د جمعیت اصلاح ننګرهار ولایت مرستیال استاد عبدالله نصرت له خوا د قرانکریم د تفسیر دوره پیل شوې وه چې تیره شپه په شانداره مراسمو سره پای ته ورسیده.
د وروستیو دوه سورتونو تفسیر د جمعیت اصلاح ننګرهار ولایت مسئول شیخ القران والحدیث مولوي صاحب میرعباس ګوهري له خوا وړاندې شو. همدارنګه د الفلاح پوهنتون استاد محترم مولوي صیب عتیق الله ثاقب هم د قرانکریم د فضلیت په هکله وینا وکړه او خلک یې دې ته وهڅول چې د قرانکریم د تفسیر دورې ته یوځل بیا دوام ورکړي.
په پای کی ددریمی ناحیې (اربابانو، اتحاد مینې) له ولسونو څخه مننه او کور ودانی وش چې په دغه مراسمو کی یې ګډون کړی وکړ.