لیکوال: مولوي وقايت الله وقار
د زرګونه علماوو او ځوانانو مرشد، مربي، پياوړی ليکوال، حکيم دعوتګر، عظيم مجاهد، د تواضع او خاکسارۍ بېلګه استاذ قدرمن شيخ القرآن و الحديث مولوي امين الله ازره وال رحمه الله د ارواښاد پاچا زوی د لوګر ولايت د ازرې په ولسوالۍ کې په ۱۳۴۱ هـ، ل کال کې زېږېدلی دی.
د ماشومتوب دوره ېې په خپله سيمه کې تېره کړې چې د ژمي په موسم کې به ننګرهار ته راښکته کېده او ژمی به ېې دلته تېراوه.
له اوه کلنۍ څخه ېې خپل کلي کې درسونه شروع کړي وه چې دا وخت په هېواد کې د ظاهرشاه پاچاهي وه.
د ثور له انقلاب يو کال وروسته ېې د پاکستان د پېښور ښار کچه ګړۍ ساحې ته هجرت وکړ او هلته چې کله د اسلامي حرکت بنسټ کېښودل شو؛ نو قدرمن شېخ ازره وال صاحب ېې هم غړی شو، چې له کمونستانو او خلقيانو سره به ېې مناظرې کولې او د زده کړې پړاوونه ېې هم طی کول، چې په لومړيو دوه کلونو کې له سنګر څخه پاتې شو او خپل درسونه ېې تر يوه حده ورسول؛ خو بيا راروانو کلونو کې به ېې نږدې نهه مياشتې درسونه ويل او د اوړي په سختو شپو ورځو کې به ېې د ازرې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د جهادي سنګر مبارزه مخ په وړاندې وړله، چې تقريبا زده کړې ېې په لسو کلونو کې بشپړې کړې او په بېلابېلو مدرسو کې ېې درسونه ويلي وه، وړه او لويه دوره ېې په امداد االعلوم کې له شهيد شيخ القرآن والحديث مولانا محمد حسن جان مدني رحمه الله سره ترسره کړه، چې په مجموع کې ېې د استاذانو شمېر ۶۳ ته رسېږي او زده کړې ېې د اديانو په مقارنه کې تر ماسټرۍ کچې کړې دي چې په همدې پړاو کې ېې پر معياري پښتو سربېره، عربي، اردو او دری ژبې د باور تر کچې زده کړې.
کله چې روسي ښکېلاک ړنګ شو؛ نو شېخ ازره وال صېب دعوتي او تدريسي بوختيا غوره کړه، له همدې کبله په (د لجنة الدعوة الاسلامية په الحاقيه، دارالعلوم الاسلامية، د اصلاح عالي معهد، د الفلاح عالي دارالعلوم او د امام ابويوسف رحمه الله عالي دارالعلوم) کې مدرس او مسؤل پاتې شوی دی چې د ژوند تر پايه ېې د امام ابويوسف رحمه الله عالي دارالعلوم د لوی شيخ الحديث، مربي، مرشد او مهتمم په حيث دنده اجراء کوله او په همدې مرحله کې ېې په بېلابېلو سيمه ييزو او نړيوالو ورکشاپونو او سيمينارونو کې ګډون کړی دی.
شيخ ازره وال رحمه الله پخوا د اسلامي فرهنګي مرکز د تربيې څانګې مدير، د اسلامي فرهنګي مرکز د مجلس غړی، او اوس د قافلې مجلې مسؤل مدير، د اصلاح دارالترجمې د مجلس غړی، د جمعيت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا د مجلس غړی وو.
د اسلام ارکان، د ايمان ارکان، د عقائد النسفية شرح، د العقيدة الطحاوية شرح، د رسول الله صلی الله عليه وسلم سل احاديث، د اسلامي فلسفې مقدمه، په عربي ژبه (په اسماني دينونو کې د کاميابۍ تصور)، په دری ژبه (د علم الميراث رساله)، دوه متضاد انځورنه (ژباړه) او په سلګونه مقالې چې په بېلابېلو علمي او فرهنګي رسنيو کې خپرې شوې دي، دده له فرهنګي لاسته راوړنو دي.
د فرهنګي مبارزې په ډګر کې قدرمن شېخ ازره وال صېب د سلګونه ځوانانو لارښود او مشرف هم پاتې شوی دی چې دده د زده کوونکو د قلم سياهۍ اوس د کتابونو پرمخ خپل نور پاشي.
بالآخره دغه عظيم شخصيت او د اسلامي دعوت نه ستړی کېدونکی مبارز د چهارشنبې په ورځ ۱۴۰۰ لمريز کال د ثور په لومړۍ نېټه چې د ۱۴۴۲ ه، قمري د رمضان المبارک له نهمې سره سمون خورې، د اجل داعي ته لبيک ووايه او خپل زرګونه خواخوږي ېې په اوښلنو سترګو او لسګونه دعوتي او تدريسي کارونه ېې په نيمه کې پرېښودل.
انا لله و انا اليه راجعون