په کندهار ولایت کې د جمعیت اصلاح افغانستان له لوري (افغانستان د ازادو ولسونو ټابوبي) تر عنوان لاندې کنفرانس شو.
یاد کنفرانس کې شیخ القران دکتور محمد مزمل اسلامي د جمعیت اصلاح افغانستان مرکزي شورای غړي او د کابل پوهنتون استاد ،علماء کرامو، حزب اسلامي استازو، کندهار پوهنتون استازو، مدني ټولنو، او کندهار میشته بانفوذه شخصیتونو ګډون کړی وو.
دکتور محمد مزمل اسلامي د افغانستان په روان وضعیت، سولې او یو شمیرو نورو مهمو مسایلو تفصیلي ویناوې وکړې.
همدارنګه د یاد کنفرانس اخري شېبو کې ګډونوالو له مختلفو برخو سوالونه مطرح کړل چې د شیخ القران اسلامي صاحب له لوري ورته تفصیلي او هر اړخیز ځوابونه ورکړل شول.