د جدی پر نهمه په سلګونو ځوانان د بهرنيو ځواکونو له لورې د ولسي خلکو د وژنې پر ضد پر مظاهره د کابل کوڅو ته راووتل.
په دې مظاهره کې چې د جمعيت اصلاح د ځوانانو د څانګې لخوا جوړه شوې وه له امريکايي او ناټو ځواکونو څخه وغوښتل شول چې خپلو هغو عملياتو ته پای ورکړي چې د سوله ساتنې تر نامه لاندې پکې افغانان وژني.
مظاهره په وروستيو کې په کونړ، لغمان او بغلان د ولايتونو په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې، د بهرنيو ځواکونو لخوا د ولسي خلکو د پرلپسې وژنو د غندنې په موخه جوړه شوې وه.
دا مظاهره د ځای پر ځای راټولېدنې په بڼه جوړه شوې وه، او پرته له دې چې سړک بند کړي یا چاته ورانی ورسوي په سوله ييزه توګه پای ته ورسېدله.ترهګري د دوی په قاموس کې
د جمعيت اصلاح يو استازي ډاکتر سيد خالد راشد غونډې ته وويل افغانان په تېرو اتو کلونو کې د ترهګرۍ ضد جګړې په پلمه له عام وژنې څخه تر سپوږمو راغلې دي او که دا جګړه ونه درېږي د عام ولس د قهر څپه په يو اوښتون باندې بدلېدلی شي.
هغه وويل: “د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په نامه تاسې هره ورځ شاهدان ياست چې دوی څومره بې ګناه کسان وژني او خپله د تر ټولو ناوړه د وحشت او ترور عملونه ترسره کوي. نن موږ د بهرنيو يرغلګرو ځواکونو لخوا د ترورونو او بېرحمانه وژنو د لړۍ يوه وړه پېښه ژاړو. ايا ترهګر د بشرپالې امريکا او اروپا په قاموسونو کې د مکتب ماشومانو ته وايي چې دوی يې وژني؟ ايا د بې ګناه ملکي وګړو د کور نړول او د ښځو او ماشومانو په ډله ييز ډول بمبارولو ته دوی سوله ساتنه او بشرپالنه وايي؟ نن دې همدا متمدنه نړۍ په دې عکسونو کې وګوري چې ترهګر څوک دی؟ دا دوه مياشتنی ماشوم دی چې پلار او مور يې د سوري سوري بدن پر وير ولاړ دي، او که هاغه بوډۍ مور ده چې کور یې لوټې لوټې شوی دی؟ او که زموږ پر وطن يرغل کوونکي په وسلو بار سرتېري دي چې د هر افغان د وژلو حق لري، او څوک ورڅخه د ولې پوښتنه هم نه شي کولی؟”
د ښاغلي راشد د احساساتي وينا په منځ منځ د الله اکبر او د “د افغانستان دښمنان دې مړه وي” او “بهرنيان دې ووځي” شعارونه بدرګه کېدل.“افغان ځوانان چوپ نه شي پاتې کيدلی”
د جمعيت اصلاح يو بل استازي مولوي نقيب الله حميد غونډې ته وويل د بهرنيو ځواکونو خپلسرو عملياتو او د افغان وژنې نه ختمېدونکۍ لړۍ د افغان ولس د صبر کاسه نوره ډکه کړې ده، او د ځوانانو په شمول د ټولنې هر قشر د دوی پر ضد په را پاڅېدو دي.
هغه وويل: “بهرنيان هومره بې تفاوته دي چې زموږ يو بشپړ کلی وران کړي، په لسګونو خلک را ووژني او بيا د ټولو دغو جنايتونو جبيره په يو sorry باندې کوي. له بل لورې زموږ حکومت هومره بې تفاوته او بې وسه دی چې د کونړ په څېر د لسګونو او سلګونو داسې پېښو په مقابل کې هېڅ نه شي ويلی او د يوې پېښې د تحقيق نتېجې اعلان نه شوې، او يو بهرنی محاکمه نه شو. افغان ځوانان د دې افغاني او نړيوالې بې تفاوتۍ په مقابل کې چوپ نه شي پاتې کيدلی.”
په ولسي جرګه کې د کونړ ولايت يو استازي مولوي شهزاده شاهد مظاهرې ته ګواښ وکړ چې که د بې ګناه افغانانو وژنه ونه درول شي، د بهرنيو ځواکونو پر ضد غوسه په ولسي پاڅون باندې اوښتی شي.
“له زغمه وتلې”
هغه وويل: “زه تازه له کونړ څخه راستون شوی يم. د بهرنيانو خپلسري عمليات د کونړ د خلکو لپاره له زغمه وتلې ده. خلک سخت د بهرنيو ځواکونو په ضد پارېدلي دي. دا لومړی ځل نه دی، دویم ځل نه دی، او وروستی ځل به هم نه وي چې دوی د ماشومانو او ولسي خلکو پر وژنه لاس پورې کوي.”
په ولسي جرګه کې د لغمان د خلکو استازی مولوي سيد الرحمن وويل د امريکايي او ناټو ځواکونو لخوا د خپلو هېوادونو د امنيت په خاطر د ولسي افغانانو وژل په کوم منطق باندې د توجيه وړ ګنلی شي؟
“دا څه ډول منطق کيدی شي چې له لسګونو زرو کيلومترونو ليرې هېوادونو څخه راغلي ځواکونه د خپلو هېوادونو د امن لپاره په افغانستان کې زموږ ماشومان او ښځې وژني؟”
د مظاهرې ګډونوالو په پای کې يو شپږ ماده ايز پرېکړه ليک صادر کړ، چې د دې راپور په پای کې يې بشپړ متن لوستلی شئ.
دا مظاهره د پوليسو او د جمعيت اصلاح د ځوانانو د څانګې د استازو لخوا تر سخت کنترول او امنيت لاندې ترسره شوه، او ګډونوالو يې د نظم ستاينه وکړه.
“منظمه او مهذبه مظاهره”
د مظاهرې يو ګډونوال احمد ارشاد اصلاح انلاين ته وويل: “زما په نظر د ولسي فشار د ښوولو او د مظلومانو د غږ د پورته کولو لپاره مهمه دا نه ده چې ډېره غوغا دې جوړه شي، او په ښار کې دې پراخ ورانی وشي تر څو د خلکو توجه جلب کړی شي. په هغو مظاهرو کې چې په کابل کې کېږي، دا لاريون ماته ډېر منظم او مهذب ښکاره شو. خپلسري او ګډوډي پکې نه وه. لارې او سړکونه نه وو بند شوي، تر څو عامو خلکو ته تاوان ونه رسېږي او په دې ډول په لومړي ځل زه په متمدن شکل باندې يوه مظاهره ګورم.”
د يادونې وړ ده چې مظاهره د عام سړک او لارې پر ځای، د خوشال خان سيمه کې د دوو سړکونو د منځ پارک په سيمه کې ځای پر ځای جوړه وه، او سړک ته د وتونکو مظاهره کوونکو مخنيوی کېده تر څو عامه لاره بنده نه شي.
د جمعيت اصلاح د ځوانانو د څانګې مشر پوهنمل عبد الواحد جهيد اصلاح انلاين ته وويل دا احتجاجي غونډه په محدوده بڼه جوړه شوې وه او تر ډېره پکې يوازې د کابل پوهنتون ځينو محصلينو، يو شمېر استاذانو او عامو ځوانانو برخه اخيستې وه.
د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې جمعیت اصلاح د هېواد د روانو چارو په اړه د خپل دريځ د څرګندولو د يوې بېلګې په توګه په دې بڼه بهر ته را وځي، که څه هم دا راوتل په وړه او محدوده بڼه و.
جمعيت اصلاح د يو ټولنيز سازمان په توګه له ۲۰۰۲ کال را پدېخوا په افغانستان کې فعاليت لري او ډېری تمرکز يې پر دعوتي او اصلاحي پروګرامونو باندې دی.
پرېکړه ليک
دا هم د صادر شوي پرېکړه ليک بشپړ متن چې په ترتيب سره په پښتو، دري او انګليسي باندې وړاندې کېږي:
د لغمان، کونړ او بغلان په ولایتونو کې د ناتو او امریکایي ځواکونو په وسیله د افغانستان د بې ګناه خلکو د بې رحمانه وژنو په اړه د جمعیت اصلاح د ځوانانو څانګې پریکړه لیک
۱۳۸۸ ل کال د جدي نهمه – د ۲۰۰۹ م کال د دسمبر دیرشمه
کابل – افغانستان
څرنګه چې ټول خبر دي د تیرې یوې میاشتې په اوږدو کې بهرنیو ځواکونو دری ځله د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې زمونږ بیګناه هیوادوال ووژل، د قوس په نهمه نیټه امریکايي ځواکونه د لغمان ولایت علینګار ولسوالۍ د هرمل کلي ته ننوتل او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې څو بې ګناه کسان په شهادت ورسول، د جدي په پنځمه نیټه بهرنیو ځواکونو د کنړ په ولایت کې ۱۰ بې ګناه هیوادوال چې ۸ تنه یې د ښوونځي زده کوونکي وو شهیدان کړل، څو ورځې وروسته د بهرنیو ځواکونو لاسونه د بغلان ولایت د زړې کلا په سیمه کې د بې وزلو هیوادوالو په وینو سره شول چې په شهیدانو کې یو پلار او د هغه درې زامن هم شامل وو.
د دغو جنایتونو د غندنې په موخه د جمعیت اصلاح ځوانانو څانګې په کابل ښار کې یوه احتجاجیه غونډه رابللې ده چې په هغې کې د هیواد د ځوانانو په استازیتوب یو شمیر ځوان محصلین، زده کوونکي او د پوهنتون استادان راټول شوي دي او د ناتو او امریکایي ځواکونو په لاس، د بې ګناه افغانانو د وژنې د غندلو په لړ کې دغه پریکړه لیک تصویب کړ:
مونږ له جمعیت اصلاح سره تړلي ځوانان د هیواد د ځوان نسل په استازیتوب په لغمان، کنړ او بغلان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو چې د سولې ساتنې په نوم زمونږ هیواد ته راغلي دي په لاس د بې ګناه هیوادوالو بې رحمانه وژنه په کلکه غندو او په چټکه او فوري توګه یې بندول غواړو.
مونږ د افغانستان حکومت او د قانون ساتندویه ادارې مکلفې ګڼو چې دغه پیښې جدي تعقیب کړي او عاملان یې محاکمې ته راکاږي.
د افغانستان ځوانان له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ساتندویه سازمانونو او نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې تر دې زیات په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په لاس د ملکي وګړو د وژنې په اړه بې تفاوته پاتې نشي او له قانوني لارو څخه دې د افغانانو د بې رحمانه وژل کیدو مخه ونیسي.
د افغانستان خلک پدې اند دي چې امریکا او ناټو باید په افغانستان کې د خپلو پوځي ځواکونو زیاتولو په ځای د چټک وتلو او زمونږ په هیواد کې جګړه مارو سیاستونو ته د پای ورکولو په اړه فکر وکړي او باید پریږدي چې افغانان خپل برخلیک په خپله وټاکي.
نړیوالې ټولنې ته زمونږ پیغام دا دی چې نور دې د افغانستان په خلکو د خپلو تګلارو او واک تپلو په فکر کې نه اوسي. هغه ملت چې توانیدلی دی چې یو نیم زر کاله د اسلام په سیوري کې د وروڼو په څیر ژوند وکړي، په راتلونکي کې هم د یوه ملت په توګه اوسیدلو او د خپل همنوع سره د ګډ ژوند کولو په خاطر د نورو سرپرستۍ ته اړتیا نلري.
له ټولو مومنو او مخلصو افغانانو نه غواړو چې د ملت د لوړو ګټو په خاطر خپل شخصي او ګوندي اختلافات او مصلحت پالنې پریږدي او د ازاد، آباد او خپلواک افغانستان د جوړولو په موخه د وحدت لاسونه سره ورکړي، د افغانستان ځوانان به پرینږدي چې پردي زمونږ له اختلاف نه ګټه پورته کړي، زمونږ په هیواد کې ښکیلاکي تګلارې پلې کړي ، خلک مو ووژني او هیواد مو وران کړي.
ژوندي او سرلوړي دې وي د افغانستان خلک
ناکام دې وي د افغانستان دښمنان
قطعنامه جوانان جمعیت اصلاح به مناسبت تقبیح کشتار بیرحمانه مردم افغانستان نیروهای ناتو/امریکا درولایتهای لغمان، کنر وبغلان
9جدی 1388 مطابق 30 دسامبر2009میلادی
کابل – افغانستان
چنانچه همه اطلاع دارند، طی یکماه گذشته نیروهای امریکایی سه باردست به کشتار اهالی بیگناه کشورما درمناطق مختلف افغانستان زدند. بتاریخ 7 قوس نیروهای امریکایی وارد قریهء هرمل ولسوالی علینگارولایت لغمان گردیده وچند تن بیگناه بشمول زنان واطفال را به شهادت رسانیدند. به تاريخ 5 جدی نیروهای خارجي 10 تن ازهموطنان بیگناه مارا به شمول 8 تن متعلمین مکتب، وحشیانه به شهادت رسانیدند. چند روزبعد، دستان قوای خارجی به خون هموطنان بیچاره ما درکهنه قلعهء ولایت بغلان آلوده گردیدکه یک پدروسه پسرنیزدربین کشته شده گان اند.
جهت تقبيح اين جنایات، بخش جوانان جمعیت اصلاح، اجتماع احتجاجیه ای را در شهر کابل براه انداختند که درآن تعدادی ازجوانان محصل، متعلم واستادان پوهنتونها، به نمایندگی ازسائر جوانان اشتراک ورزیده بودند.مشارکین ضمن تقیبح کشتار های افرادبی گناه بدست نیروهای امریکایی وناتو این قطعنامه راتصویب کردند:
1-ما جوانان مربوط جمعیت اصلاح به نمایندگی ازنسل جوان کشور، کشتاربیرحمانه هموطنان بیگناه خویش را در ولایتهای لغمان، کنر، وبغلان بدست نیروهای امریکایی وناتو که بنام حفظ امنیت به کشورما آمده اند، شدیدا تقبیح نموده خواهان قطع فوری وعاجل چنین جنایتها میباشیم.
2-ما حکومت افغانستان وارگانهای حفاظت کننده قانون را مکلف میدانیم که حادثات مذکور را موردتعقیب جدی قرارداده عاملین آنرا به محاکمه بکشانند.
3-جوانان افغانستان ازسازمان ملل متحد، نهادهای حافظ حقوق بشروجامعهء بین المللی میخواهد تا بیش ازین دررابطه به کشتارافراد ملکی بدست نیروهای خارجی درافغانستان بی تفاوت نمانده، جلوکشتار بیرحمانه افغانها بدست را ازطرق قانونی سد نمایند.
4-مردم افغانستان به این باورند که امریکا وناتو بجای ازدیاد نیروی های نظامی به افغانستان، باید به فکرخروج عاجل وپایان دادن به سیاست های جنگجويانه خود درین کشورباشد وبگزارند که مردم افغانستان سرنوشت شان را بدست خود تعیين نمایند.
5-پیام ما به جامعهء جهانی اینست که بیش ازین به فکرتحمیل سیاستها وقبولاندن قیمومیت شان بالای مردم افغانستان نباشند. ملتی که توانسته است یک ونیم هزارسال را درزیرسایهء اسلام برادروارزندگی نماید،درآینده نیزبه قیمومیت کسی بخاطرملت شدن وهمزیستی با همنوع خود ضرورت ندارد.
6-تقاضای ما ازتمام افغانهای مومن ومخلص اینست که بخاطر مصالح علیاي ملت اختلافات ومصلحت پسندی های شخصی وگروهی را کنارگذاشته وجهت ساختن افغانستان آزاد، آباد ومستقل، دست وحدت باهم بدهند. جوانان افغانستان نخواهندگذاشت که دیگران با استفاده ازبی اتفاقی ما، سیاستهای اشغال گرانه شان را درین کشوراعمال نموده، مردم را قتل وکشور مارا ویران نمایند.
زنده وسربلند باد مردم افغانستان
سرنگون باد دشمنان افغانستان