داچې افغانستان له څلور لسیزو وروسته دلومړی ځل لپاره داسې یو مرحلې ته ننوتی چې د الله جل شانه په فضل دهیواد په هېڅ ګوټ کې جګړه نشته اوهیوادوال مو د یو سرتاسري امنیت ، سولې او ملي یووالی په درشل کې دي نو جمعيت اصلاح په داسې حال کې چې دغه بدلونونه او تعاملات مثبت ارزوي د هیواد وضعیت د لا ښه والې او ټیکاو په موخه په لاندې ټکو یوځل بیا ټینګار کوي:
1) جمعیت اصلاح پر اسلامي امارت غږ کوي چې د ولس د تشویشونو د رفع کولو او د هېواد ورځنيو چارو نورمال حالت ته د ستنولو لپاره باید ژر تر ژره یو سرپرست حکومت اعلان کړي ترڅو له یوې خوا اقتصادي فعالیتونه پیل، بانکونه، بازارونه، ښوونځی او پوهنتونونه دوباره پرانستل شی او له بلې خوا د یو ټول شموله پراخه حکومت د جوړولو لپاره زمینه مساعده شي
2) جمعيت اصلاح له ټول ولس څخه غواړي، چې خپل منځي اخوت، ملي وحدت او یو بل سره همکارۍ او همدردۍ روحيه لا پياوړي کړي، او د یو بل لاسنيوي ته پاملرنه وکړي او د خپل هیواد د ابادۍ لپاره پخپله لاس په کار شي.
3) جمعيت اصلاح په نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه د امریکا په حکومت غږ کوي چې د افغانستان کنګل شوې پيسې بېرته فعالې او افغانستان سره بندې شوې نړيوالې مرستې بېرته د پخوا پشان پيل کړي، تر څو افغانان له روان ناورین او په ټپه ولاړ اقتصادي حالت له ناوړه پايلوڅخه وژغورل شي.
4) مونږ له ګاونډيو هېوادونو څخه غواړو چې په دې سختو شیبو کې خپل بندرونه پرانیزی څو د هیواد سوداګريزې چارې بېرته خپل عادي حالت ته راستنې شې او ولس له اقتصادي ناورین څخه وژغورل شي.
5) جمعیت اصلاح افغانستان په ټولو رسنیو ، مدنی ټولنو او ژورنالستانو غږ کوي چې دهېواد ستونزو ته د ولس د لومړیتوبونو او اړتیاوو پر بنسټ انعکاس ورکړي او د نړیوالو پام ورته راوګرځوي په کوچنیو او غیر مهمو قضیو کې د ولس له اخته کول کولو ډډه وکړي.
6) جمعیت اصلاح د ولس په اکاډمیکو ، تخنیکی ، ټولنیزو کادرونو او سیاسي مشرانو غږ کوي چې هیواد کې پاته شي او د خپل ځوریدلی ولس ترڅنګ د هیواد د پرمختیا لپاره ګډ کار وکړي.
والله المستعان وهو الموفق و المعین
جمعیت اصلاح افغانستان
کابل ، ۳۱ اسد ۱۴۰۰ ه لمریز
اینکه افغانستان پس از چهار دهه برای نخستین بار وارد مرحلۀ می شود، که به فضل الله جل شانه در هیچ گوشۀ از کشور جنگ نیست و و هموطنان ما در آستانۀ امنیت سرتاسری، صلح و وحدت ملی قراردارند. جمعیت اصلاح در حالی که این تغییرات را مثبت ارزیابی می نماید، بمنظور بهبود هرچه بیشتر اوضاع کشور، یک بار دیگر بر نکات زیر تاکید می دارد:
1. جمعیت اصلاح از امارت اسلامی میخواهد که به منظور رفع نگرانی مردم و و برگشت امور روزمره کشور به حالت نورمال، هرچه عاجل یک حکومت سرپرست را اعلان نماید؛ تا از یک طرف فعالیت های اقتصادی آغاز، بانک ها، بازارها، مکاتب و پوهنتون ها دوباره باز گردد و از جانب دیگر، زمینه ایجاد یک حکومت فراگیر و همه شمول فراهم گردد!
2. جمعیت اصلاح از کافه ملت میخواهد که روحیه برادری و اخوت میان خودی، وحدت ملی و همکاری با همدگیر را هرچه بیشتر تقویت نماید، با دستگیری همدیگر توجه نموده و برای آبادانی کشور خود دست بکار شوند!
3. جمعیت اصلاح از جامعه جهانی بویژه حکومت ایالات متحده امریکا میخواهد که پول های منجمد شده را دوباره فعال و مساعدت های بین المللی که متوقف شده است را کما کان ادامه دهد، تا افغان ها از بحران جاری و رکود اقتصادی نجات یابند!
4. ما از کشورهای همسایه میخواهیم که در این اوضاع نا بسامان بنادر خود را باز نگهدارند، تا فعالیت های تجاری به حالت عادی برگردد و مردم افغانستان از بحران اقتصادی نجات یابند!
5. جمعیت اصلاح از تمامی رسانه ها، نهادهای جامعه مدنی و ژورنالیستان می خواهد، تا مشکلات کشور را با درنظرداشت ارزش های ملی و نیازمندی ها انعکاس داده و توجه جهانیان را جلب نمایند، و از مصروف نگهداشتن مردم از قضایای کوچک حذر کنند!
جمعیت اصلاح از کادر های اکادمیک، مسلکی، اجتماعی و رهبران سیاسی می خواهد، تا در کشور بمانند و در کنار ملت خود برای پیشرفت کشور خود بصورت مشترک خدمت کنند!
والله المستعان وهو الموفق و المعین جمعیت اصلاح افغانستان کابل ، ۳۱ اسد ۱۴۰۰ ه شمسی