د طالبانو او امريکايي ځواکونو تر منځ وروستی جوړجاړی تر دې را رسېدلی و چې د متحدو ايالاتو استازو غوښتل په ټول افغانستان کې يوازې درې پوځي هډو کې ورته ځای پرېږدي او له دغو هډو څخه د فعاليت اجازه ورکړي، خو طالبانو ورسره نه وه منلې.
محمد يونس برهان*
هغه مهال ته چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو د مهالوېش د اعلان په خوښۍ کې به د افغانستان په ښارونو کې ډولونه په غربا راشي ښايي څو اوونۍ پاتې وي.
داسې ښکاري چې امريکايي ځواکونو په جولای کې د خنجر عملياتو له پيلولو سره جوخت د ناکامۍ په صورت کې بديله لاره هم پلان کړې وي: هغه دا چې که امريکايي ځواکونو له ويتنام نه وروسته په خپل تر ټولو لوی زور بياهم پر طالبانو لاسبري نه شي، نو بايد دافغانستان له جګړې څخه په وتلو فکر وکړي.
پېښو وښوده چې د متحدو ايالاتو لومړي غوراوي چې پر طالبانو لاسبری و کار ورنه کړ. له هماغه راهيسې ورځ په ورځ ټولې پرمختياوې داسې ښيي چې امريکا او د ناټو تړون غړي متحدين يې د وتلو لپاره عام ذهنيتونه جوړوي.
جولای د بهرنيو ځواکونو لپاره په مجموع کې د افغانستان د اشغال په تاريخ کې تر ټولو خونړۍ مياشت وه او ورپسې اګسټ هم د امريکايي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ وه.
د خنجر د عملياتو له پيل راهيسې بهرنيو ځواکونو بيا داسې کوم بيان نه دی ورکړی چې دوی دې کوم طالب قومندان يا عادي جنګيالی وژلی وي. امريکايي قومندانانو اعلان وکړ چې دوی به نور د طالبانو د تلفاتو په اړه څه نه وايي.
د جولای له جګړې څخه لږ وروسته، د باوري سرچينو په خوله، امريکايي چارواکي د کندهار هوايي ډګر ته نژدې په يوه سيمه کې د طالبانو له استازو د خبرو اترو لپاره کېنستل. دغو باوري سرچينو اصلاح انلاين ته وويل چې د طالبانو او امريکايي ځواکونو تر منځ وروستی جوړجاړی تر دې را رسېدلی و چې د متحدو ايالاتو استازو غوښتل په ټول افغانستان کې يوازې درې پوځي هډو کې ورته ځای پرېږدي او له دغو هډو څخه د فعاليت اجازه ورکړي، خو طالبانو ورسره نه وه منلې.
د دوستم محاکمه د امريکا د بايللي اعتبار د اعادې هڅه
پر امريکايي چارواکو باندې د طالبانو بې باوري او شک د خبرو اترو پر مخ کې بل لوی خنډ ګڼل شوی دی. طالبانو امريکايي استازو ته ويلي چې امريکا په ۲۰۰۱ کې په شمالي ولايتونو کې د تسليم شويو جنګياليو په اړه لومړۍ خو تر ټولو ستره بې اعتباري وکړه، او له ژمنې او موافقې خلاف سي آی اې د جنرال دوستم او د نورو متحدينو په مټ د طالبانو په ګڼوژنه او شکنجې لاس پورې کړ.
د دغه ډول شکونو او موجودې بې اعتبارۍ په مقابل کې طالبانو د خبرو اترو تر کاميابېدو مخکې له امريکا څخه غوښتي چې ځينې داسې اقدامات وکړي څو وښييچې دوی په خپلو نيتونو کې رښتينې او جدي دي، او خپل بايللی اعتبار راوګرځوي. له هماغه مهال راهيسې د جنرال دوستم په محاکمه کې د امريکا لیوالتیا زياته شوې ده.
په دې لړ کې وروستۍ پرمختيا داده چې د هاګ نړيوالې محکمې اعلان کړی چې د افغانستان د جنګي جنايتونو په اړه به دوی ژر پلټنه پيل کړي. داسې ښکاري چې د جنرال دوستم محاکمه کول به د امريکا لپاره د طالبانو د اعتبار لاس ته راوړلو په موخه له يو شمېر ګامونو څخه يو لوی ګام وي.
له دې سربېره، له دوو مياشتو راهيسې په افغانستان کې د امريکايي قواوو عمومي قومندان جنرال مک کرسټال سخت بوخت دی چې د افغانستان لپاره نوې ستراتيژي جوړه کړي. هغه خپل پلان د امريکا مرکزي قومندانۍ ته سپارلی. دا پلان يې له ګڼو افغان لوريو او سياستوالو سره له مشورو او خبرو او هماغه د طالبانو له خبرو اترو وروسته جوړ کړی. د دغه پلان له وړاندې کېدو چې تر اوسه هم مطبوعاتو ته نه دی راوتلی، امريکايي بېلابېل لوري له افغانستان څخه د مهالوېش د ټاکلو خبره کوي.
په دې کې تر ټولو جګپوړی چارواکی د مرکزي قوماندې مشر جنرال مايک مولن دی چې ويلي يې دي په افغانستان کې وخت زموږ په ګټه نه دی.
ورپسې په کابل کې د امريکا پخواني سفير په واشنګټن پوسټ کې وليکل چې د مهالوېشونو اعلانول به يو سخت پرشاتګ وي. هغه په ډاګه دا نه دي ويلي چې امريکا وتلو ته تياری نيسي، خو د اوباما ادارې ته يې خبرداری او مشوره ورکړې چې د وتلو پر ځای نورې بديلې لارې به د امريکا ګټې ښې خوندي کړي، چې په دې لارو کې نه د ټول هېواد، بلکې د څو محدودو سيمو پرېښودل وي طالبانو ته.
ناټو هم د وتلو لار لټوي
په افغانستان کې د اوباما د نوې ستراتيژۍ جوړوونکی جنرال مک کرسټال په خپل جرئت باندې پېژندل شوی دی. ده په عراق کې هم د خپلو ځواکونو د ايستلو د مهالوېش ستراتيژي جوړه کړې ده.
ده په روژه کې اعلان وکړ چې نور به د طالبانو پر سيمو بمباري نه کوي ځکه ملکي خلکو ته زيان رسېږي او دا د افغانانو د قهر سبب کېږي. د طالبانو د تلفاتو له نه اعلانوولو وروسته دا بل لوی ګام و چې طالبانو ته د اعتبار په موخه يې واخيست. هماغه و چې په کندوز کې د الماني ځواکونو لخوا د يو ټانکر بمبارولو سخت د امريکا قهر راوپاراوه او مک کرسټل يې اړ کړ چې په يو افغاني تلوېزون راڅرګند شي او له افغانانو څخه بښنه وغواړي. دې بمبارۍ چې د امريکا لپاره د اعتبار جوړولو په بد وخت کې راغله د المان او متحدو ايالاتو تر منځ اړيکې تر يو ځايه ترخې کړې.
په نورو پرمختياوو کې، ناټو هم غواړي چې له افغانستان څخه د وتلو مهالوېش ورکړي. برتانيې، المان او فرانسې د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون ته په يو ليک کې ليکلي چې پر افغانستان باندې يوې نړيوالې غونډې ته اړتيا ده چې د وزيرانو په کچه جوړه شي، او په دې هېواد کې د پرمختياوو بهير او راتلونکی وارزوي. د ليک په کلمو کې، د ټايم ټېبل يا مهالوېش خبره هم په ښکاره ټکو شوې ده، چې په دې اړه به هم نړيواله ټولنه غور کوي.
کرزی د نوې ستراتيژۍ په رڼا کې وټاکل شو
له دې سربېره، د ولسمشرۍ لپاره د حامد کرزي ټاکل کېدل د امريکا د وتلو لپاره بل تر ټولو غوره فرصت دی. ولسشمر کرزي په خپلو نويو اجنډاوو کې تر ټولو لويه او لومړۍ خبره تل همدا کړې ده چې که دی بيا وټاکل شي نو د طالبانو او د مقاومت د نورو غاړو مشران به کابل ته راغواړي او ورسره د جوړ جاړي خبرې به کوي. دا د کرزي د سياسي اجنډا تر ټولو غټ ټکی و چې په هر فرصت کې هغه پرې ټينګار کاوه. هماغه و چې د کرزي د بريا له خبر سره سم، يوې فرانسوۍ ورځپاڼې لو فيګارو ته ولسمشر وويل چې د نوې وظيفې له پيل وروسته به د سلو ورځو په داخل کې د طالبانو له مشرانو سره کېني.
د کرزي له دې اجنډا سره چې مخامخ به د طالبانو له مشرانو سره د افغانستان په داخل کې خبرې کوي، د هغه کاميابول د ده پر همدې پلان باندې د امريکا لخوا د تائيد مهر وهل دي. همدا لامل شو چې نه خو عبد الله او نه هم اشرف غني کامياب کړی شول، ځکه د دې دندې لپاره تر ټولو غوره سړی کرزی و. عبد الله چې د طالبانو د سرسخته مخالفې شمالي ټلوالې له مشرانو پاتې شوی او اشرف غني چې سرټمبه سياستوال بلل کېږي چې لږ نرموالی لري، د امريکا لپاره د دې پړاو په ترڅ کې چې بايد له طالبانو سره خبرې وشي او د نړيوالو ځواکونو د وتلو لپاره لاره هواره شي، مناسب کسان نه وو. برعکس، کرزی د دريځپه نرموالي او خبرو اترو کې د مهارت په لرلو باندې پېژندل شوی دی.
دې ټولو پرمختياوو ته په پام سره داسې ښکاري چې متحد ايالات او متحدين يې غواړي نوې ستراتيژې ته هم په غرب او هم په افغانستان کې ذهنيتونه جوړکړي. دا ستراتيژي به د دوی د وتلو د مهالوېش د پيل اعلان وي.
داسې اټکل کېږي چې د مهالوېش پيل به له يو نيم کال نه تر دوو کالونو پورې ټاکل کېږي.
*محمد یونس برهان کابل مېشتی ليکوال ، ژورنالست او د اصلاح انلاين مسول مدير دی.