عبدالفتاح جواد
د استعمار خاصيت
استعمار چې په كومه خاوره پښه ايښې ده نو هلته يې د وراني، فساد، اختلاف او ظلم تاريخ ترشا پريښى دى، نه يوازې دا چې تاريخ پدې خبره ګواه دى بلكې په خپله قرآن كريم هم وايي چې:
قَالَتْ إِنَّ الْمُلُوكَ إِذَا دَخَلُوا قَرْيَةً أَفْسَدُوهَا وَجَعَلُوا أَعِزَّةَ أَهْلِهَا أَذِلَّةً وَكَذَلِكَ يَفْعَلُونَ- النمل 34 آيت
ژباړه (ثابته خبره ده چې پاچايان چې كله كومه سيمه ونيسي نو فساد پكې كوي او د هغه درانه او عزتمن خلك ذليل او سپكوي او دا د هغوى كړنې او عادت وي.)
زمونږ په هيواد باندې چې كله هم بهرني استعمار يرغل كړى او دلته د لږ يا ډير وخت لپاره ايسار شوى دى نو له خپلو هغه افغاني پلويانو، واكمنانو او شخصيتونو سره يې همداسې چلند كړى دى، كه هر څومره افغاني لوري ورته د بين المللي دوستانو نوم وركړى دى خو استعمار نه يوازې داچې د دوستانو په سترګه ندي ورته كتلي بلكې په خپلو مينځونو كې يې جنګولي، يو قوم يې د بل په مقابل كې درولى دى، متنفذ شخصيتونه او پوه خلك يې يا ايل كړي او يا يې له تيغه تير كړي دي او ان هغه چارواكي او مشران چې دوى ته يې بلنه وركړې ده او تل به د وفادارو ملګرو په څير دوه لاسه سلامي ورته ولاړ وو خو كله هم چې هغوى لږ ازاد او افغاني فكر كړى دى د همدغو استعمارچيانو په لاس وژل شوي دي چې ښه بيلګه يې پدې معاصر تاريخ كې د افغاني خلقيانو او پرچميانو د قيادتونو ترور او وژنې وې، چې تره كى يې په امين او امين يې په خپله وواژه.
امريكا هم د 2001 م كال د سپتمبر په 11 مه نيټه په دغه هيواد بريدونه پلمه كړل او خپل ټول هغه استعماري پلانونه يې رامخې ته كړل چې د څيړونكو په اند يې د ډير وخت نه په نظر كې نيولي وو، دا چې افغانستان خپل يو ځانګړى ستراتيژيك موقعيت درلود، چې له يوه پلوه له چين سره چې د اقتصاد او سوداګرۍ په ډګر كې يې امريكا او اروپا ته ستر ګواښ متوجه كړى دى پولې لري، له بل پلوه بيا د منځنۍ آسيا له هيوادونو سره چې د نفتو او ګازو سترې زيرمې دي پولې لري، دغه راز د دوو سترو اسلامي هيوادونو پاكستان او ايران سره هم چم او ګاونډ لري هغه چې يو يې اتوم لري او بل يې د لاسته راوړلو په درشل كې دى، ددې ترڅنګ په خپله افغان ټاټوبى او دغه ولس چې د امپراتورانو په پرځولو كې ريكارډ لري د ايل كولو نه پرته يې نړيوال چاره نلري او داسې نور.
نو دغه ټول لاملونه د دې سبب شول چې امريكا د خپلو نورو ملګرو سره په افغانستان بريد وكړي، بريد وشو، د طالبانو حكومت يې چپه كړ او يوه اداره يې د بن د توافقاتو په پايله كې جوړه كړه، د طالبانو د بيخي لمنځه وړلو په موخه يې هم كله په يوه او كله په بله سيمه كې په بيلابيلو نومونو او عنوانونو طوفاني عمليات وكړل، خو دوى هم د افغان مسلمان او غيرتي ولس هراړخيز ترور ته ملاوتړله، د عقيدوي او فكري ترور لپاره يې د نصرانيت موسسې او انجوګانې فعالې كړې چې خلك له اسلام نه وباسي او تحريف شوي مسيحيت ته يې اړوي، ددې ترڅنګ يې داسې ادارې او شخصيتونه هم په كار وګومارل چې هغوى په لويديځ كې د مستشرقينو شاګردان پاتې شوي دي او اوس يې د اسلام نه دهماغه غربي سيكولر تعبير لپاره كار پيل كړى دى، د فرهنګي او كلتوري ترور لپاره يې راديوګانې او تلويزيونونه جوړ كړل چې په لويه كچه د پرديو سريالونو او مبتذلې موسيقۍ په خپرولو لګيا دي،نور نو دوى پدې تصور شول چې افغانستان يې ترګونډو لاندې كړ او كولاى شي كلونه كلونه دلته ډاډه او ارام پاتې شي، په 2003 م كال د مارچ په مياشت كې يې په عراق يرغل وكړ، د صدام حسين واكمني يې ختمه كړه او هلته يې هم د دولتي او ملكي شتمنيو چور او تالان ته زمينه جوړه كړه، بمونه او چاودنې پيل شوې، سوداګري او كاروبار لمنځه لاړ، په زرګونو علمي كدرونه، پوهنتوني استادان، ديني علماء او د فوځ لوړ رتبه او تربيه شوي افسران يې ووژل.
خو په دواړو هيوادونو افغانستان او عراق كې امريكايان په يوه داسې جګړه كې ونښتل چې ددوى ستراتيژستانو يې اصلا تصور هم نه وو كړى، په زرګونو پوځيان يې تلف شول، په لسګونو زره يې ټپيان او رواني ناروغان شول، يوشمير خو يې بيخي له پوځي ماموريت نه توبه ګار شول، په اقتصادي لحاظ هم امريكا او دوستان يې له خطرناكې ستونزې سره لاس او ګريوان دي نزدې زر مليارده ډالر يې په دغو دواړو يرغلونو ولګول او لا تر اوسه يې لګښت روان دى، په سياسي لحاظ هم د امريكا هغه هيبت او دبدبه چې نهه كاله وړاندې يې لرله اوس پاتې نده او د نړۍ ډيرو ضعيفو هيوادونو هم درك كړې ده چې ډير ژر به نړۍ ددغې امپراتورۍ له منګولو نه خلاصه شي.
په ظاهره خو امريكا د دواړو هيوادونو نه د خپلو په جګړه كې ستړو پوځيانو د ويستلو اعلان كړى دى چې له عراق نه به په 2011 م كال ټول پوځونه باسي خو له افغانستان نه به يې په همدغه كال د ويستلو سلسله پيلوي اما په عين حال كې بيا په نورو طرحو هم غور او فكر كوي چې:
1. په هره ممكنه وسيله د روان مقاومت ماتول:
امريكا نهه كاله په پرلپسې توګه د طالبانو پرخلاف و جنګيده خو نه يوازې دا چې څه لاسته راوړنه يې نده لرلې بلكې په يوه داسې تسلسل كې ونښته چې هك پك ورته پاتې ده، هره ورځ په رسنيزو بيانونو كې د سلګونو طالبانو د وژلو خبره كيږي خو چې بيا ګوري نو شمير يې تردې زيات شوى وي او بريدونه يې هم د پخوا په پرتله زيات او كاري شوي وي، نو ځكه خو امريكا دهغوى د ماتولو په نورو لارو چارو فكر وكړ چې يوه يې سياست ته د يوشمير طالبانو راماتول وو نو هغه هم كاميابه نشوه، بله لار يې د پيسو په زور په طالبانو كې درز اچول او يوه ډله يې حكومت ته راننويستل وو چې دغه چاره هم لا تراوسه ناكامه ده، بله لار د ګاونډيو هيوادونو اړويستل وو څو په طالبانو فشار واچوي چې هغوى داسې سولې او روغې ته غاړه كيږدي چې د امريكا د شرايطو سره برابره وي خو دغه هڅه هم كاميابه نده او وروستۍ يې د طالبانو د لوړپوړو چارواكو د ترور اجندا ده چې اوس مهال تركار لاندې ده او دغه هم چندان كاميابه نه بريښي ځكه چې د طالبانو د مشرانو ځايونه هم په دقيقه توګه معلوم ندي او بل دا چې اوس مقاومت هم دومره پراخ شوى دى چې كيداى شي د يو درجن مشرانو ترور يې ټكنى هم نكړي.
2. تفرقه واچوه، حكومت وكړه:
امريكايان چې كله په عراق كې د مقاومت له ځپلو نه عاجز شول نو د قومي مليشو (اربكيو) په جوړولو لاس پورې كړ او هغه قومونه يې راپورته كړل چې وار دمخه د مقاومت دځينو ډلو له ناسمو تصرفاتو او كړنو نه خفه وو، دغه هڅه وتوانيده چې لومړى د مقاومت كسان په عراقيانو او غير عراقيانو وويشي او بيا يې په خپل مينځ كې سره وجنګوي، نو پدې سره يې وسلوال مقاومت دومره ژر كمزورى كړ چې شايد په خپله امريكايانو يې هم توقع نلرله او د دوى د تلفاتو شميره هم په سلو كې نوي را ټيټه شوه.
امريكا اوس مهال په افغانستان كې په همدغه طرحه كار پيل كړى دى، كه څه هم چې په لومړي سر كې افغان ولسمشر ورسره مخالف شو خو مخالفت يې دوام ونكړ او بالاخره د ډيويډ پيټريوس طرحه يې لاسليك كړه، طالبانو له خپل لوري په كلكه دغه طرحه رد كړه او د اربكي مليشو سره يې هم د داسې جګړې او چلند اعلان وكړ كومه چې د بهرنيو سرتيرو په خلاف پرمخ بيايي، د هيواد دننه سياسي ډلو او څيړنيزو مركزونو هم دغه پلان رد كړ او هغه يې د افغان ولس ترمينځ د تفرقې او يوې خطرناكې جګړې پيلولو هڅه وبلله او پوهه او علمي شخصيتونو هم پدې اړه خپله ناخوښي څرګنده كړه، كه څه هم دغه طرحه تركار لاندې ده خو د كاميابۍ چانس يې ډير كمزورى دى او ددې علت دادى چې افغان ولس پدې نهو كلونو كې د نړيوالې ټولنې پروسه وليدله، د هغوى وعدې يې هم وازمولې او د هغوى كړنې يې هم وليدلې نو ځكه خو په هيڅ قيمت نه غواړي د امريكا جګړه په خپله اوږه واخلي او يوې داسې كورنۍ جګړې ته هيواد ننباسي چې په لسيزو لسيزو به پكې زمونږ نسلونه سوزي.
3. د افغانستان ويش او ټوټه ټوټه كول:
په داسې مهال چې نړۍ كرار كرار د يوه كلي كيدو پرلور روانه ده،
واړه واړه هيوادونه سره نژدې او ان ګډيږي، اروپايي هيوادونه خپل ترمينځ پاسپورت او ويزه ختموي، سكه يې هم سره يوه كړه او ديوې
ټولنې په بيه را څرګنديږي او په نړيوال تجارت او سياست كې د ځان لپاره يو ټاكلى ځاى غوره كوي، نو بيا ولې د اسلامي هيوادونو د ويش خبره كيږي؟ سږ كال به د افريقا په وچه كې پروت يو مهم اسلامي هيواد هم ديوې ټول پوښتنې نه تيريږي چې آيا خلك يې د ويش پلوي دي او كه د يوه او پياوړي هيواد؟ هلته هم هڅه داسې روانه ده چې جنوبي سوډان چې زياتره پكې مسيحيان ميشت دي جلا هيواد كړي او بيا يې په يوه بل اسرائيلو واړوي او دغه ټوټه د اسلامي نړۍ لپاره يوبل ناسور شي.
په افغانستان كې هم له پخوانه بهرنيو قوتونو او يرغلګرو دغه راز پلانونه درلودل، د شمال او جنوب د ويش هڅه روانه وه، د ژبو پر اساس د افغانستان د فيدرالي كيدو يو كوښښ روان وو او د قومونو په سطحه ددغه هيواد د ويش پروګرام تر كار لاندې وو چې د روسيې او امريكا په ګډون ګڼ لوري په دغه خبره توافق ته رسيدلي وو خو د شوروي اتحاد او كومونيزم پر ضد افغان سپيڅلي جهاد افغانان دومره سره يو كړي وو چې دغه راز طرحې او پلانونه به يې په نطفه كې خنثى كول، ځكه چې د سياست او كشمكش بنياد عقيده وه.
كله چې په 1371 ل كال د نجيب رژيم نسكور شو او مجاهدين كابل ته ننوتل، نړيوالو توطيو، د خلقيانو او پرچميانو دسيسو او د جهادي ډلو ناغيړيو افغانستان يوه داسې اخ و ډب ته ننويست چې نه يوازې د څوارلس كلن جهاد ثمره ضايع شوه بلكې افغانان يې د ملي يووالي په وير هم كينول، خبره له دين محورۍ نه د ژبې، سمت، قوم او مذهب پر اساس دريځ نيونې او كشمكش ته ورسيده، جګړې ونښتې، په لسګونو زره هيواد وال پكې قرباني شول او هيواد په يوه داسې ملوك الطوايفي بدل شو چې له هركيلومتر نه په تيريدو سره به انسان د خپل ژوند ډيوه په مړه كيدو ګڼله او د ډيرو مړې هم شوې، نو دغه پنځه كلنه دوره د ملت د ويش دوره وه او پړه يې يوازې په جهادي ډلو هم نه اچول كيږي بلكې د هيواد په سياست كې د هغه مهال مطرح ټول لوري شامل وو چې پرون يې د بهرنيانو په ګټه سياست كاوه او نن هم د خپل هيواد نه زيات بهرته مخلص دي.
د طالبانو د خوځښت په راپيدا كيدلو سره خو ملوك الطوايفي ختمه شوه خو هيواد عملا په دوو برخو ويشل شوى وو چې يوه ستره برخه يې د طالبانو او يوه وړه برخه يې د طالب ضد متحدې جبهې په لاس كې وو، كه څه هم چې د طالبانو په صف كې د هرې ژبې او قوم خلك وو، چې لوړې دندې يې هم درلودلې خو د شمال له جبهې سره اوږد كشمكش او يو ډول ناسم تصرفات ددې سبب شول چې د ډيرو په ذهنونو كې د قومي او ژبنيو توپيرونو او تعصبونو غوټې جوړې شي.
د 2001 م كال د سپتمبر11 مې پيښې ددې لامل شوې چې په افغانستان باندې امريكا بريد وكړي او د طالبانو واكمني ړنګه كړي، نو دغه مهال هم د امريكا سره د شمال متحدې جبهې مرسته او بيا كابل ته له ننوتلو وروسته د هغوى ناسم چلند او د بن په غونډه كې هم د طالبانو او حزب اسلامي له ګډون پرته يوه اداره جوړول چې زياته ونډه پكې د طالب مخالفې متحدې جبهې ته ركړل شوې ووه نور هم د ملي وحدت تصور كمزورى او تت كړ.
تردې وروسته په هيواد كې سياست هم له بده مرغه د قوم او ژبې په محور وڅرخيد، سياسي ګوندونه هم قومي شول، ډير درانه شخصيتونه چې پخوا به يې اسلامي او ملي اند او نظر درلود نن په خپله خوښه او يا له مجبورې نه دغه ناروا سيالۍ ته چې د اسلام له نظره حرامه او مردوده ده كوزشول، په حكومت كې هم حالت په منفي لوري روان دى، كابينه كله هم د وړتيا پر اساس نده جوړه شوې بلكې د قوم او سمت پالنه پكې په پام كې ساتل شوې ده او كله هم چې كوم لوري وزارت ته ناوړه كسان ورپيژندلي او هغه رد شوي دي نو سمدلاسه نغاره ډنګول شوې ده چې د فلاني قوم سره دښمني روانه ده، په پارلمان كې هم كشمكش د ملي ګټو په ځاى تر ډيره په قومي او سمتي محور روان وي او بده يې لا دا چې د دولت لوړپوړي چارواكي چې د ملت د استازيتوب دعوه لري په څرګنده د يوه قوم او ژبې استازيتوب كوي او دغه ټولې ناوړه كړنې او تصرفات دي چې ملت يې ويشلى او هيواد يې د ويش په پوله درولى دى.
رابرت بليك او ګالبرايت د افغانستان د تجزيې خوب ويني:
دا چې د افغانستان د ويش او ټوټه كيدو خبره د دوو امريكايي ديپلوماتانو په خوله رسنيو ته ځي نو دا ددې ښه دليل دى چې افغانستان د خپلو بچيانو لخوا نه بلكې د امريكا په لاس تجزيه كيږي او هغوى
پدې فكر كې دي چې كيداى شي، له ويش وروسته د افغانستان يوه برخه ددوى لپاره سړه او په راتلونكي كې ښه اډه شي، امريكا خو د دې لپاره راغلې وه چې ټول هيواد هضم كړي خو كله چې د دغه خوب رښتيا كيدل ناشوني شوه نو بيا يې په نيمايي افغانستان هغه چې دوى يې جلا كول غواړي قناعت راغى، خو پوښتنه داده چې ايا د رابرت بليك او ګالبرايت خوب به رښتيا شي؟ دغه نو په افغانانو پورې تړلې ده چې دغو كږو خولو ته څه ډول ځواب وايى.
تر كومه ځايه چې د افغانانو خبره ده نو دغه غيرتي ولس د ټولو قومونو په اتحاد او يو والي هرډول بهرنۍ دسيسې او توطيې شنډې كړې دي او اوس هم په دغه موقف ولاړ دى، كه امريكايان پدې تصور وي چې ددوى په خلاف يوازې په جنوب كې مقاومت روان دى او شمال بې تفاوته ناست دى، نو دا هسې بې ځايه تحليل او ځان غولونه ده، دغه په كاپيسا، بغلان، بلخ، كندز او تخار كې چې په بهرنيانو بريدونه كيږي نو دا څوك كوي؟ د شمال خلك دي او كه نه د جنوب؟په هلمند كې چې كوم افغان پوځي انګليسي عسكر ووژل او بيا له طالبانو سره يوځاى شو څوك وو؟ پښتون وو كه هزاره؟ د جنوب وو كه د مركزي افغانستان؟ اصلا دغه ډول تصور يو نيمګړى او ضعيف تصور دى، ددې پرځاى بايد حالاتو ته په واقعيت ولاړ حل را وويستل شي.
افغانان د متحد افغانستان وارثان دي:
دغه د تجزيې او ويش خبرې چې كوي هغوى د افغانانو له كلتور او دود سره نابلده خلك دي، دلته چې د يوه پلار نه زيږيدلي وروڼه په خپله خوښه او رضا د بيلتون اراده وكړي نو بيا هم په وير او ژړا سره بيليږي، نه پوهيږم داسې بيلتون به څه ډول وزغمي چې د دوى د ارادې او خوښې پرته د استعمار لخوا مينځته راځي؟ هلته چې لا اوس هم د خلكو په ذهن د زړو پولو او سرحدونو د بيا خپلولو خيالونه سواره وي څه ډول ممكنه ده نوې پولې او كرښې دې په كور كې ورته كش كړل شي؟ هلته چې د يوه ولس په كلتور كې د پلار او نيكه نه په ميراث پاتې ځمكه (هډوكي) د پيسو په بدل كې پلورل پيغور وي څه ډول شونې ده په مفته او د اشغال په فرمايش د نيمايي هيواد نه يو څوك تير شي.
مونږ پوره باوري يو چې د احمدخان، ميرويس خان او محمودغزنوي لمسي به نه يوازې دا چې د متحد افغانستان نه ننګه كوي بلكې يوځل بيا به ځان هغه مقام ته رسوي چې د شاه ولى الله دهلوي ليك ته لبيك ووايي! او د حالاتو ادلون بدلون دغه درس راكوي چې كه عزم، همت او اراده موجوده وي نو دغه څه ممكن دي، د اتاتورك تركيه چې نن بيا د محمدالفاتح فتحې لمانځي او د اربكان او اردوغان په څيره كې بيا د عثماني عبدالحميد يادونه تازه كيږي، نن چې د دوه ويشت كلن حماس نه د اسرائيلو خوب نارامه دى، نن چې د نړۍ46 هيوادونه بيا په ميوند كې رنګ زيړي دي او يو بل برايډن په هغو جملو فكر كوي چې د سپينې ماڼۍ او لندن هاوس واكمنانو ته به يې د ميوندي ملالې د ټپې په ژباړه كې وايي او د ايوب خان د جنګياليو د تورو كړسهار به ورته انځوروي، دا هم ممكن دي چې مونږ دې د نورو د ويش او نه ويش خبرې وكړو خو دا هغه مهال چې مونږ متحد اويو ملت وو، هوښيار او خپلواكه او خپل پاله زعامت ولرو او په واقعي توګه د علم او ټيكنالوژۍ په ګاڼه سمبال شو.مونږ په پوره ډاډ سره ويلى شو چې هر افغان ځوان او افغانه پيغله به د خپل هيواد د اتحاد او يووالي نه داسې دفاع كوي لكه څنګه يې چې د استقلال او خپلواكۍ نه كړې وه او د هر هغه خاين او غدار مقابله به داسې كوي لكه څنګه يې چې د بهرني يرغلګر سره كړې وه.انشاء الله تل دې وي خپلواك،متحد او اسلامي افغانستان