د اشغال پای او د امریکا د ماتې په اړه د جمعیت اصلاح افغانستان اعلامیه
الحمدُ للهِ الذي أنجَزَ وَعْدَه، ونصَرَ عَبْدَه، وهزَمَ الأحزابَ وحدَه،وَالصَّلاةُ وَالسَّلامُ عَلَی قائد الدعاة و المجاهدین و عَلَی آله وصحبه اجمعین اما بعد .
قال الله تعالی :
وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ. ابراهیم سورت (۴۶) صدق الله العظیم
د افغانستان مجاهد ملت یو ځل بیا ثابته کړه چې دا خاوره د نیواکګرو لپاره د امن ځای نه دی .
جمعیت اصلاح افغانستان د هېواد مسلمان ملت او د اسلامي امارت مجاهدینو ته د یرغلګرو ځواکونو تېښته او د دغې سترې او تاریخي بریا مبارکي وایي. او د لاندې ټکو یادونه کوي .
1- له برتانوي نیواک څخه د هېواد ازادي او د شوروي یرغل په شا تمبولو په څیر، دا ویاړ هم د افغانستان د مسلمان ملت په برخه شو ، هغه ملت چې تل له سرښندوونکو مجاهدینو سره اوږه په اوږه و درېدل او د خپلو ټولو امکانانو پر مټ یې د هغوی ملګرتیا وکړه .
۲ تجربو جوته کړې چې سیاسي ازادي او د خاورې خپلواکي د ټولنې د هر اړخیز پرمختګ د بنیاد ډبره ده . او دغه خپلواکي هغه وخت لا رنګینه شي چې حکومت،کدرونه، قومي مشران او ټول ملت یو بل ته لاس ورکړي تر څو د خپلواکۍ پاتې اړخونه پوره او ملت له مادي او معنوي غلامۍ څخه و ژغورل شي.
۳ – د هیواد مادي او معنوي ابادي او ارامتیا د ټولنیز عدالت په پلي کولو، ازادي او ښې حکومتولۍ پورې اړه لري او د افغانستان ولسونه باید د دغو ارزښتونو په پلي کولو سره نړیوالو ته دا وښایي چې د حکومت جوړونې وړتیا لري.
۴- له مونږ څخه د اوسنيو شرایطو غوښتنه داده چې د خپلواکۍ اصل په پام کې ونیسو، یو د بل په چارو کې له مداخلې څخه ډډه وکړو ؛ او د خپل هېواد د بیا رغونې لپاره له ګاونډیو هیوادونو، اسلامي هیوادونو او نړیوالې ټولنې سره نیکې اړیکې وپالو.
۵- جمعیت اصلاح افغانستان په تیرو شل کلونو کې په پرله پسې توګه په فکري، جهادی، روزنیز، کلتوریز او د خدماتو وړاندې کولو په ډګر کې د اشغال د ختمولو په لاره کې خپلې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کړي دي؛ او دا دې یو ځل بیا د اشغال د پای څخه وروسته به د هیواد مادي او معنوي ابادۍ لپاره په ټول توان او شته امکاناتو سره د هېواد د ترقۍ او پرمختګ په لور کوټلي ګامونه پورته کړي.
۹ – سنبله – ۱۴۰۰ هش
کابل – افغانستان
______________________________
اعلامیه جمعیت اصلاح افغانستان در مورد پایان اشغال و شکست امریکا در افغانستان
الحمدُ للهِ الذي أنجَزَ وَعْدَه، ونصَرَ عَبْدَه، وهزَمَ الأحزابَ وحدَه،وَالصَّلاةُ وَالسَّلامُ عَلَی قائد الدعاة و المجاهدین و عَلَی آله وصحبه اجمعین اما بعد .
قال الله تعالی :
وَقَدْ مَكَرُوا مَكْرَهُمْ وَعِنْدَ اللَّهِ مَكْرُهُمْ وَإِنْ كَانَ مَكْرُهُمْ لِتَزُولَ مِنْهُ الْجِبَالُ. سوره ابراهیم (۴۶) صدق الله العظیم
ملت مجاهد افغانستان یک بار دیگر ثابت ساخت که در این سرزمین جایی برای اشغالگران نیست.
جمعیت اصلاح افغانستان این پیروزی بزرگ و تاریخی و فرار نیروهای غاصب و اشغالگر امریکایی را به ملت مسلمان افغانستان، مجاهدین امارت اسلامی و کافه امت اسلامی تبریک عرض می دارد. و مراتب ذیل را یاد آوری می نماید .
1) این افتخار همانند آزادی کشور از استعمار بریتانیا و اتحاد جماهیر شوری از آنِ همه ملت مسلمان افغانستان است که همواره در کنار مجاهدین سر به کف ایستادند و آنان را با دار و ندار خویش یاری بخشیدند.
2) تجربه ثابت نموده استقلال سیاسی و تمامیت ارضی سنگ تهداب ترقی و پیشرفت همه جانبه جامعه می باشد. و این استقلال هنگامی به پایه کمال می رسد که حکومت، نخبگان، بزرگان قومی و تمام ملت دست در دست هم بدهند تا ابعاد دیگر استقلال را نیز تکمیل نمایند و ملت را از اسارت های مادی و معنوی و همه وابستگی ها رهایی بخشند.
3) رفاه و آبادی مادی و معنوی کشور در گرو اقامه عدالت اجتماعی، آزادی و حکومت داری خوب می باشد و مردم افغانستان باید برای جهانیان نشان دهند که توانایی ساختن بنیاد حکومتی را دارند که این ارزش ها را تحقق بخشد.
4) ایجاب می کند در مرحله کنونی با رعایت اصل استقلالیت و عدم مداخله در امور یکدیگر، روابط حسنه با همسایگان، کشورهای اسلامی و جامعه بین المللی جهت بازسازی و اعمار مجدد کشور حفظ گردد.
5) جمعیت اصلاح افغانستان در جریان بیست سال گذشته همواره با جهاد و مبارزه فکری، تربیتی، فرهنگی و خدماتی در راستای خاتمه اشغال تلاش ورزیده است و اینک بار دیگر برای آبادی مادی و معنوی کشور در دوره بعد از اشغال با همه امکانات و توانمندی های خویش در مسیر ترقی و تعالی کشور گام های استوار بر می دارد.
۹ – سنبله – ۱۴۰۰ هش
کابل – افغانستان