زه چې وژلمه کافر نارې مې ډېرې وکړې
د چا راويښ نه شو ضمير نارې مې ډېرې وکړې
ما خوب ليده چې ګيدړان د زمرو ښکار ته راځي
چې ورله ومې کړ تعبير نارې مې ډېرې وکړې
د ازادې مينه په دې ولس کې نه ده پاتې
د فلسطين او د کشمير نارې مې ډېرې وکړې
ما د صليب له لاسه سره ککره قام ته يوړه
په چا يي ونکړ تاثير نارې مې ډېرې وکړې
ما لا دمخه درته وېل اختره مه رادرومه
زه لا اخته يمه په وير نارې مې ډېرې وکړې
دا د تړون چغې به خامخا منزل ته رسي
د الجهاد او د تکبير نارې مې ډېرې وکړې
سمېع الله تړون