رحمت الله مبین
د ۱۹۳۳ او ۱۹۴۵ میلادي کلونو ترمنځ د امریکا ولسمشر (فرانکلین دېلانو روزوېلټ) ویلي وو (په سیاست کې هیڅ هم ناڅاپي نه وي ، که وي نو پوه شئ چې پلان همداسي و.)
پوره اوولس کاله مخکې په همداسي یوه تیاره ماښام چې د ۲۰۰۱ لومړي کال د اکتوبر له ۷ مې سره بربرابریږي د امریکا تک شین سهار او په افغانیستان کې د ۱۳۸۰ لمریز کال د تلې ۱۵ مه د یکشنبې ماخستن شاوخوا نهه بجې وې چې د هغه وخت د کابل راډیو عادي خپرونې په ټپه ودریدې.
له فضا څخه امریکایي سپوږمکیو د څار سترګې د افغانستان پر خاوره ګنډلې وې او د مظلوم افغانستان په بې دفاع هوا کې بی ۵۲ ډوله الوتکې څرخیدې. تر سهاره لا ځیني عام افغانان په دې نه پوهیدل چې څه پېښ شوي؟
په ښکاره ، دا هرڅه د ۲۰۰۱م کال پر امریکا د سپټمبر د بریدونو له امله وو، خو داسي ویل کېږي چې له دوهمې نړیوالې جګړې تر ۲۰۰۱ م کال پورې امریکا په ۶۰ هیوادونو کې د دوی خلاف حکومتونو د را پرزولو هڅې کولې او دا خبره ډاکټر رحت ربي زرکیار د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د یو لوړ پوړي مامور ( ویلیم بلوم ) د کتاب (بد ذات دولت) له مخې څرګنده کړې .
د امریکې د همدغه ډول سیاست لړۍ په ۲۰۰۱ م کال د اکتوبر په ۷ له افغانستان څخه پیل شوه او د اسلامي تمدن پر وړاندې د لویدیځ پخوانۍ کرکه یي څرګنده کړه چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر ( بوش ) په وینا ( دا به یوه بله صلیبي جګړه وي ) ، هسې د سپټمبر د ۱۱ په څیر یوې بهانې ته اړتیا وه چې څرنګه هغه د میږي او لیوه غوندې (اوبه دې ولې له کته راخړې کړې ) یوه پلمه جوړه کړي او داړې وغورځوي. کنه په دومره پرمختللي هیواد کې د دریو ساعتونو په اوږدو کې د الوتکوو تښتول او بیا هدفونه لاندې کول ، د امریکا په جادويي ټکنالوژۍ بې شمیره شکونه پیدا کوي.
دغه ډول چلونه او بهانې د امریکایانو ډېرې پخوانۍ تجربې دي ( د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له ۱۱ نه ۶۰ کاله مخکې په کال ۱۹۴۱ م په دسمبر کې د جاپان قواوو د امریکې په پارل هاربر بندر برید کړی و او هلته پروت سمندري ځواک یي وېجاړ کړی و، چې دونیم زره امریکایان پکې ووژل شول.
ادعا داسي ده: د امریکې د هغه مهال ولسمشر فرنکلین دېلانو روزوېلټ پوهیدو چې کومه پېښه کېدونکې وه ، خو د هغې مخه یي ونه نیوله ، د دې لپاره چې دوهمې نړیوالې جګړې ته د ورداخلیدو لپاره دفاعي پلمه او په اسانۍ سره د خپل ولس توافق لاسته راوړي.
د امریکې د هغه مهال د سمندري ځواک مشر ناکس وایي: چې ولسمشر روزوېلټ یي په پارل هاربر باندې د حملې په ورځ په سپېنه ماڼۍ کې لیدلی و. د ناکس په اند : اصلا پر ځان ډېر باورمن روزوېلټ په دغه ورځ اندېښمن مالومیدو ، دسپین ټوکر پشان یي رنګ تښتېدلی و. د سمندرې قوې وزیر (ناکس) زیاتوي : چې زما په اند هغه (روزوېلټ) توقع لرله ، چې ووهل شي ، خو د دې هیله یي نه لرله چې ټپي شي.
دلته پخپله د ولسمشر فرنکلین دېلانو روزوېلټ وینا هم د کلک پام وړ ده : ( په سیاست کې هیڅکله هم یوڅه ناڅاپه نه رامنځته کېږي ، که پېښ شي نو ډاډه اوسئ چې پلان به یي همداسي و) ( ۱: ۲۶۹ او ۲۷۰ مخونه )
لاني کای د هغې سمندرې بیړۍ نوم و چې روزوېلټ په قصدي ډول د دې لپاره په وسلو سمباله کړې وه چې د چاپاني ځواکونو ورته پام شي او برید پرې وکړي.
خو جاپانیانو په پارل هاربر برید وکړ او هلته مېشت سمندري پوځ یي له منځه یوړ، په همدې سره د روزوېلټ طبعیت لږ خراب شو، چې جاپانیانو ولې د دوی ټاکل شوی ښکار په نښه نه کړ؟ په هغه وخت کې چې له امریکا پرته نور ځواکمن هیوادونه په جګړه کې ښکیل و ، نو امریکا ځان په چیخله ګراو چې په جګړه د ور ګډیدو لپاره هسې یوه پلمه پیدا کړي.
هو رښتیا هم، امریکایانو هر څه همداسي پلان کړي وو، دوی مخکې له مخکې په امریکایي هدفونو د جاپان له نیت څخه خبر شوي و او د همدې لپاره یې په پارل هاربر بندر کې پوځونه مېشت کړل، یوه جوړه شوې بیړۍ یي په وسلو بار خو له پوځيانو تشه لږ مخکې ور ولیږله ترڅو د سر زیان پکې کم یا بیخي نه وي ، خو جاپانیانو د دوی فکر درک کړی و او مخامخ یي په سمندري هډې برید وکړ ، چې روزوېلټ داسي تمه نه لرله او غشي یي په خپل ټټر ونښت .
جاپان غوښتل چې له امریکا سره تر ګریوان ونیسي ، امریکا غوښتل چې له خپلې خاورې بهر باید جګړه وکړي ، چې نه یي کور وېجاړ شي او نه یې اقتصاد ته ډېر زیان ورسیږي. په همدې وختونو کې امریکا په ځان ډېره باوري شوې وه او جګړې ته یې په دې زړه کیدو چې نوې اټومي پروژه یي هم پکار اچولې وه .
له روزوېلټ ورسته د هغه مرستیال امریکايي ولسمشر ټرومن د ۱۹۴۵ م کال د اګسټ په ۶ نېټه د اتومي بم کارونې امر ورکړ او جاپان یې له پښو وغورځاوه ، نو هم د امریکا نړیوال رقیبان حیران شول او هم ورسره جوخته دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده.
د سپټمبر پېښه او د اکتوبر یرغل هم د امریکا د هغې پخوانۍ ډرامې لړۍ وه چې غوښتل یې د خپلو وسلو او زور ازمویلو لپاره یو لابراتوار جوړ کړي، په منځنۍ اسیا کې د خپلو رقیبانو (چین ، روسیې ، ایران او عراق) نبض ته ورنږدې شي ، د وسلو په استعمال او خرڅ سره خپل دریدونکي اقتصاد وغوړوي، د بیکارۍ مخنیوی وکړي او خپلو جوړو کړو جګړیزو وسلو د خرڅ لپاره نوي بازارونه ومومي، همدارنګه ترټولو مهمه دا چې د اسلام او مسلمانانو مخ ښه کیدونکی حالت بیرته شاته ټیل وهي په منځني ختیځ کې د تیلو زیرمې ، په افغانستان کې ناسپړل شوي یورانیم او نور کاني توکي ترلاسه کړي . ځکه خو پلمو او بهانو ته اړتیا وه .
په دې خبره ټول پوهیږي چې سیاست دوه مخه لري ، که د تاریخ پاڼې واړو په کال ۱۹۳۳م کې هټلر د المان د پارلمان ودانۍ ته اور ورته کړ او په دې پلمه یې خپل مخالفین ( کمونیستان ) سخت وځپل .( ۲: ۴ )(Reichstagsgebäude)
په همدې ډول د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر په ۱۱ امریکا د خپلو لوبو بل پړاو د خپلو سوداګریزو برجونو په نړولو پیل کړ او پر افغانستان د اکتوبر عملیاتو ته یي له خپل هیواد او خلکو څخه د دفاع ، د بشر د حقونو ملاتړ، د ښځو د حقونو پرځای کول، د زده کړو عامه کول، په نړۍ کې د سراسري سولې رامنځته کول او د نړیوال تروریزم پر وړاندې مبارزې نوم ورکړ، د سپټمبر له پېښې شاوخوا اته میاشتې مخکې چې ولسمشر بوش په ټاکنو کې بریالی شو، نو ټول واکمن ټیم یې غوښتل چې د ختیځو هیوادونو په ځانګړې توګه د عراق په اړه باید فکر وکړي.
په کال ۱۹۹۸ م جنورې کې ډانالډ رامسفلیډ ، پاول ولفوویتڅ ، ریچارډ پرلې او د جمهوري ګوند نورو( ۱۸) تنو افراطیانو (د خلیلزاد) په شمول د هغه مهال ولسمشر (بیل کلینټن) ته لیک استولی و او ټینګار یې کړی و چې د امریکې په نوې سټراتیژۍ کې له بل هر څه د مخه دي د صدام حسین د رژیم قدرت ړنګ شي) ( ۱: ۲۱۳ ) )
هماغه و چې کله د دوی یار ( بوش ) ټاکنې وګټلې او په افغانستان کې له ښکیلتیا وروسته یي ، د صدام حکومت د بیولوژیکي وسلو په جوړولو تورن کړ ، نو په ۲۰۰۳ م کال د مارچ په ۱۹ یي پر عراق برید وکړ.
همدارنګه د ۱۹۹۶م او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ د امریکا په مشرۍ ډېرې داسي غونډې شوې وې ، ترڅو په افغانستان کې د طالبانو د نظام د ړنګولو په اړه یوه پرېکړه وشي . ډاکټر رحمت ربي زیرکیار په خپل کتاب ( د نوي سیاست الجبره ) ۲۶۷ مخ کې لیکي : ګري شرون چې له ۱۹۹۶ تر ۱۹۹۹ م پورې په اسلام اباد کې د سي ای اې مشر و افغانستان ته یي څو ځلې پټ سفرونه کړي و او له احمد شا مسعود سره یي لیدلي و . همدارنګه د( سپینې پاڼې د «طالبانو د لرې کولو پلان » )په نوم یو عنوان لاندې څرګندوې چې د ۱۹۹۹م کال په نیمایي کې د ( سپینې پاڼې ) په نوم یوه نږدې ۴۰ مخیزه لیکنه را ووته چې په واشنګټن کې د افغانستان فونډیشن لپاره لیکلی شوې وه او یاده موسیسه په ۱۹۹۶م کال جوړه شوې وه .
د هغه په وینا سپینې پاڼې (په افغانستان کې د امریکې سیاست، سیالي او د حل لارې) لټولې او دا لیکنه د هغې کمیټې لخوا ترسره شوې وه چې مشر یي زلمی خلیلزاد و. د ښاغلي زیرکیار په وینا د یادې موسیسې سپینو پاڼو ښودله چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د حملو د ورپسې عملیاتو لپاره یوه طرحه وه . ( ۱: ۱۸۴ )
د ۱۹۹۴م د اګست په میاشت کې چې اسامه بن لادن د امریکا او اسراییلو پر ضد د جهاد اعلان وکړ او ( په ۱۹۹۸ م کال د اګست په ۲۰ نېټه په نایروبي او دارالسلام (د کینیا او تانزانیا) په پلازمینو کې د امریکا په سفارتخونو حملې وشوې او پکې ۲۵۴ پنځوس تنه ووژل شول ، امریکا اسامه او د هغه القاعده ډله پړه وبلل او په ځواب کې یي د ۱۹۹۸م د اګست په ۲۸ مه په افغانستان او سوډان د اسامه بن لادن په استوګنځایونو توغندیزې حملې وکړې ، خو هغه ته پکې هیڅ زیان ونه رسید. ) (۶: ۲۵۹)
د زیرکیا ر په وینا همدغه توغندیز بریدونه په ( سپینې پاڼې ) کې څو ځایه یاد شوي دي .
د ۱۹۹۸م کال د اګسټ په میاشت کې امریکې د سوډان هیواد د الشفا په نوم هغه ودانۍ په نښه کړه چې درمل یي جوړول او د دوی په وینا کیمیاوي وسلې پکې جوړیدې ، د جان پیلګر په وینا هلته د نري رنځ او ملاریا درمل جوړیدل. سوډان له ملګرو ملتونو څخه د څار غوښتنه وکړه ، خو امریکا هیڅ اجازه ورنه کړه .
امریکا له طالبانو څخه د اسامه د ورسپارلو پرلپسې غوښتنې کولې . امریکا د ځان او ملګرو پر وړاندي يي هر پېښیدونکي ګواښ د اسامه له اړخه ممکن باله . امریکا اسامه بن لادن په څو ورانونکو پېښو تورن کړی و ، همدا لامل و چې د سپټمبر له بریدونو سره سم یي له ځنډ او څېړنو پرته پړه پر اسامه واچوله او ولسمشر بوش په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې هغه دې ورته وسپاري ، د طالبانو مشرتابه غوښتنه وکړه چې د پېښو څېړنه دې وشي او له شواهدو ورسته به اسامه نړیوالې محکمې ته وسپاري ، خو هغوی دا هیڅ هم ونه منل او بې قیده و شرطه یې د هغه د ور سپارلو غوښتنه کوله.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو وزیر ( وکیل احمد متوکل ) له رسنیو سره په مرکه کې ویلي و چې موږ غوښتل له امریکا سره نورې خبرې وکړو ، ترڅو د جګړې مخه ونیوله شي ، خو امریکا هیڅ وخت را نه کړ او له جګړې پرته یي بله لاره غوره نه کړه .
پېښه داسي رامنځته شوه :
په افغانستان کې د ۱۳۸۰ ه کال د وږې ۲۰مه د سه شنبې زیړ مازدیګر او په امریکا کې د ۲۰۰۱میلادي کال د سپټمبر۱۱مه شین سهار و . د امریکا دوخت ولسمشر جورج ډبیلو بوش نږدې اته نیمې بجې په فلوریدا ایالت کې د یو لومړني ښوونځي په لیدنه بوخت و ، هغه لا د ښوونځي په انګړ کې و ، له هرڅه مخکې یې غوښتل د ښوونځي له مشرانو او ښوونکو سره وویني او بیا ټولګیو ته ولاړ شي، دوی لا په ستړې مشې او خبرو لګیا وو، پاوکم نهه بجې شوې وې چې د سپینې ماڼۍ د ویاند (اري فلایشر) ټیلفون وکړنګید او مرستیال یي له نړیوال سودا ګریز مرکز سره د الوتکې د ټکر خبر ورکړ، فلایشر غوښتل ولسمشر خبر کړي خو د هغه ستر مشاور (کارل روو) ځان ړومبی کړ او د ولسمشر په غوږ کې یي د پیښې په اړه څه وویل ، همدارنګه د ځانګړي ټیلفون په واسطه د ملي امنیت د جرګې مشاورې (کانډولیزارایس چې ورسته د بهرنیو چارو وزیره شوه) ولسمشر ته وویل :
فډرال سرچينې د نیویارک له ښاره د ښکاره ټکر خبر ورکوي ، ولسمشر ورته لار ښوونه کوي او له لږ ځنډ ورسته ټولګي ته ننوت ، دوی دا یو ټکر وباله نه حمله ، د امریکا د هوايي چلن یوه بوینګ ۷۶۷ ډوله مساپر وړونکې الوتکه چې له ۱۳۶۸ پوټه لوړ شمالي برج سره لګیدلې وه ، نندارچیانو فکر کاو چې دا هسي تصادفي ټکرو ، د الوتکې تخنیکې ستونزه او یا د پیلوټ بې پروایي وه ، خو لس یولس دقیقې لا نه وې تېرې شوې چې دوهمې الوتکې دوهم برج په نښه کړ ، په دوهم ځل ټيلفون سره اري فلایشر ته خبر راغی چې امریکا تر ګواښ لاندې ده ، اري غوښتل په پټه بوش خبر کړي ، خو د سپیې ماڼۍ د کارکوونکو مشر اندي کارد وار ړومبی کړ، د ولسمشر په غوږ ورپریوت او د دویمې الوتکې د ټکر زیری یي ورکړ . په نهه نیمې بجې ولسمشر خپل دریځ اعلان کړ چې ګواکې امریکا تر یرغل لاندې ده او موږ به هرومرو خپل غچ اخلو هغه وویل چې د دې برید عاملین به ډېر دروند تاوان پرې کوي ، هغه لا خبر نه و چې درېیم برید ته لا اته دقیقې پاتې دي او هغه الوتکه چې غوښتل یي د امریکا د دفاع وزارت ( پنټاګون ) په مښوکه ووهي لا پر لاره وه.
( په واشنګټن کې د پوټامک سیند نه پورې غاړې ته د امریکا د هوايي چلن درېیمه الوتکه بوینګ ۷۵۷ په نهو بجو او او ۳۸ دقیقو د پنټاګون پر لویدیځ دیوال ور وجنګیده، د ودانۍ له پینځو کانکریټي دیوالونو څخه تر درې دیوالونو ورننوتله، چې له لامله یې د ودانۍ یوه برخه رانسکوره او ویجاړه شوه ، په دې کې د ۵۸ تنو مساپرو، شپږ تنو عملې په شمول ، ۹۰ تنه ووژل شول، دغه مهال ایف بی ای ته دا معلومات وشو، چې درې واړه الوتکې تښتولې شوې وې ؛ خو په لس نیمې بجې د یوې بلې الوتکې خبر هم راغی، ۲۰ دقیقې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو د هوايي چلن له نیویارکه سان فرانسسکو ته تلونکې ۵۹۳ ډوله الوتکه پټس برګ سره نږدې را ولوېده او له منځه ولاړه .
په راتلونکیو ورځو کې دا څرګنده شوه چې څلور واړه الوتکې عربي ځانمرګیو بریدګرو تښتولې وې، چې د ۵۹۳ د الوت، سرښندویو سپرلیو یوې ډلې د څلورمې بربادوونکې حملې هڅه ناکامه کړه، په څو نورو راتلونکیو ورځو کې د ا څرګنده شوه چې دغه بریدونه د یوه نوي ترهګر تنظیم د ډېر دقیق پلان شویو عملیاتو برخه وه، سمدستي پر اسامه بن لادن شک وشو او ډېر زر ایف بي آ ی ته دا معلومات په لاس ورغلل چې د ترهګرو یوه شبکه په امریکا کې فعاله شوې ده ، چې ځینو غړیو یې دلته د پیلوټي زده کړې هم کړې وې.
د ۱۹ تنو برمته کوونکیو ترهګرو نومونه هم معلوم شول، خو د دوی د مستعارو نومونو په باب دومره اندېښنې وې، چې د ریښتینې پيژندنې مخه یې ډب کړې وه . په راتلونکو اونیو کې پلټنې روانې وې او د اکتوبر پر ۴ مه د بریتانیا صدراعظم ټوني بلیر، اعلان کړه چې کره ثبوتونه چې ردیدای نشي، پیدا شوي چې، د سپتمبر د ۱۱ مې په بریدونو کې القاعده او اسامه لاس لري.
دوی دا اعلان هم وکړ چې له ۱۹ څخه د درېوو تنو ځانمرګیو اصلي شناخت شوی ، دوی د اسامه مشهور ملګري دي، د دوی د ۱۵ تنو په باب دا معلومات وشو چې د سعودي عربستان اوسیدونکي وو. ( ۳: ۲۰۵ او ۲۰۶ )
وارخطا امریکا خپل حواس له لاسه ورکړي و دوی خپل عکس العملونه په ګواښونو څرګند کړل، پرویز مشرف په خپل کتاب (د اور پر کرښه کې) لیکي : په هغه مازدیګر زه کراچۍ ته د محمد علي جناح د باغ د جوړیدو د کارونو د ارزونې او لیدنې لپاره تللی وم ، مازدیګر مهال و چې زما د مطبوعاتو مسول راته وویل : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لیکه کې دی ، له لږ خبرو ورسته هغه په تونده لهجه راته وویل چې امریکا باندي یرغل شوی او پاکستان دې خپل دریځ روښانه کړي، چې له دښمن سره دریږي که له امریکا سره.
د سپټبرپه ۱۱ چې سی ان ان لا د پېښې انځورونه خپرول او په سي ان ان کې میلمنو مبصرینو په غوڅ ډول څرګندول چې دا د اسامه کار دی او د بریتانیا لومړي وزیر څرګنده کړه چې بل څوک دومره ځواک نه لري له اسامه پرته .
په نړۍ کې ټولو هیوادونو دغه پېښه وغندله او په افغانستان کې د طالبانو نظام د ملامحمد عمر په مشرې پخپله اعلامیه کې د یادې پښې غندنه وکړه ، د ښاغلي مطمئن په وینا : سمدستي غبرګون داو چې په رسنیو کې د دې پېښې غندنه وکړو او مشرتابه اسامه ته حال ورواستاو چې ژر دي له دې پېښې سره نه تړاو اعلان کړي ، اسامه له یوې خوا له پېښي سره نه تړاو اعلان کړ، له بلې خوا یی ورسره زیاته کړه چې زه پرې خوښ یم ، دا خبره مشرتابه ته د اندېښنې وړ وګرځیده.
متوکل صیب په کابل کې د نړیوالو رسنیو پر وړاندې وویل : موږ دا پېښه غندو او له امریکا نه تر ثبوت وړاندې د زغم هیله کوو. مشر له اسامه بن لادن څخه وغوښتل چې پېښه وغندي ، هغه وویل چې اسامه د پېښې پړه ونه منله خو ویي ویل چې پرې خوشاله یو. ( ۴: ۲۶۵)
د سپټمبر له بریدونو شاوخوا اتلس کاله تېریږي ، خو د دې پېښو په اړه تر اوسه لا کره مالومات چاته نشته ؛ بلکې په اړه یي بیلابیل شکونه شته لکه مخکې چې یادونه وشوه ډېری سیاسي لیدونکي په دې باور دي چې هرومرو دا یوه جوړه شوې لوبه وه او د یادې پېښې په اړه فرانسوي لیکوال تیرې میسان د (لوی درواغ) په نوم یو بشپړ کتاب لیکلی چې د نړیوالو شکونه یې لا زیات کړل، نوموړی کتاب په ډېرو نړیوالو ژبو ژباړل شوی او کره دلایل پکې دي چې خلک د امریکا په بد نیت پوهوي.
ښاغلی مېسان لیکي :
* د سپټمبر په ۱۱ مه ایف بي ای له ټولو هوایي کرښو څخه وغوښتل چې له رسنیو سره له خبرو ډډه وکړي. دا موضوع زموږ دا شک لا نور هم ډېروي چې د الوتکو ټولې څوکۍ ډکې نه وې او د مساپرو په نوملړ کې د تښتوونکو نومونه نه و.
* په همدې شپه د ایف بي ای (د امریکا د فدرال پولیسو اداره) مامورین د جولیز او ګیډي (هغه دوه وروڼه چې د له برجونو سره د ټکر په وخت یي د هغوی پیلم اخیستی و) کورته لاړل او د دوی هغه پنځه ساعته پیلم یې ترېنه ضبط کړ چې دوی د برجونو دننه او بهر ډک کړی و.
* د دغه پیلم یواځي شپږ دقیقې یاني هغه برخه دوی ته بیرته ورکړله شوې وه چې پکې له برجونو سره د الوتکو ټکر ښوودل شوی و. له همدې امله هغه سند چې د برجونو د نسکورېدو دلیل یي درلود، د چارواکو له لورې لرې او پټ شو.
* همدارنګه ایف بي ای د ( اودیګو) شرکت ته هم خبر ورکړی و، چې له رسنیو سره هیڅ ډول اړېکه ونه نیسي. ښایي هغه پیغامونه چې د اودېګو کمپنۍ ته د بریدونو د کېدو په هکله رسیدلي و، زموږ د دلایلو د لا ښه کیدو لپاره ګټور وي او ښاي د هغو پر بنسټ په دواړو برجونو کې د مرګ ژوبلې شمېره کمه شوې وای. خو له بده مرغه چې هغه هم له منځه تللي وو.
* پوځ هم په همدې ډول د خپلو کارکوونکو او رسنیو ترمنځ په اړېکو بندیز ولګاو ، خبریالان ونشي کړای د جیټ الوتکو له پیلوټانو او (بارکیدیل )او (اوفوټ) هوايي ډګرونو له کارکوونکو سره مرکې وکړي.
* د امریکا د وکیلانو ټولنه چې کولای یي شوای زیانونو ، مرګ ژوبلې او تاوان دعواوې وکړي او د بریدونو تر شا دولتي رازونه روښانه کړي ، اعلان وکړ چې هر هغه استازی به له خپلې ټولنې وباسي چې د قربانیانو د کورنیو په استازیتوب دعوا وکړي. دغه بندیز یواځي د شپږو میاشتو لپاره د اجرا وړ و او ورسته د دومره وخت څخه طبي پوهان نشي کولای د مړ شوي کس په اړه څېړنې وکړي.
* ولسمشر پخپله د کانګریس له غړو سره
ولسمشر پخپله د کانګریس له غړو سره اړېکې نیولې وې او له هغوی یې غوښتي و چې د سپټمبر د ۱۱ پېښو په اړه له څېړنو لاس واخلي ، ځکه کیدای شي له دې سره ملي امنیت ته ګواښ پېښ شي . کانګریس هم له دې کبله چې خوځښت وښيي او ځان ونه شرموي ، د یو ګډ څېړنیز پلاوي د جوړیدو پرېکړه وکړه چې د سپټمبر د ۱۱ مې د امنیتي پلانونه وګوري او په راتلونکې کې د ورته پېښو د کیدو مخنیوی وکړي .
کومو رسینو چې د دولت له لارښوونو څخه سرغړونې کړې وې او پخپل سر یي کره مالومات وړاندي کړي و، فعالیتونه یي ودریدل لکه : د تکزاس سن سیټي ورځپانې مسئول (ران ګوټینګ) او د ډیلي کوریر ورځپاڼې مسول (ډان ګوټرې) له دندو ګوښه او یایي ورځپاڼې له مالي اړخه لوټ او تالا شوې . ( ۲: ۷۷، ۷۸ )
په امریکا د برید له پېښې درې ورځې ورسته (د سپټمبر په ۱۴ نیټه د امریکا د متحده ایالتونو کانګریس ، ولسمشر بوش ته اجازه ورکړه چې د دوی په وینا د هغو هیوادنو ، ډلو او یا کسانو پر وړاندي اړین ګامونه پورته کړې چې د ده په فکر، د سپټمبر په ۱۱ نېټه یي په متحده ایالاتو باندې د برید پلان جوړ کړی و او یا یي له برید کوونکو سره مرسته کړې وه ، ترڅو په راتلونکې کې د متحد ه ایالتونو پر وړاندې د دغسي بریدونو مخنیوی وشي . ( ۲: ۷۳ )
بوش له کانګریس څخه وغوښتل چې د جګړو د لګښتونو لپاره دې شاوخوا شل ملیارده ډالره بودیجه ورته تصویب کړي، کانګریس ورته دوه برابر (۴۰) ملیارده بودیجه تصویب کړه . په همدې ډول د سپټمبر په ۱۴ د بوش په یو ځانګړي فرمان سره د ۵۰۰۰۰ زره تیارسۍ سرتیرو امر ورکړ، دفاع وزیر ( ډونالډ رمسفیلډ ) امر وکړ چې د ۳۵۵۰۰ سرتیروڅخه جوړ ( ۱۰۰۰ پلی پوځ ، ۱۳۰۰۰ هوایي ځواک ، ۳۰۰۰ سمندري قوه ، ۷۵۰۰ ځانګړی سمندري پوځ او ۲۰۰۰ ساحلي ګارډ ) باید ژر خپلو دندو ته حاضر شي . په دومره لویه پیمانه خوځښت یواځي د پارس خلیج د جګړې لپاره لیدل شوی و…
د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر په ۲۰ نېټه بوش د کانګریس دواړو جرګو ته خپله وینا واوروله چې د بریتانیې لومړی وزیر (تونې بلیر ) هم حاضر و ، بوش اسامه بن لادن او د هغه ډله په رسمي ډول په بریدونو تورنه کړه ، هغه په خپله اعلامیه کې د طالبانو حکومت ته له ګواښونو سره یوځای په نړیوالو هم غږ وکړ چې دوه لارې لري ( یا دي له امریکا سره ودریږي او یا دې د دښمن ملګري شي ) . بوش د طالبانو حکومت ته لاندي شرطونه اعلان کړل :
۱ ـ د القاعده ډلې مشر چې ستاسو په خاوره کې پټ دی باید متحده ایالاتو ته وسپارل شي (د کانګریس غړو لاسونه وپړکول)
۲ـ د امریکایي اتباعو په شمول ټول بهرنیان باید خوشي کړئ
۳ ـ په خپله خاوره کې بهرنیو خبریالانو ، مرستندویانو او ډیپلوماټانو ته اجازه وکرئ
۴ ـ په افغانستان کې د ترهګرو روزنځایونه باید وتړل شي او ترهګر اړوندو محکمو ته وسپارل شي
۵ ـ متحد ایالات باید د ترهګرو کمپونه وګوري چې رښتیا تړل شوي کنه .
۶ ـ موږ د پورتنو شرطونو په اړه له چاسره نورې خبرې نه غواړو .
۷ ـ طالبان دي زموږ شرطونه ومني کنه د دوی او ترهګرو پای به یو وي
د اکتوبر په ۵ بوش د اساسي قانون خلاف د وزیرانو شورا ته وویل چې مقننه قوې ته له مالوماتو ورکولو باید ډډه وکړي .( ۲: ۷۶ )
د اکتوبر په ۷ د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا او بریتانیا استازو د ملګرو متلونو جرګه ګۍ ته وویل چې دوی په افغانستان کې پوځي عملیا ت پیل کړي . په همدې ورځ د امریکې ولسشمر بوش په یوه تلویزوني وینا کې وویل :
ماسپښین مو پخیر ! د متحده ایالاتو پوځ زما په امر په افغانستان کې د القاعده په پټنځایونو اوطالبانو په پوځي جوړښتونو بریدونه پیل کړي دي. زموږ په دقت پلان شوي هدفونه به افغانستان له القاعده او طالبانو څخه وژغوري، په دې عملیاتو کې مو کلک ملګری بریتانیا هم راسره دی او اسټرالیا ، جرمني او فرانسې ژمنه کړې چې له عملیاتو سره مرسته وکړي ، همدارنګه په منځني ختیځ ، افریقا ، اسیا او اروپا کې له ۴۰ زیاتو هیوادونو د فضا او خپلو هوايي ډګرونو څخه د ګټې اخیستنې حق راکړی دی . ډېرو هیوادونو راسره استخباراتې مالومات شریک کړي او د نړۍ ډلیز ملاتړ راسره دی ، د طالبانو حکومت زموږ غوښتنې نه دي منلې اوس به لوړ تاوان زغمي او د افغانستان خلک به د امریکا او ملګرو سخاوت وویني ، موږ به هغوی ته له هوا څخه غذایي او روغتیا یی توکي وغورځوو. ( ۲: ۱۰۱ )
هو افغانانو د امریکا سخاوتونه ولیدل ، په کورنو، ودونو ، کلیو ، فصلونو مو د هغوی بمونه په سوغاتونو کې قبول کړل، ماشومان ، ښځې ، سپین ږیري او مشران مو بې عزته شول دا د غربیانو دوستې لا دوام لري …
په جګړو کې د دوی ګټې :
افغانستان ، عراق او منځنۍ اسیا ته د امریکا او ملګرو راتګ یي د پېښو لامل او تصادف نه و او نه د بشر د حقوقو پرځای کول ، نړیوال ثبات ، له تروریزم سره مبارزه ، د نشيي توکیو له منځه وړل او یا د دیموکراسي تامین ، بلکې لکه څرنګه چې وویل شول دا له مخکې سنجول شوي او جوړ شوي پلانونه وو . له دوهمې نړیوالې جګړې ورسته چې د کمونیزم او امپریالیزم ( ختیځ او لویديځ ) تر منځ سړه ( تبلیغاتې ) جګړه پیل شوه ، نو هر چا ځانته ملګري ډېرول او لویدیځ هڅه کوله چې په منځنۍ اسیا کې د دوی ګټې باید خوندي وي او ملګري ومومي یا یي تر واک لاندي وي یواځي د دوستي نوم ورکړي او په خړو اوبو کې کبان ونیسي ، همدا اوس په په افغانستان کې د امریکا سیاست هیڅوک هم د دوستي په بڼه نشي تعریفولای ، بلکې ټولې ستونزې د دوی له امله دي .
د انګلستان د لومړي وزیر ( پالمرستون ) په وینا : مپریالیزم نه همېشنی دوست لري او نه دښمن ، یواځي ګتې یي دایمي دي .
نو د افغانستان په جګړه کې د امریکا او امپریالیزم ګټې په لاندي ډول دي:
۱ – د منځنۍ اسیا او سره سمندرګي پر غاړه د نفتو او ګازو د سترو زیرمو ته لاس رسی.
۲ – په منځنۍ او سهیل ختیځې اسیا کې د چین د ارزانه توکو پر وړاندي امریکاي تولیداتو ته بازار موندنه ، چې امریکا او لویدیځ یي اندېښمن کړي .
۳ – د امریکایي نفتي شرکتونو ( یونیکال ) په وسیله د ۱۸۰۰ کیلومتره په اوږدو له ترکمنستان څخه هند سمندر ته د تیلو اوګازو نل
– د امریکایي نفتي شرکتونو ( یونیکال ) په وسیله د ۱۸۰۰ کیلومتره په اوږدو له ترکمنستان څخه هند سمندر ته د تیلو اوګازو نل لیکه چې زیاته برخه یي په افغانستان کې تیریږي.
۴ – په امریکا کې د ورځ په ورځ زیاتیدونکې بیکارۍ مخنوی او د وسلو جوړولو فابریکو د کار د غوړیدو لپاره د جګړو رامنځته کول او نړیوال تبلیغات .
۵ – په درېیمه نړۍ کې د خپلو زړو وسلو خرڅول او نوي بازارنونه موندل.
۶ – په افغانستان کې د قیمتي کانونو تر لاسه کول لکه : د هلمند یورانیم ، د نیمروز ( مارګو دښته ) ، د هیواد لرغوني اثار لکه د قبرونو او زیارتونو سپړل چې امریکایي او ناټو سرتیرو ډېر ځله دا کارونه ترسره کړي هم دي .
۷ ــ د امریکا د کورنیو کړکیچونو مخنوی ، د دې لپاره چې د خپلو وګړو ذهنونه بهر مصروف وساتي .
۸ – د ترورزیم په نوم یو فرضي دښمن جوړول لکه مخکې چې د کمونیزم او دیکتاتوري په جامه کې یي جوړ کړي و او خپلې جګړې یي پرې توجیه کولې.
۹ – د اسلامي بنسټپالنې د ګواښ مخنوی
۱۰ – دپخواني شوروي پولو ته د ناټو نږدې کول
۱۱ – د چین، روسیې او هند ګواښول او د عراق او افغانستان په لاندې کولو سره پر ایران د کړۍ راتنګولو د پروسې بشپړتیا ( ۵ : ۲۶۱، ۲۶۲)
په افغانستان د امریکې له یرغل سره نه د بشر حقونه پرځای شول ، نه ولس واکې حاکمه شوه ، نه دیموکراسي خپل اصلي رنګ خپل کړ، نه په نړۍ کې سوله راغله ، نه په افغانستان کې د دوی په وینا د تروریزم ځالې له منځه ولاړې .
خو پایلې دا دي :
امریکا افغانستان او عراق ته له راتګ ورسته نه کوم اټومي لابراتوار وموند او نه یي د دوی په اصطلاح د ترهګرو رېښې وایستې ، بلکې افغانستان یي د بې شمیره استخباراتي جګړو په خوله کې ورکړ ، مفسد اشخاص یي واک ته ورسول ، د قومونو تر منځ یي د نفاق زړي وکرل ، په بهرنیو مرستو ولاړ یو نړیدونکی اقتصاد، په کورنیو او بهرنیو چارو کې یو خوړین سیاست، د ملي ارزښتونو خلاف یو فاسد کلتور او د ګاونډیانو د سترګو اغزی یو مظلوم افغانستان لا پر ځای پاتې دی.
په عراق کې د کیمیاوي وسلو هیڅ سند نړیوالو ته نه دی ورښکاره شوی، یواځې یي هلته د سني او شعیه ترمنځ مذهبي جګړې پیل کړې ، تر څلورسوه زرو زیات عراقي وګړي یي د مرګ په خوله ورکړل او پخپله د امریکا تر پنځو زرو زیات سرتېري پکې ووژل شول، ډېر یي په اروایي ناروغیو اخته شول او په کوردننه امریکایي وګړي د افغانستان او عراق له جګړو ستړي شول .
منځنۍ اسیا ته د امریکا له راتګ سره په ډېرو اسیاي هیوادونو لکه : لیبیا ، تونس، مصر، سوریه، عراق، افغانستان، سوډان ، سوماليا، یمن ، فلسطین ، چین ، شمالي کوریا ، ایران ، ترکیه، لبنان او ځینو نورو هیوادونو کې پاڅونونو، مخالفتونو، ناڅاپي بریدونو، اقتصادي او سوداګریزو ګډوډیو لا زور واخیست. خو امریکا او ملګري یي دا هرڅه د هیوادونو د خپلو سیاسي شرایطو زیږنده ګڼي ، حال داچې په پټه امریکایي استخبارات او متحدین یي د دې ټولو ترشا دي او خپلې ستراتیژیکې ګټې پکې لټوي .
د غرب په یرغل باندې د اسیا او ختیځ هیڅ سیاست هم خوښ نه دی، خو د اسیایي هیوادونو د خپلمنځي اختلافونو له کبله په ښکاره هیڅ نه ویل کېږي او نه عمل کېږي ، بلکې هرڅه پټ او د وخت په انتظار دي چې لا څه به کېږي ؟
سرچینې:
۱ـ زیرکیار ربي رحمت د نوي سیاست الجبره .
۲ – مېسان تیري ، لوی درواغ د محمد حامد حیدرزي پښتو ژباړه الازهر خپرندویه ټولنه کابل ۲۰۱۱ م .
۳ ـ پیټر هار کلیروډ د ( د سي ای اې پټې جګړې ) د ښاغلي زبیر شفقي صیب ژباړه ، د سپوږمۍ راډیو لخوا خپورشوی ، د چاپ کال ۱۳۹۳ لمریز.
۴ مطمین عبدالحی ، ملامحمد عمر ، طالبان او افغانستان ، افغان خپرندویه ټولنه کابل ، ۱۳۹۶ لمریز کال.
۵ – موسوی ، داکتر سید علی ، تاریخ تحلیلی افغانستان ازظاهرشا تا کرزی ، ۱۳۸۸ ه .