د روژې په لومړۍ ورځ د جمعيت اصلاح افغانستان خوږياڼو څانګې د رمضان استقبال کنفرانس تر سره کړ چې د خوږياڼو ولسوالۍ علماوو، سپينږيرو، استادانو، محصلينو او ځوانانو په کې برخه اخستې وه.
ياد کنفرانس د قاري ضياالرحمن په تلاوت سره پیل شو، استاد شير عالم منصف د پیل وینا وکړه او ګډون کوونکو ته یې ښه راغلاست ووایه. بیا د ننګرهار پوهنتون استاد پوهنوال نصير احمد محب له خوا د کنفرانس اصلي موضوع (رمضان څنګه استقبال کړو؟) وړاندي شوه او ګډونوالو ته يې د رمضان په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
کنفرانس د الفلاح پوهنتون استاد مولوي صاحب فريد په دعاء پای ته ورسید.