د اوباما د ادارې لوړپوړو چارواکو د سه شنبې په ورځ وويل چې ولسمشر اوباما هوډ لري د افغانستان په اړه د خپل نوي طرز تفکر په توګه د حامد کرزي په وړاندې سخت دريځ خپل کړي، داسې چې ډېر پام به د جګړې لور ته وي، نه د پرمختيا لور ته.

د دغو چارواکو په وينا حامد کرزی دا مهال په افغانستان کې د امريکايي اهدافو په وړاندې ستر خنډ بلل کيږي، ځکه چې د هغه په حکومت کې درغلي بيخي ډاګيزه شوې کومه چې د نشه يې توکو د سوداګرۍ په غوړېدلو او د طالبانو په بيا را پورته کېدلو کې ونډه اخلي.
د هغو کسانو په ډله کې چې پر کرزي د ډېر څه کولو له پاره فشار راوړي، مرستيال ولسمشر Joseph R. Biden Jr. او د افغانستان او پاکستان له پاره د اوباما ځانګړی استاځی Richard C. Holbrooke شامل دي.
د دغو چارواکو په اند د امريکا نوې تګلاره د بوش له هغې تګلارې سره مخه ښه ده چې په هرو دوو اونيو کې به يې يو وار له کرزي سره ويډيويي کانفرنسونه ورکول او د افغانستان او د مدني مؤسساتو د بیا ودانونې په ډګر کې يې پر امريکايي نقش تأکيد کاوو.