په دې ورځو کې د استاد راشد الغنوشي په مشرۍ د تونس د النهضه ګوند د بن علي د نظام له ړنګېدو وروسته په ازادو ټاکنو کې ۴۱ فيصده چوکۍ وګټلې، چې دې په تونس کې د اسلامګرايانو د کاميابۍ لاره پرانسته، او په دې ډول د النهضه ګوند د تونس راتلونکي حکومت د جوړولو لپاره تياری نيسي، دکتور راشد الغنوشي خبريالانو سره په مرکو کې ويلي دي، چې د ترکيې حکومت د دوی لپاره يوه نمونه او دوی هم غواړي چې په هماغه نقش قدم په تونس کې هم يو حکومت رامنځ ته کړي.
اصلاح انلاين د تونس د موضوعاتو او هلته د اسلامګرايانو د بريا په مناسبت د ښاغلي غنوشي پخوانۍ مرکه چې د اصلاح انلاين د همکارانو لخوا ورسره ترسره شوې ده ستاسو مخې ته ږدي.
– ځانګړې مرکه-
د مسلمان شرعي موقف د اشغالګر په اړه معلوم دی. هغه دا دی چې مسلمان بايد د اشغالګر په ضد مقاومت وکړي، دا مقاومت که په وسله وي او که په خبره او يا هم په مقابل سياست باندې. خو د اشغالګر مرسته د مسلمان شرعي دريځ نه وي، دې ته بيا بل شی وايو. دې ته خيانت او ګوډاګيتوب ويلی شي.
په دري ژبه د مرکې د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ
دکتور راشد الغنوشي د تېرې پېړۍ له شپېتمو کلونو راهيسې د اسلامي فکر او سياستپوهنې په ډګر کې په اسلامي او عربي نړۍ کې يو وتلی نوم دی. په ۱۹۴۱ کې په تونس کې زېږېدلی دا اسلامي مفکر، ليکوال او سياستوال تر ډېره د اسلامي سياست او اسلامي فکر د عصري تجديدي نظرياتو لامله زيات پېژندل شوی دی. د خپل هېواد له مشهور پوهنتون الزيتونة څخه له فارغېدو وروسته يې په دمشق کې د فلسفې زده کړه پيل کړه، له هغه ځايه د فرانسې په سوربون پوهنتون کې يې خپلې زده کړې بشپړې کړې. خپل هېواد ته له ستنېدو سره يې په ځوانانو او روڼ اندو کې فعاليت شروع کړ او د ګڼو ملاتړو له راجلبولو سره يې د شپېتمو کلونو په وروستيو کې د حرکة النهضة غورځنګ پيل کړ چې د اسلامپالنې عملي تجربه يې وه. د فکر د ورته والي له برکته يې ژر له نړيوال اسلامي حرکت سره تماسونه ټينګ شول، خو د وخت مستبد واکمن نظام ونه شو زغملی، حکومت يو ځلې پرې په ۱۹۸۱ کال کې په يوولس کاله بند محکوم کړ، شپږ کاله په زندان کې وو، خو په ۱۹۸۷ کال کې د زين العابدين له واکمنېدو سره ازاد شو. په ۱۹۹۱ او ۱۹۹۸ کلونو کې بيا په ټول عمر بند محکوم شو. اوس په لندن کې مېشت دی او له هغه ځايه خپل دعوتي او سياسي فعاليتونو ته ادامه ورکوي.
دکتور غنوشي د افغانستان له حالاتو سره وروسته له هغه اشنا شو چې د شوروي ضد جهاد پرمهال به د نړۍ د اسلامي حرکتونو د نورو مشرانو تر څنګ وخت پر وخت پاکستان او پېښور ته او راته او وضع به يې له نژدې څارله. هله به يې د افغانستان د اسلامي غورځنګ له مشرانو سره کتل او د ټولې نړۍ د مسلمانانو په څېر د اسلاميحرکت مشرانو هم پر افغان اسلامپالو هغه مهال ډېر حساب کاوه. اوس راته په مرکه کې واييچې دوی په خپل نظر کې ځکه تېروتي وو چې پر افغان مجاهدينو يې له حده زيات د معصوميت! باور کړی وو.
د ده له مشهورو کتابونو څخه لاندې څو د بېلګې په توګه يادوو:
الحريات العامة في الدولة الإسلامية (په اسلامي حکومت کې عامه ازادۍ)
الحركة الإسلامية ومسألة التغيير (اسلامي غورځنګ او د تغيير مساله)
حقوق المواطنة في الدولة الإسلامية (په اسلامي دولت کې د تابعيت او وطنوالۍ حقونه)
طريقنا إلى الحضارة (د تمدن لورې ته زموږ لاره)
نحن والغرب (موږ او لوېديځ)
حق الاختلاف وواجب وحدة الصف (د اختلاف حق او د يووالي فريضه)
المرأة بين القرآن وواقع المسلمين (ښځه د قرآن او د مسلمانانو د عملي ژوند تر منځ)
من تجربة الحركة الإسلامية في تونس (په تونس کې د اسلامي غورځنګ له تجربو څخه)
دغه کتابونه يې په ځينو بهرنيو ژبو، لکه انګليسي، فرانسوي، ترکي، اسپانوي او فارسي هم ژباړل شوي دي.
غنوشي د مسلمانو ځوانانو د نړيوالې ټولنې (الندوة العالمية للشباب الإسلامي) چې په ۱۹۷۱ کې جوړه شوې له بنسټګرو، همدارنګه د ملي اسلامي کنفرانس له موسسينو څخه چې د عربي نشنليزم او اسلاميزم تر منځ د پيوند يوه هڅه بلل کېږي او هم د اصالت او پرمختګ د پروژې له موسسينو څخه دی چې موخه يې د اسلام او مسيحيت تر منځ خبرې اترې دی او ګڼ اسلامي او اروپايي او امريکايي لوی مفکرين پکې برخه اخلي.
دکتور راشد الغنوشي په وروستيو کې د پاکستان سفر تللې وه. تصادفآ د اصلاح ميډيا ګروپ ځينې غړي هم، چې د اصلاح انلاين همکاران هم پکې وو، د اسلام اباد په سفر بوخت وو. اصلاح انلاين له موقع څخه په استفاده، له دکتور غنوشي سره د هغه د پاتې کېدو په ځاي پيړل کانټينينټل هوټل، کې دغه مرکه کړې چې دا دى له اوږد انتظار وروسته يې ستاسې مخې ته ږدو:
افغانان د مقاومت پهلوانان دي، خو د ادارې او جوړونې استعداد يې صفر دی
اصلاح انلاين: تاسې د افغانستان د جهاد له مهال راهيسې له افغاني او په ساحه کې له نورو اسلامي ډلو او اسلامپالو سره په تماس کې ياست، د افغانستان د جهاد او بيا د مجاهدينو د واکمنۍ تجربه مو له نژدې څارلې ده. ستاسې په تحليل، افغانانو، او په ځانګړې توګه د افغانستان اسلامي غورځنګ ولې د يو اسلامي نظام په جوړولو کې پاتې راغی؟
غنوشي: لومړی خو ټوله اسلامي نړۍ د افغانانو پر دوامدارو کړاوونو باندې ځورېږي. په دې کې شک نشته چې خدايي سنت (عادت) په دې باندې شوی چې په هر ځای کې د خلکو د استعدادونو زېرمې وازمويي. او په دې کې هم شک نشته چې د ملتونو راتلونکی د هغوی پر مقاومت، پايښت او د ادارې پر وړتياوو پورې اړه لري. افغانانو آن له اتلسمې او نولسمې پېړۍ راهيسې د نړيوالو سرکښانو په مقابل کې سخت مقاومت کړی او مات کړي يې دي، او لاهم لګيا دي پر وړاندې يې ولاړ دي. افغانانو په تاريخ کې د نړيوال استکبار په ماتولو کې بې ساری نبوغ ښوولی، او دا يې ثابته کړې چې دوی د يرغلګرو د ماتولو لوړ استعداد لري، خو څه چې دوی نه لري هغه د خپل هېواد د جوړولو او اداره کولو استعداد دی. کله چې د پردي په مقابل کې جګړه کوي، نو نبوغ يې له ورايه ښکاره وي، خو کله چې د جوړولو شېبه راشي، بيا هېڅ وړتيا نه شي ښکارولی.
افغانان د باطل په ماتولو کې سخت تکړه دي، خو پر ځای يې د حق په راوستلو کې سخت پيکه دي. د افغانانو ستونزه داده چې د خپل قبيلوي يا قومي او ديني طبيعت په رڼا کې خپلمنځي اختلافونه په سمه توګه نه شي حل کولی. هر لوری هڅه کوي چې وروستۍ خبره د دوی خبره وي. موږ وليدل چې مجاهدين د الحاد او کمونيزم په مقابل کې خورا ښه وجنګېدل، خو کله چې حکومت په لاس ورغی، د هېواد د چارو په اداره کولو کې ډېر بد ناکام شول. له همدې لامله افغانستان چې څومره د کمونيستانو په لاس ويجاړ شو، هغومره د مجاهدينو په لاس هم وران شو. دا ولې؟ دا ځکه چې په قضيه کې هر ښکېل طرف او د مجاهدينو هر ګوند هڅه کوله چې يوازې دوی پر افغانستان واکمن واوسي. دوی د واک په وېشلو کې پاتې راغلل، دوی د يوې داسې معاصرې ادارې په جوړولو کې پاتې راغلل چې په ګڼوالي (پلوراليزم يا تعدديت)، دموکراسۍ او ټولټاکنو باندې ولاړه وي. ځکه خو موږ وليدل چې د مجاهدينو له لاسه واک ولاړ، بيا طالبان راغلل، ګډوډي يې پای ته ورسوله، امن يې راوست او تر ډېره يې هېواد متحد کړ. خو وروسته يې د ورانولو پروسه پیل کړه، د خلکو د باغونو د نړولو، د سلماني خانو، او کسټ فروشيو د نړولو، د ږيرو د اوږدولو، د تيږو د ماتولو، لکه په باميان کې يې چې تېږي ماتې کړې، ته به وايې چې د تېږو له ماتولو پرته نور افغانستان ته بله هېڅ مهمه مساله په مخکې نه ده پاتې، دا کارونه يې شروع کړل. او په پای کې دوی هم د هېواد په اداره کولو کې خپله ناکامي وښوده. د هېواد ستونزې يې حل نه کړې. خپل هېواد يې د القاعدې تنظيم د پناه ځای وګرځاوه، بې له دې چې د عواقبو په اړه يې فکر وکړي.
په دې توګه يې خپل خوار هېواد د غټو هېوادونو او ټولې نړۍ د مقابلې مخې ته ودراوه. په همدغه ډول افغانستان لاهم د سياسي حکمت د لږوالي درنه بيه ورکوي، هغه که مجاهدين وو، که طالبان وو او که تر دوی مخکې حکومتونه چې په خپل منځ کې د يو بل په ضد ودرېدل. اوس چې امريکا او ناټو په افغانستان کې اړولي دي، دوی هم هېڅکله په خپلو هيلو کې نه شي کاميابيدای. افغانان د اشغالګرو له وتلو وروسته ښايي بيا له يو ازمويښت سره مخامخ شي چې ايا دوی کولی شي په يوه سړي سره راټول شي، او ايا ټول توکمونه او ګوندونه به د ګډ کار کولو او د يو بل د منلو وړتيا وښيي او که نه. له همدې لامله د افغانانو لپاره فکري مساله زياته مهمه ده. تاسې بايد په اسلامي فکر او کلتور باندې ځان پوه کړئ. کوم توحيد او يووالی چې اسلام يې په اړه غږېږي هغه فقط د خدای يووالی او توحيد دی. يوازې هغه واحد او احد دی. مګر پر ځمکه باندې بيا د خلکو تر منځ يووالی ناممکن دی، بلکې د اد خدای سنت پاتې دی چې دوی به مختلف اوسي. ولا يزالون مختلفين إلا من رحم ربك ولذلك خلقهم و لو شاء الله لجعلکم امة واحدة نو نه شي کېدای چې ټول خلک سړی په يوه ګوند کې راټول کړي او يا يې په يوه ولس کې راټول کړي. له همدې لامله اسلام د شورا په نظام ټينګار کوي چې د خلکو له اختلاف او ګڼوالي سره سره د ټولو په خوښه باندې کار پرمخ ولاړ شي. موږ بايد په خپل کلتور کې د ګڼوالي (پلوراليزم يا کثرت گرايي)، د شورا او دموکراسۍ فکر خپل کړو. په دې توګه به افغانستان له پرلپسې خونړيو او ورانوونکو جګړو څخه د يو ارام او باثباته هېواد پر لورې بوځو. او که همداسې ونه کړو، هر ځلې به يوه ډله پورته کېږي او له زوره به کار اخلي، بيا به له بهره ملاتړ ترلاسه کوي، له پاکستانه، له هنده، له امريکا، چين او روسيې يا نورو هېوادونو څخه تر څو خپل وروڼه پرې ووژني ځکه دوی دلته خپلې ګټې لري.
افغانان دې د ګډ اوسېدلو هنر زده کړي
اصلاح انلاين: په نړيواله توګه، د افغانستان په اړه د اسلامي غورځنګونه رول او مسوليت او د قضيې په حل کې تاسې د هغوی اغېز څه بولئ؟
غنوشي: اسلامي حرکتونه د افغانستان په اړه سخت مايوسه دي. په تېره بيا د مجاهدينو د واکمنۍ او خپلمنځي جنګ له تجربې وروسته. په مجموع کې ټوله اسلامي نړۍ د هغو قربانيو د ضایع کېدو لامله سخت مايوسه دي چې په افغانستان کې يې ورکړې. څومره مالي او ځاني قربانۍ يې ورکړې او څومره غټې هيلې يې په افغانستان پورې تړلې وې، خو هېڅ ځينې ترلاسه نه شول، نه اسلامي نظام، نه يوه سمه اداره چې د يو بل په منلو، شورائيت او ازادو ټاکنو ولاړه وي، بلکې مجاهدينو واک ته له رسېدو سره سم د يو بل په راکټو ويشتلو پيل وکړ.
نو اسلامي حرکتونه اوس له افغانانو څخه چندان هيلې او توقعات نه لري، تر څو چې دوی خپل ځانونه اصلاح نه کړي او دا ونه ښيي چې دوی اصلاح شوي دي، تر هغه پورې اسلامي غورځنګونه هيلې په دوې پورې نه شي تړلی. ځکه کله چې ته له ځان سره مرسته کوې او د ځان د جوړولو لپاره کار کوې، نو نور هم درسره مرسته کوي. خو کله چې افغانان، هره ډله يې جلا د اسلامي حرکتونو د ملاتړ او مرستې په لټه کې وي، مسلمانان دا نه خوښوي. کله چې د نړۍ مسلمانان ګوري چې افغانان له يو بل سره جګړې کوي، هغوی وايي چې دا نو د دنيا په خاطر جنګ کوي، نه د اسلام په خاطر.
افغانان د باطل په ماتولو کې سخت تکړه دي، خو پر ځای يې د حق په راوستلو کې سخت پيکه دي. د افغانانو ستونزه داده چې د خپل قبيلوي يا قومي او ديني طبيعت په رڼا کې خپلمنځي اختلافونه په سمه توګه نه شي حل کولی. هر لوری هڅه کوي چې وروستۍ خبره د دوی خبره وي.
افغانان بايد د ګډ اوسېدلو هنر زده کړي، دوی بايد د يوبل د زغملو او منلو هنر زده کړي. دوی بايد دا زده کړي چې له پردي څخه د خپل ورور په ضد مرسته ونه غواړي.
اصلاح انلاين: لکن داسې هيلې شته چې د افغانستان نوی نسل له تېرو پېښو څخه زده کړه کوي او بيا به د تېروتنو لپاره زمينه نه برابروي…
غنوشي: نوی نسل بايد تاريخ ولولي. د تاريخ لوستل دا نه مانا چې د تاريخ د کتابونو پاڼې واړوي او بس! قرآن د تاريخ او تاريخي کيسو د لوستلو ګټه دا ډول بيانوي چې ان في قصصهم لعبرة لاولي الالباب (د پخوانيو قومونو د کيسو په بيانولو کې د هوښيارانو لپاره عبرت او درس پروت دی). نوی نسل هم بايد له تېرو تېروتنو څخه درس واخلي او د ګډ اوسېدلو او هر يو ته د برابر حق ورکولو طريقه زده کړي، که هر څوک وي، هره ډله او هر توکم وي. دوی بايد په راتلونکي کې دا ثابته کړي چې دا وطن د ټولو دی، او ټول ترې په ورته توګه استفاده کولی شي، نه داسې چې يو ځل بیا هر لوری د خپل وطن د بچيانو پر ضد له دښمن څخه مرسته وغواړي او بيا خپل هېواد وران کړي.
بيا موږ وليدل چې مجاهدين د اسلام په خاطر نه، بلکې د واک لپاره سره ونښتل
اصلاح انلاين: د جهاد په لومړيو کې اسلامي حرکتونو په پراخ مټ د افغانستان د اسلامي غورځنګونو او مجاهدينو ملاتړ کاوه. ايا په هغه وخت کې اسلامي حرکتونو دا اطمينان درلود چې مجاهدين به د شورويانو له ايستلو وروسته يو اسلامي نظام راولي؟
غنوشي: د مرستې او ملاتړ خبره چې ده، نو طبعآ ټولو مسلمانانو ځکه د افغانانو مرسته وکړه چې هغوی د دښمن په وړاندې ولاړ وو او دا د ټولو مسلمانانو دنده وه چې د هغوی ملاتړ يې کړی وای. خو، يو غلط نظر هغه مهال هم د مجاهدينو په اړه وو. په اسلامي نړۍ کې ډېرو هغوی تقريبآ معصوم ګڼل چې تېروتنه به نه کوي. خو وروسته يې بيا وموندله چې هغوی د اسلام په سر نه، بلکې د واک په سر يو بل سره ووژل او په دې لاره کې يې هر څه وران کړل. له هغه وروسته په ټوله اسلامي نړۍ کې خلکو له افغانستان څخه مخ واړاوه، او نوره علاقمندي يې نه درلوده. که پر افغانستان يو ځل بيا اشغال نه وای راغلی او امريکايانو يرغل نه وای کړی، طالبانو به په اسلامي نړۍ کې هېڅ نوم نه درلود. خو څرنګه چې هغه مجاهدين چې اسلامي نړۍ يې د شوروي په مقابل کې ملاتړ کاوه نن د امريکا تر څنګ ودرېدل، او طالبان ولاړل سنګرو ته د امريکايانو په ضد ودرېدل همدې طالبانو ته نوم ورکړ. همدا مجاهدين اوس ټول له اشغالګر سره په مرسته متهم دي. آن که دوی د امريکايانو تر شا د ملاتړ لپاره هم نه وای درېدلي او يوازې په اوسنۍ واکمنۍ يې خپل رضايت هم ښوولی وای، دوی به متهم وو، سره له دې چې د اشغالګر مرسته به يې نه وي کړې، ځکه د مسلمان شرعي موقف د اشغالګر په اړه معلوم دی. هغه دا دی چې مسلمان بايد د اشغالګر په ضد مقاومت وکړي، دا مقاومت که په وسله وي او که په خبره او يا هم په مقابل سياست باندې. خو د اشغالګر مرسته د مسلمان شرعي دريځ نه وي، دې ته بيا بل شی وايو. دې ته خيانت او ګوډاګيتوب ويلی شي. له اشغالګر سره په لاره تلل يې لاره نه ده. هو، کېدای شي له اشغالګر سره خبرې وکړای شي، په دې اړه نه چې د هغوی شرايط ومنې، بلکې د دې لپاره چې د هغوی د وتلو لپاره وخت او شرايط وټاکې. دا ډول خبرې اترې بيا سمې دي.
هر څوک دې په هغه ډګر کې مقاومت وکړي چې اغېزمن وي
اصلاح انلاين: خو ايا که يو چاته ممکن وي چې په بېلابېلو برخو کې د اشغالګر په ضد کار وکړي، نو ستاسې په نظر له وسله وال مقاومت پرته او له هغه سره په څنګ کې د کار نورې لارې هم شته چې اغېز ولرلی شي؟
غنوشي: هو، ولې نه. زه نه وايم چې ټول خلک بايد وسله وال مقاومت وکړي. مقاومت په قلم هم کېدای شي، په تربيه هم کېدای شي او په سیاست هم کېدای شي، خو د اشغالګر د وجود په قانوني منلو باندې نه شي کېدلی. که څوک وايی چې دا روان اشغال روا دی، نو په دې توګه له هغه څخه دفاع د اشغال د پايښت لپاره زمينه برابرول دي.
بوش خپله يو ځل ويلي وو چې که زما هېواد اشغال شوی وای، ما به هم مقاومت کړی وو. د مسلمانانو لپاره هم مهمه داده چې مقاومت وکړي، نور چې په څه ډول يې کوي هغه د هر چا په وس او اغېزمنتوب پورې اړه لري. يو به په مالي ډګر کې مقاومت کوي، بل به يې په خبرو کوي او نور به يې په سلاح کوي. خو مهمه داده چې مقاومت وي. او موږ د دې لپاره مقاومت نه کوو چې امريکا ونيسو، بلکې چې خپل وطن ازاد کړو، له نور چا سره مو څه دي؟ خدای په قرآن کې ويلي و قاتلو الذين في سبيل الله يقاتلونکم و لا تعتدوا ان الله لا يحب المعتدين (له هغو کسانو سره د خدای لپاره جنګ وکړئ چې له تاسې سره جنګ کوي او په نورو خلکو تېری مه کوئ، چې تېری کوونکي د خدای نه خوښېږي). مقاومت همدا دی چې څوک درپسې راغلی درسره جنګ کوي ورسره وجنګېږه، خو د هغه له قوم، ولس او کورنۍ سره ستا دښمني نشته. دا بيا مقاومت نه دی چې د هغوی په اورګاډو کې ځان والوځوې، د هغوی په مدرسو او هوټلونو کې بمونه کېږدې. خدای خو د دې ډول کارونو نه دي ويلي.
افغانان د اشغالګرو له وتلو وروسته ښايي بيا له يو ازمويښت سره مخامخ شي چې ايا دوی کولی شي په يوه سړي سره راټول شي، او ايا ټول توکمونه او ګوندونه به د ګډ کار کولو او د يو بل د منلو وړتيا وښيي او که نه.
د داخلي حکومتونو په ضد وسلې ته لاس کول ځان تباه کول دي
اصلاح انلاين: تاسې په خپلو ليکنو او ويناوو کې په نوره اسلامي نړۍ کې چې مستقيما تر اشغال لاندې نه دي، د تغيير او اسلامي نظام د راوستلو لپاره په سوله ييزې مبارزې زیات ټينګار کوئ. خو د فلسطين، الجزاير او تر يو ځايه د مصر او آن ستاسې د خپل هېواد، تونس، تجربې ته په کتو سره سوله ييز او دموکراتيک کار نتيجه نه ده ورکړې؟
غنوشي: اسلامي غورځنګونو ته اوس ثابته شوې چې د سيمه ييزو حکومتونو په نسکورولو کې تاو تريخوالی ګټه نه لري. پايلې يې منفي دي. موږ کله هم په معاصر تاريخ کې نه دي ليدلي چې وسله وال کار دې د يو داسې اسلامي نظام په راوستلو کامياب شوی وي چې پر شورا ولاړ وي. بلکې په سوريه، الجزائر، مصر، ليبيا او ډېرو نورو اسلامي هېوادونو کې د سلاح د کارولو تجربو فاجعې رامنځته کړې. آن موږ وليدل چې اسلامي حرکتونو د خپلو ديکتاتورو حکومتونو د رانسکورولو لپاره له پردي څخه مرسته غوښتې ده. د بل هېواد په مرسته يې د خپل وطن پوځ ځپلی او په مقابل کې يې درېدلي. دا تجربه موږ تازه په عراق کې هم وليده، له دې نه مخکې مو په افغانستان کې هم وازمويله چې مصيبتونه يې وزېږول. په افغانستان کې چې طالبانو د خپل هېواد د بچيانو په ضد له پرديو پوځونو څخه کار واخيست هماغه وو چې مصيبت ورڅخه پیدا شو. نو له تاوتريخوالي څخه کار اخيستل اسلامي دموکراتيک نظام نه شي راوستلی، بلکې ډېر ځله د هماغه ديکتاتور واکمن حکومت ته نور قانونيت هم ورکوي. هغه ته د پاڅېدلو خلکو په ضد د نظامي عملياتو لپاره دليل ورکوي، هغه ته د نړيوال ملاتړ او خواخوږۍ زمينه په لاس ورکوي. موږ د مصر (د پنځمو او شپږمو لسيزو په اوږدو کې) وليدل چې له هغه وروسته چې د حکومت په ضد وسله وال پاڅون شروع شو، حکومت خپلې منګولې لا ټينګې کړې او لا يې ظلمونه زيات کړل. خپل اضطراري قانون يې په دې پلمه چې ګواکې له ترهګرۍ سره مخامخ دی څو لسيزو ته پسې اوږد کړ. په الجزاير کې د اسلامپالو له ترېنګلتيا وروسته خپله حکومت تاوتريخوالي ته په لوی لاس لمن ووهله تر څو د خپلې واکمنۍ د پايښت لپاره دلايل پيدا کړي.
سمه ده چې تر اوسه پورې سوله ييزې دموکراتيکې مبارزې هم نتيجه نه ده ورکړې، او دا هغه استدلال دی چې زياتره يې احساساتي او تلواري ځوانان کاروي. دوی وايي اې دموکراتو اسلامپالو، تاسې څه لاس ته راوړل؟ ستاسې د مبارزې نتېجه چېرته ده؟ انتخابات خو يوه لوبه ده چې واکمن حکومتونه يې په خپله ګټه لوبوي، مطبوعات او تبليغات د واکمنو په لاس کې دي، نو تاسې له سوله ييز کار څخه تر اوسه څه لاس ته راوړي؟ ممکنه ده همدغه سوال موږ له دوی څخه هم وکړو، چې تاسې تر اوسه څه لاس ته راوړي دي، اې د زور کاروونکو؟
نه سوله ييزې مبارزې نتېجه ورکړې او نه وسله والې، خو…
د سوله ييز کار قربانيان خو لږ تر لږه د مسلح کار تر قربانيانو کم دي. د سوله ييزې او وسله والې مبارزې نتيجې که برابرې هم وګڼلی شي، هغه داسې چې يوه هم تغيير نه دی راوستی او هغه هم په ټوله سيمه کې د روانو مسلطو اوضاعو لامله، د سوله ييز کار ښه والی دا دی چې قربانيان يې لږ وي. په اسلامي نړۍ کې سيمه ييزې واکمنۍ د نړيوال مسلط قوت تابع دي، تر څو چې په نړيوالو انډولونو او قوت کې بدلون را نه شي، محلي واکمنۍ له منځه نه شي وړل کېدای. موږ په الجزاير کې وليدل چې شاوخوا دوه نيم لکه مسلمان جنګيالي ووژل شول، خو د حکومت يو جنرال هم ونه وژل شو. ټول خوار خلک ووژل شول، وسله وال او بې وسلې ځوانان ووژل شول، خو د حکومت يو مهم سړی هم ونه وژل شو. الجزايريانو که سوله ييز کار، لکه مظاهرې او اعتصابونه، کړي وای دومره کسان به له منځه نه تلل. له همدې لامله وايو چې د سوله ييزې مبارزې زيانونه کم، او په اوږدمهالې توګه يې پايلې د ډاډ وړ دي.
په تونس کې حکومت دېرش زره د اسلامي حرکت پلويان بنديان کړل او پر واک يې منګولې ټينګې کړې. خو اوس وروسته له شلو کلونو، حکومت کاملآ ګوښه شوی دی او د خلکو په منځ کې هېڅ ملاتړ نه لري، او هغه دليل ته يې چې اسلامي حرکت ترهګر دي او يو خطر جوړوي څوک غوږ نه نيسي ځکه ټول خلک پوهېږي چې حقيقت همداسې نه دی، حکومت خلک په خپل دليل نه شي قانع کولی. او له همدې لامله اسلامي حرکت هلته د پرمختګ او پراخ ولسي ملاتړ ترلاسه کولو په حالت کې دی. اسلامي حرکت عملآ له نورو ډلو او ګوندونو سره لاس يو کړ او په ګډه يې د هېواد لپاره کار پيل کړ، په داسې حال کې چې پخوا به حکومت دغه ګوندونه او خلک له اسلامي حرکت څخه ډارول. خو څرنګه چې د دوو لسيزو په اوږدو کې اسلامي غورځنګ په هېڅ ډول تاوتريخوالي لاس پورې نه کړ، د حکومت دعوې ناسمې وختې. هغه وو چې خلکو هم غوږ ورته ونه نيو. په مصر کې اخوان المسلمون له پنځوسو کلونو راهيسې د واکمن نظام تر ګوزارونو لاندې دی، خو هغوی ورته په تاوتريخوالي ځواب نه ورکوي.
نن ټول اعتراف کوي چې اخوان المسلمون په مصر کې تر ټولو بانفوذه او لويه ډله ده، په داسې حال کې چې هغه وسله والې ډلې چې اخوان ته يې چلنج ورکړی وو چې ستاسې کار نتيجه نه ورکوي، او هسې لګيا ياست او ګواکې تاسې تسليم شوي خلک ياست، هغوی نن په خپله د پښېمانيو ويناوې ورکوي، کتابونه يې را وايستل چې له مصري ولس څخه د خپلو اعمالو لامله بښنه غواړي. هغوی نن هېڅ نفوذ او قوت نه لري. هغوی خپله نن وايي چې دوی هغه مهال يوه ډله ځوانان وو چې له احساساتو يې کار واخيست او خپل ځان يې خراب کړ. هغه سادات چې دوی وواژه هغه ته اوس دوی په خپلو بيانونو او کتابونو کې د شهيد نوم ورکوي. د چا شهيد دی، چا وژلی؟ وايي زموږ شهيد دی، موږ وژلی. اوس په خپلو تېروتنو اعتراف کوي. دا ډېره ښه خبره ده. دا زوړرتيا او شجاعت دی چې يو څوک خپلې خطاوې ومني. دوی خپله هم اوس دې فکر ته رسېدلي چې که يې وسلې ته لاس نه وای کړی، د مصر د ولس يو زر اکاډميک او پوهان خلک به نه وو وژل شوي. دغه جهادي ډلې چې غوښتل يې په مصر کې تغيير راولي اوس له خپلو ټولو کړنو څخه پښېمانه دي، په داسې حال کې چې اخوان المسلمون د خپل صبر لامله پر خپل ځای او خپل موقف او قوت باندې پاتې دي. سمه ده چې دوی ښايي هره ورځ د چارواکو او د پارلمان د غړو په توګه د حکومت په مېلمستونونو کې وي او له حسني مبارک سره به په مېټينګونو کې کېني، خو خپل موقف يې ساتلی او دوامدار کار يې نتيجه ورکړې ده. دوی اوس په مصر کې تر ټولو قوي ګوند او اسلامي ډله دي.
لومړۍ ماشه کشول اسان وي، خو د جګړو فاتح هغه وي چې وروستۍ ګولۍ فير کړي
سره له دې چې په فلسطين کې اخوان المسلمين بيا وسله واله مبارزه کوي، هلته د حماس په نامه د اشغالګرو په ضد جهاد کوي، او په دې توګه له اسلامي حرکت سره د وسلې کارولو او سوله ييزې مبارزې دواړه تصورونه خورا واضح دي. په جهاد باندې هم باور لري، خو يوازې د بهرني يرغلګر په ضد وسله اخلي. او د داخلي استبداد او ظلم په مقابل کې هغه ده سوله ييزه مبارزه کوي. د اسلامي حرکت له همدې مسير څخه که هره ډله بېله شوې او د مستبد محلي حکومت په ضد يې وسله اخيستې، بېرته پښېمانه شوي، که په مصر کې وو، که په سوريه کې او که په الجزاير کې. دا پښېماني يې له درنو تاوانونو او شهيدانو له ورکولو وروسته وښوده. په دغسې حالاتو کې د وسله والې مبارزې پايلې له غميزو ډکې وې، او ګټه يې مستبدو واکمنانو او د هغه پوځيانو ته ورسېده. نو په تاو تريخوالي د لاس پورې کولو پايلې خورا خطرناکې دي. د اسلامي ډلو او حرکتونو تجربو وښوده چې لومړۍ مرمۍ دوی فير کړه، خو په جګړه کې فاتح هغه څوک وي چې وروستۍ مرمۍ فير کوي. او په دې ټولو کورنيو جګړو کې حکومتونو وروستۍ ګولۍ ويشتې ده، نه اسلامي غورځنګونو. دا ډېره اسانه ده چې د چا په ضد جګړه اعلان کړې او لومړی ګوزار ته وکړې، خو د جګړو ګټونکي هغه دي چې وروستی ګوزار کوي. له همدې ځايه د لبنان او اسرائيل په وروستۍ (۲۰۰۶) جګړه کې حزب الله ګټونکی وو ځکه وروستۍ ګولۍ يا توغندی هم دوی وويشت.
ځوانان بايد خپل ځواک د احساساتو پر بنا نه، بلکې د عقلانيت پر بنسټ وکاروي
اصلاح انلاين: خو موږ په ټوله اسلامي نړۍ کې وينو چې په ځوانانو کې احساسات په را خوټېدو دي. هر څوک غواړي توپک واخلي او له همدې لارې په خپلو هېوادونو کې اسلامي نظام راولي. د زور کارونې ته ستاسې په نظر ولې ميلان
نه شي کېدای چې ټول خلک سړی په يوه ګوند کې راټول کړي او يا يې په يوه ولس کې راټول کړي. له همدې لامله اسلام د شورا په نظام ټينګار کوي چې د خلکو له اختلاف او ګڼوالي سره سره د ټولو په خوښه باندې کار پرمخ ولاړ شي. موږ بايد په خپل کلتور کې د پلوراليزم، شورا او دموکراسۍ فکر خپل کړو. په دې توګه به افغانستان له پرلپسې خونړيو او ورانوونکو جګړو څخه د يو ارام او باثباته هېواد پر لورې بوځو.
په زياتېدو دی؟
غنوشي: د دې دليل ظلم دی چې پر ټول اسلامي امت باندې روان دی، په ټولنه کې، په جومات کې او هر چېرته تېری روان دی. کله چې يو مسلمان ځوان خپله يوه خور په تونس کې ګوري چې له سره يې پړونی په زور کش کېږي، يا په فلسطين، عراق او صوماليا کې ګوري چې اشغالګر د دوی وروڼه او خويندې وژني، نو طبيعي ده چې د ظالم لخوا دا ډول تاوتريخوالی او تېری متقابل تاوتريخوالی په مسلمانانو کې راپورته کوي. نن په تونس کې ګڼ شمېر ځوانان يوازې په دې وجه بنديان دي او په کلونو کلونو قيد محکوم دي چې ګواکې غوښتل يې په عراق يا افغانستان کې جهاد ته ولاړ شي. خو دغه ځوانان ولې په دې فکر نه کوي چې په خپلو هېوادونو کې د اسلام د ټينګولو لپاره کار وکړي؟ دا ځکه چې دوی د ځوانۍ په عاطفه او احساس پارېدلي دي. دوی چې په کار لاس پورې کوي ډېر ځله د دې په خاطر نه وي چې د هغه کار په نتايجو متيقن وي او يا يې پلان ورته جوړ کړی وي، بلکې د دوی کار زياتره وخت عکس العمل وي. کله چې کوم زياتې وګوري ناڅاپه احساساتي شي او له خپل زور څخه کار اخلي او په دې توګه يې کار عکس العملي وي. خدای تعالی چې د کمال په ټولو اوصافو متصف دی په قرآن کې په ډېرو ځايونو کې د العزيز الحکيم په ګډو صفتونو ياد شوی. يانې خدای هغه ذات دی چې قهر لري، قوت لري، خو همدا قوت او قهر په حکمت کاروي ځکه حکيم دی. د خدای قوت او قهر د غبرګون او عکس العمل غوندې نه وي، بلکې تل له حکمت سره ملګری وي.
موږ ته هم پکار داده چې له خپل قوت او قهر څخه د احساساتو او تاثيراتو په نتيجه کې نه، بلکې د حکمت په نتيجه کې ورڅخه کار واخلو. حکمت څه مانا، دا مانا وضع الشيء في موضعه (په خپل ځای کې د هر شي اېښودل او استعمالول). په دې توګه په هغه ځای کې چې خبرې اترې پکار وي او کار ورکولی شي له تورې څخه کار اخيستل غير معقول او غير حکيمانه کار دی، همدارنګه چېرته چې د تورې ځای وي هلته بيا خبرې کول همداسې نامعقول کار دی. له زور څخه کار اخيستل يوازې د اشغالګر په مقابل کې روا دي، او د داخلي اختلافاتو د له منځه وړلو ښه لاره خبرې اترې او سوله ييزې هلې ځلې دي چې پر مقابل لورې ولسي فشار راوړل شي، که د مظاهرو او اعتصابونو له لارې وي او يا هم له نورو لارو. دا سوله ييز جهاد دی چې پر موږ لازم دی.
امريکايي وايي انا الواحد الاحد، خو اوس به يې سرته ورغلی وي سد
اصلاح انلاين: د امت راتلونکي ته د روانو نړيوالو جګړو او لوبو په رڼا کې څنګه ګورئ؟
غنوشي: امت او اسلام پرمخ روان دی، او برعکس لوېديځ پرشا روان دی. مسلمانانو دوه لويې امپراتوريانې ړنګې کړې. د شوروي امپراتورۍ په ړنګولو کې د افغانانو ونډه خورا لويه وه. له دې وروسته بيا امريکا د نړۍ پر واکمنۍ کېناسته او لويه تېروتنه يې وکړه چې اعلان يې وکړ چې تاريخ همدلته ختم شو او د نړۍ يوازېني واکمن موږ يو. ځان يې له خدای سره شريک وګاڼه. دا يې ډېره ناوړه تېروتنه وکړه. خدای هر څه بښي، خو شرک نه شي بښلی. امريکا شرک وکړ چې ويې ويل انا الواحد الاحد (بس يوازې زه يم) او بل زورور نشته په دنيا کې. خدای د امريکا همدا شوکت مات کړ، وژونکو تېروتنو ته يې ورټېل وهله . پر عراق يې يرغل وکړ او هغه هم په دې استدلال چې نړۍ ټوله د امريکا په واک کې ده او هر ډول چې غواړي بايد تصرف پکې وکړي، خو په عمل کې يې دا يرغل د امريکا د ماتې پيل وو. بيا په افغانستان کې را ګير شوه او په ټوله نړۍ کې يې خپل ځواکونه د تروريزم ضد جګړې په نامه ځای پر ځای کړل. همدغسې چل خدای د قارون له امپراتورۍ سره هم کړی وو. امريکا چې د ټولو نړۍ په سر کې وه او پر ټوله دنيا يې پانګوال نظام مسلط وو، خو اوس په ړنګېدو شو. د کوم اورګاډي چې په سر کې ماشين اور واخلي، له شا پسې د تړليو ډبو به څه حال وي؟
د ټولو استکباري قوتونو برخليک همدا شان وي. شوروي غوښتل ځان پر ټوله دنيا مسلط کړي او کمونيزم يې د تر ټولو غوره نظام په توګه غوښت چې هرچېرته واکمن واوسي. غوښتل يې اسلام يومخ له منځه يوسي. د الحاد امپراتورۍ وه چې ړنګه شوه. ورپسې امريکا را پاڅېده او ځان يې د نړۍ يوازېنی مالک او حاکم اعلان کړ او پانګوالۍ يې هرچېرته مسلطه کړه. خپل نظام يې د ټولو نورو نظامونو ځايناستی غوښت. له همدې لامله يې د اسلام ضد جګړه پيل کړه. خپل نور سيالان، لکه روسيه، چين او هند يې پرېښودل او په اسلامي نړۍ کې يې اورونه بل کړل. او دا کار يې د يهودانو او صهيونيستانو په اشاره وکړ. خو دا استکبار هم مخ پرختمېدو دی او اسلامي نړۍ امريکا ته ماتې ورکړه. په داسې مقابله کې ورسره ښکېله ده چې له ماتې پرته بل ډول نه شي ترې خلاصېدای.
نو څنګه چې اسلام په لومړيو زمانو کې دوه سترې امپراتورۍ، فارس او روم، ته ماتې ورکړې وه. زموږ په زمانه کې هم دا دی اسلام دوه امپراتورۍ نسکورې کړې چې يوه د کمونيزم امپراتورۍ وه او بله هم د پانګوالۍ يا کاپيټاليزم. په دې توګه د اسلام په مخ کې نورې دروازې هم پرانيستل کېږي. موږ دا نه وايو چې د امريکا ماتې يانې له نقشې څخه د هغې ورکېدل. کله چې شوروي ماتې شوه، روسيه له نقشې ورکه نه شوه، خو نړيواله واکمني يې ختمه شوه او ښکېل شوي ولسونه ترې بېل شول او روسيه د يو لوی دولت په توګه پر نقشه را ښکاره شوه. د امريکا برخليک هم دې ته ورته دی. امريکا به پر خپل ځای د يو لوی هېواد په توګه پآتې وي، خو امپراتورۍ او نړيوال اغېز به يې ختم شي.
خدای وايي لتعارفوا، موږ وايو لتحاربوا!
اصلاح انلاين: د اسلامي ويښتابه د پرمختګ په اړه ستاسې نظر څه دی؟
خدای تعالی چې د کمال په ټولو اوصافو متصف دی په قرآن کې په ډېرو ځايونو کې د العزيز الحکيم په ګډو صفتونو ياد شوی. يانې خدای هغه ذات دی چې قهر لري، قوت لري، خو همدا قوت او قهر په حکمت کاروي ځکه حکيم دی. د خدای قوت او قهر د غبرګون او عکس العمل غوندې نه وي، بلکې تل له حکمت سره ملګری وي. موږ ته هم پکار داده چې له خپل قوت او قهر څخه د احساساتو او تاثيراتو په نتيجه کې نه، بلکې د حکمت په نتيجه کې ورڅخه کار واخلو.
غنوشي: اسلامي ويښتابه او اسلامي حرکتونه هر چېرته پر مخ روان دي. اسلام په ټوله نړۍ کې هومره په چټکۍ خپرېږي چې په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کېږي. اسلام په غرب کې هم په يوه غټ قوت بدلېدونکی دی او ښايي شل دېرش کاله نور هم ونيسي. د لمونځ کوونکو شمېر هره ورځ زياتېږي. د حجاب اغوستونکو ښځو شمېر هره ورځ زياتېږي. جوماتونه ورځې تر بلې زيات ډکېږي، په حج او عمره کې هر کال د خلکو شمېر زياتېږي او اسلامي کتابونه نوي لوستونکي پيدا کوي. اسلامي بانکونه او د اسلامي بانکدارۍ سيستم په چټکۍ سره وده کوي، په تېره بيا د سودي (ربوي) نظامونو د ناکامۍ له را څرګندېدو سره. اسلام په هر ډګر کې د يو سالم او ټولمنلي بديل په توګه را څرګندېږي. اوس په اسلامي حرکتونو باندې ده چې خپله وړتيا وښيي چې دوی نړۍ پرمخ بيولی شي او که نه. دوی بايد دا خلل له منځه يوسي چې ګواکې له نورو سره په ګډه نه شي اوسېدلی او خپلې چارې په پرمختللې او متمدنه توګه نه شي اداره کولی، لکه د افغانستان مجاهدينو چې وکړل. په هر ډګر او هر ځای کې همدا چلنج شته دی. ايا سني او شيعه به په ګډه ژوند سره وکړی شي او که به د يو بل په ضد چاودنې کوي، ايا اسلامپال او سيکولرستان به يو بل سره ومني او که به مقابله کوي او سوله ييز او وسله وال فعالين به يو بل ومني او که نه. په دې توګه اوس اسلامپالو ته پکار ده چې د ګډ اوسېدلو هنر زده کړي، دا شی تر اوسه په اسلامي حرکتونو کې کم دی. همدارنګه د مسلمانې ښځې ونډه. ايا هغې ته به د اسلام په چوکاټ کې د کار کولو او د ټولنې په جوړولو کې ونډه ورکړو او که نه. ايا يو نامسلمان سړی به په اسلامي حکومت کې د يو هېوادوال په توګه وزغملی شو او که نه؟ ايا دا به زده کړو چې له بهرنۍ نړۍ سره په اړيکو کې اصل سوله ده، جګړه نه ده، او که به د ټولې دنيا په ضد جګړه اعلان کړو چې اسلام پرې ومنو؟ په دې پوهېدل پکار دي چې اسلام تعدد او ګڼوالی مني، مختلف ولسونه، کلتورونه، تمدنونه او اديان په رسميت پېژني او په ګډه ورسره ژوند کولی شي. دا د خدای خپل جوړښت دی چې خلک يې مختلف پيدا کړي دي. قرآن د دغه اختلاف دليل دا ښيي چې يو بل سره په خپلو ځانګړتياوو وپېژنئ او له يو بل سره مرسته وکړئ. (يا ايها الناس انا خلقناکم من ذکر و انثی و جعلناکم شعوبا و قبائل لتعارفوا)، لتعارفوا يې ويلی، لتحاربوا (چې له يو بل سره جنګ وکړئ) يې نه دی ويلی. موږ د جګړې لپاره نه يو پيدا شوي، بلکې جګړه يوازې هغه مهال کوو چې له ځان څخه د ظلم دفاع وکړو. اسلام پر چا باندې په زور او جګړه نه شو تپلی.
موږ اسلامي ګلوبلايزېشن نه غواړو
اصلاح انلاين: د وروستۍ پوښتنې په توګه، داسلام نړيوالتوب يا اسلامي ګلوبلايزېشن اصطلاح ته په څه نظر ګورئ؟
غنوشي: اسلام نړيوال دی او وو. خو اسلام د هر ډول نړيوالتوب یا ګلوبلايزېشن مخالف دی ځکه نړيوالتوب په ټوله نړۍ باندې د يو ډول بېلګه ييز ژوند تحميلول دي. خو اسلام له لويه سره د ولسونو او خلکو په تعدد باور لري. لکم دينکم و لي دين. د اسلامي نړيوال کول دا مانا لري چې موږ غواړو په ټوله نړۍ باندې اسلام وتپو. خو موږ همداسې نه غواړو. موږ ازاده نړۍ غواړو چې هرڅوک پکې په خپله خوښه يو څه ومني، داسې يوه نړۍ چې وګړي يې له يو بل سره مرستندوی او همکار واوسي، نظام يې په زور نه، بلکې په عدالت او برابرۍ ولاړ وي. داسې يوه نړۍ چې يوه ډله پکې ځمکه او اسمان وران نه کړي. خدای په قرآن کې ويلي سواءا للسائلين [فصلت:10] (يانې ځمکه او اسمان مې د ټولو محتاجو انسانانو د اړتياوو او غوښتنو د پوره کولو لپاره په يو ډول پيدا کړي دي) که کافر دی که مسلمان دی، چې غواړي خپلې اړتياوي پر ځمکه پوره کړي، ټولو ته له همدې نړۍ څخه د برابرې استفادې حق ورکړل شوی دی.