندلي د هغې د تر سره کولو پوښتنه نه پيدا کيږي. د مسؤليت تر سره کول په حقيقت کې خپل فریضه ادا کول دي چې په قرانکريم کې ور ته عمل ويل شوی او په کولو يې ډېر تأکيد شوی. د يوه سړي مسؤليت د بل حق وي، او د بل حقونه د بل مسؤليتونه وي. دا چې د حق نتيجه يا ردعمل د عمل په نتيجه کې پيدا کيږي، له دې امله پر مونږ ټولو د خپلو مسؤليتونو تر سره کول لازم دي. له دې مسؤليتونو څخه د نورو خلکو حقونه را پيدا کيږي. په دې توګه به بيا د حقونو د غوښتلو يا محاسبو کولو څه اړتيا نه پيښيږي.
په قرانکريم کې په عام ډول د مسؤليتونو يادونه شوې، او که د حقونو يادونه شوې، هغه هم د مسؤليتونو په بڼه ده ځکه چې د کوم ولس افراد حقونه غواړي او مسؤليتونه نه تر سره کوي، دوی د خدای او د په کايناتو کې د خدای له اغږلي نظام څخه سرغړونه کوي. الله تعالی لومړی پر عمل کولو تأکيد کړی دی او بيا يې د هغې د بدلې خبره کړې ده، نو ځکه مونږ ټولو ته په کار دي چې د يوه خپلواک ولس د افرادو په حيث خپل مسؤليتونه اول پر قران کريم د پوهېدو په بڼه وپېژنو او بيا يې په ښه ډول تر سره کړو.
د خپلواکۍ احساس، او له ټولنې سره ځان تړل
د يوه ازاد ولس د افرادو په حيث زمونږ بل مسؤليت دا دی چې مونږ کې دا ټولنيز احساس پيدا شي چې مونږ د يوه خپلواک ولس افراد يو. دا هيواد زمونږ دی. د دې هيواد هر شی زمونږ دي. د حکومت هر شی زمونږ د ولس امانت او د ټول ولس ملکیت دی. له دې کبله مونږ ته د دغه هر شي په سمه توګه کارول او د هغې ساتنه په کار ده، که هغه دولتي ودانۍ وي او که دفتر، که چوکۍ وي او که دولتي موټر يا بل څه. دا ټول د ولس ملکيت دی او د دې په سمه توګه کارونه د هيواد د هر وګړي دنده ده.
له يوه لاسه ټک نه خيژي
کله چې د يوه ولس په افرادو کې ټولنيز فکر نه وي، هغه ولس، ولس کېدای نه شي. ځکه چې ټول غټ کارونه په ټولنيز ډول تر سره کيږي او د الله مرسته هم له ټولنې او جماعت سره وي.
د حديث شريف په وينا چې:
يدالله مع الجماعة
د خدای مرسته له جماعت سره وي.
د ختيځ شاعر همدې ته په اشارې سره ويلي:
فرد قائم ربط ملت سی هی تنها کچهـ نهی
موج هی دریا می اور بیرون دریا کچهـ نهی
يعنې یو فرد چې له يوه ملت سره وتړلی شي نو بيا ثابت پاتې کيدای شي، او څپه په سمندر کې جوړيږي او بهر هيڅ نه وي. په دې معنی چې فرد په ټولنه کې خپلې وړتياوې په کار اچولی شي او په يوازې ځان هيڅ هم نه شي کولی.
خپله ګټه د ولس له ګټو قربانول
دا چې ژوند له ملت سره تړلی دی، نو ځکه مونږ ته خپله ګټه د ولس او ملت له ګټو قربانول په کار دي. که په يوه کار کې زمونږه شخصي ګټه هر څومره زياته وي خو چې هغه د ولس او قوم په تاوان وي نو د يوه خپلواک ولس په توګه مونږ ته د هغه کار کول نه دي په کار.
خپل هيواد په خپلو پښو درول
د يوه ازاد ولس يو مسؤليت دا هم دی چې ځان په خپلو پښو ودروي. له خپلو شتو څخه پوره پوره ګټه واخلي. د علم او پوهې په هر ډګر کې بايد د متخصصينو او پوهانو يو ټولی ولري او دا کار نه يوازې پرې لازم دی، بلکې پرې فرض هم دی ځکه چې دا پوهان او ماهرين د مسلمانو انجينرانو، ډاکټرانو، ساينسپوهانو او نورو په بڼه د ټولنې او هيواد د ملا تير دی. په همدې ډول وړ او په کار پوه اقتصادپوهان او سياستپوهان هم د ټولنې د ملا تير دی. که دوی د يوه ازاد قوم د افرادو په ډول د خپل هيواد د پرمختګ او پياوړتيا له پاره په بېلابېلو کارخانو او صنعتونو کې په ديانت او ايماندارۍ سره کار کوي نو کوم تولید او محصول چې لاس ته راځي د هغه په وسيله به نه یوازې خپل هيواد مظبوطيږي بلکې د هيواد هر يوه فرد ته به د هغې ګټه رسيږي. ځکه نو په کار ده چې له يوه خپلواک ولس سره دې د علم او پوهې په هره څانګه کې د ماهرينو يوه ډله موجوده وي او که نه وي نو بيا داسې يو ولس خپلواک ولس نه شي پاتې کېدای.
د خپلواکۍ په ساتنه کې وينه تويول
وايي چې خپلواکي تر لاسه کول سخت کار دی، خو د خپلواکۍ ساتنه له هغې څخه هم سخت دي. د يوه ازاد ملت يو مسؤليت دا هم دی چې خپله ازادي ژوندۍ وساتي او هيڅ کورني يا بهرني عنصر ته د دې فُرصت ور نه کړي چې په ازادۍ يې لوبې وکړي. د يوه ازاد ملت وګړي د خپلې خپلواکۍ له پاره هر ډول سرښندنې او ايثار ته چمتو وي. که هغه سرښندنه مالي وي او که ځاني يا بل ډول، د ازاد ولس وګړي مخ نه ترې اړوي.
د يوه ازاد ملت وګړي له خپل هيواد سره مينه لري او له وطن سره مینه د ایمان لويه نخښه ده. د ازادۍ ونه د وينو اوبه خور غواړي او د کوم ولس افراد چې خپله وينه نه شي تويولی هغه هيڅکله هم ازاد نه شي پاتې کيدای. د ازاد قوم وګړي له مرګ څخه وېره نه لري بلکې هرکلی ور ته وايي او د يوې ورځې د ازادۍ ژوند د سلو کالو د مرېتوب له ژوند څخه غوره ګڼي.
په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:
کله چې مسلمانان د يوه خپلواک ملت په توګه دُنيوي ژوند د مرګ په پرتله خوښ وګڼي هغوی بيا د عزت ژوند نه شي تېرولی.
هيوادني تولیدات کارول
د يوه خپلواک ملت يوه مسؤليت دا هم دی چې د دوی کالي، خوراک، څښاک، ناسته پاسته، سوچ او فکر د دوی خپل وي. بې ځايه نقل يا د يوه بل قوم د افرادو ړوند تقليد د يوه خپلواک ملت د افرادو ځانګړتيا نه ده. که يو شی د يوه قوم خپل وي، که هغه هر څومره کوچنی او معمولي هم وي، د بل قوم له ستر او ارزښتناک شي څخه ور ته غوره وي.
د پښتو يو مشهور متل دی چې:
له پردي باټ نه خپله برجي ښه ده.
نو د يوه خپلواک او ازاد قوم يوه ځانګړتيا دا هم ده چې که د دوی خپل شی هر څومره معمولي هم وي خوښوي يې. ټوکر، لوښي يا د اړتيا نور شيان چې په خپل هيواد کې يې جوړيږي بايد وکاروي او پرې ووياړي. له دې سره له يوه پلوه د هيواد صنعت وده کوي او بل لور ته په سړي کې د زړورتیا او خپلواکۍ احساس هم پيدا کيږي. پيسه يې هم په خپل هيواد کې پاتې کيږي او ګټه يې هم خپل هيواد او ولس ته رسيږي.
د پښتو يو متل چې وايي:
غوړي که په لوښي کې توی شي، توی نه دي
په خپلو ارزښتونو ثبات او وياړل
د يوه خپلواک ملت افراد په خپل هيواد، قوم او مذهب وياړي ځکه چې دا شيان د سړي ټولنيز ژوند جوړوي. که چېرې څوک په خپل هيواد، قوم او مذهب شرميږي، هغه د خپلواک ملت غړي نه شمېرل کيږي.
مونږ ته په دې خبره وياړل په کار دي چې مونږ افغانان يو. زمونږ هيواد افغانستان دی او د نړۍ په هيوادونو کې ښايسته او ښکلی هیواد دی. مېوې يې خوږې دي، اوبه يې يخې او خوندورې دي او لمر او سيوری يې له مزو ډک دی. الله تعالی مونږ ته ډېر لوی نعمت را په برخه کړی ولې مونږ يې قدر نه کوو. له الله تعالی څخه يې د قدر کولو توفيق غواړو.
مونږ ته په دې هم برېت تاوول په کار دي چې مونږ مسلمانان يو، دا ځکه چې مسلمانېدل خو له چا څخه کمېدل نه دي. مسلمان هغه څوک دی چې پت، ښېګڼه، توره او ورکړه پکې وي، اوس که دا صفات په يو چا کې وي هغه ولې د کمترۍ احساس وکړي؟ د يوه خپلواک ملت افراد په خپل هيواد، ملت او وطن فخر کوي. که هر ځای ته لاړ شي هغه د خپل مذهب، قوم او هيواد سم استاځيتوب کوي.
له خپل شان څخه ټيټو کارونو څخه ډډه کول
د يوه خپلواک ملت غړي له خپل شان څخه ټيټ کارونه هم نه کوي. په کومو کارونو چې سړی بې عزته کيږي يا شرميږي د يوه ازاد او خپلواک قوم غړي ترې ډډه کوي. د يوه خپلواک ملت غړي دروغ نه وايي، خيانت نه کوي. بې ځایه سپارښتنې نه د بل مني، او نه يې هم په خپله بل ته کوي. نه چا ته رشوت ورکوي او نه يې ترې اخلي.
لنډه دا چې له هر ډول ټولنيز فساد څخه ځان ساتي ځکه چې په دې کارونو ور ته ځان سپک ښکاري.