دوی په کوم حق دلته راغلی اوپه کوم حق دلته اوسی اوپه کوم حق هرڅه چی وغواړی هغه وکړی ، کله چې دامساله په ډاګه شوه اوددوی اوسیدن دلته قانونی شول نو بیا به څوک داپوښتنه وکولای شی چی دوی ولی په جګړه او په زندانونو کې بشری حقونه نه مراعاتوی؟
حقیق
(تور سپی دلیوه ورور) ښه نه پوهېږم چې دغه متل زمو ږ په ژبه کې په کومو حالاتو کی کارول کېږی خو په متحده ایالتونه کې دتور اوباما په راتګ سره او دبوش په تګ سره ډېر ښه دکارونې وړ دی (خو ډارېږم چې په متل کې یادو شوو داړونکو ته توهین نه وی شوی!!!).
بوش هرچېرې حملې کولې او دزندانیانو په شکنجه کولو کی یی ده اودده ټیم ځانګړی شهرت درلود. خو کله چې تورپوستی اوباما په اقتدار کې شو یو څه دنرمی خبرې یی وکړی اووېې ویل چې دګوانتانامو زندان به تړی او له عراق نه به خپل پوځونه باسی … خو کله یی چی دبګرام زندان په هکله یی خپل موقف څرګند کړ چې دی به هم په دې اړوند دخپل سلف بوش لاره تعقیبوی نو ماته پورتنی متل را په یاد شو ، په تېره بیا چی ده اعلان وکړ چې افغانستان ته به نورپوځونه لېږی اوخپل عملیات به چټکوی نو دخپلو کلیوالو اوکوچیانو سپیان راپه یاد شول چې هغوی خپل څاروی له لیوانو نه پرې ساتی مانا داچې کله سپیان هم په لیوانو زورو وی او په ځانګړتیاوو کی تری کم نه وی ، کیدای شی زمو ږ خلکو دامتل داوباما لپاره جوړ کړی وو چې اوس ډېر ښه وکارول شو.
امریکاییانو دا اعلان هم کړی چی د۶۰ میلونو ډالروپه مصرف به دبګرام زندان پراخوی اوهلته دمیشتو زندانیانو چې شمیریی اوس ۶۵۰ تنو ته رسیږی څو برابره نورهم زیاتوی ، دغه راز دهیواد په ډېرو سیموکی امریکایانو دزندانونو دجوړلو لپاره پیسې ځانګړی کړی دی اونوم یی پری ایښی دبیارغونی مرستی.
دبشری حقونو خبری نه کوم اول باید وپوښتل شی چې دوی په کوم حق دلته راغلی اوپه کوم حق دلته اوسی اوپه کوم حق هرڅه چی وغواړی هغه وکړی ، کله چې دامساله په ډاګه شوه اوددوی اوسیدن دلته قانونی شول نو بیا به څوک داپوښتنه وکولای شی چی دوی ولی په جګړه او په زندانونو کې بشری حقونه نه مراعاتوی؟ دبشری حقونو نه خودومره لری دی چی اصلاْ بحث پری په کارنه دی ، دبګرام دزندان جنایتونه خو پریږده اودهغو خلکو حال چی کله ناکله له دغه زندان نه راوتلی او زیاترویی اوس بېلابېلې ناروغی دهغې له ډلې نه دزړه ناروغی باندې اخته شوی هغه به نه یادوو. نه پوهېږو چې په خوارکیانو به یی څه کړی وی اوڅه ډول زهریات به یی ورتزریق کړی وی؟
خو دابه ووایو چې خدای دې دافغانستان دخلکو مل شی اوخدای دې ورته له هرظالم نه دخلاصون لار پیداکړی. او یوه مشوره هم هغو ته چې متل کې ورته اشاره شوی لرم هغه دا چې ددې سیمې خلک په خوړلو، داړلو، وژلو، زندانی کولو ، شکنجو… نه ماتېږی اوپردی خلکو دبری سوچ له خپلو ماغزو لرې کړی.
(( لا تراوسه یی ماغزه په کرار نه دی چا چې ماسره وهلی سره په سنګ دی))