راپور: سعيد جواد
د شهید استاد رحمه الله فاتحه د سلواغې په ۱۷ نیټه دجمعې په مبارکه ورځ جلال اباد ښار مرکزالندوه مسجد کې واخیستل شوه.
د فاتحې دغو مراسمو کې سلګونو علماوو، قومي مشرانو، سیاسي احزابو، دولتي چارواکو او د ننګرهار ولایت بیلابیلو ولسوالیو څخه راغلو ولسونو ګډون کړی ؤ.
په یادو مراسمو کې د جمعیت اصلاح افغانستان د ننګرهار ولایت مسؤل مولوي صیب میرعباس ګوهری د جمعیت اصلاح اعضاوو او منصوبینو ته تسلیت ووایه او د استاد شهادت یی یوه نه جبرانیدونکې ضایع وګڼله ، همداراز ګوهري صیب ټینګار وکړ چی د استاد لاره به تعقیبوي او په دې لار کې هرډول قربانۍ ته اماده دي..
د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخیل وویل: شهید استاد د هیواد لپاره یوه لویه سرمایه وه چې له لاسه مو ورکړه هغه زیاته کړه د دغسې وژنو تر شا د هیواد د دښمنانو لاس دی.
همدارنګه د ننګرهار او کندهار پخواني والي حیات الله حیات هم د دکتور محمد عاطف رحمه الله شهادت د هیواد لپاره لویه ضایع وبلله نوموړي وویل چې د استاد په شهادت رسولو کې د سیمې د استخباراتو لاس دی، چې هیواد اوس مهال سولې ته نږدې شوی دی او یو څو محدودې کړۍ نه غواړي چې هیواد کې سوله راشي نو ځکه دغه ډول بریدونه په مخورو اشخاصو ترسره کوي.
هغه زیاته کړه چې دښمنان دې په دې پوه شي چې تر څو یو افغان پاتې وي تل به دا افغانستان وي، دا شهادتونه مونږ څلور لسیزې په ځان قبول کړي ، مونږ د استاد لار تعقیبوو تر هغه چې په افغانستان کې مو سوله نه وي راوستي.
په دغو مراسمو کې د کنړ والي اقبال سعید هم خبرې وکړې او د استاد شهادت یې د هیواد لپاره یو ستره ضایع وبلله او هغه وویل: داسې بریدونه چې څوک کوي هغه د افغانستان د خاورې دښمنان دي ، دوی غواړي چې تل موږ د بل د لاس اله اوسو، په خپلو منځونو کې بې اتفاقه او یوالی ونه لرو، هغه زیاته کړه دښمن دا نه شي زغملی ځکه دغسې بریدونه کوي.
د ننګرهار پوهنتون د شریعاتو پوهنځي رئیس پوهاند دکتور اسرالحی منیب وویل چې((د شهید استاد مړینه د دغه ولس لپاره لویه ضایع ده، استاد یوازې د افغانستان شتمني نه وه بلکې استاد دټول امت سرمایه وه او ډيری ځوانانو او محصلینو ورته ويلي دي چې د استاد لاره به تعقیبوي او هیڅکله به دغه سپيڅلې لاره پرینږدي.)) له بل طرفه د حزب اسلامي افغانستان ولایتي مشر معلم صاحب عبدالعلي وویل چې موږ باید یوازې په دې اکتفاء ونه کړو چې ددغه ډول شخصیتو په جنازو اوفاتحو کې ګډون وکړو، بلکې یو بل ته لاسونه ورکړو ترڅو د دغه ډول خلکو لاسونه ونیسو او د دې ډول پیښو مخنیوی په اتفاق او اتحاد سره وکړو.
دجمعیت اصلاح د مرکزي شورا غړي او د ختيځ زون مرستیال دکتور نجیب الله صالح وویل چې شهید استاد عاطف د مسلمانانو دیو لوی جماعت مشرؤ، نړیوال شخصیت ؤ، دنړۍ له مشهورو پوهنتونو له لورې ورته د دندې وړاندیزونه شوي وو، مګر هغه د مؤمنو او افغان مجاهد ملت شمله لوړه کړه،هغه تراوسه په یوعادي کرایی کور کې اوسیده، هغه ریښینی مشر او دالله د لارې بلونکی ؤ، دکتور صالح وویل چې د جمعیت اصلاح ژمنه دا ده چې د حق دغه پیغام به د ژوند تر وروستۍ سلګۍ رسوي او دغه پيغام به هیڅکله ونه دریږي، نوموړي وویل چې که حالات اوشرایط هرڅومره هم سخت شي، نو جمعیت اصلاح به لاهم دخپل ولس په څنګ کې ولاړه وي او هیڅکله به ددوی له څنګ څخه جلا نه شي، نوموړي وویل زموږ مبارزه سوله ایزه ده، کنه دا مو هم په وسه کې شته چې زرګونه علماء ځوانان اوپوهان دافغانستان له ګوټ ګوټ څخه راجمع کړو او یو خونړی انقلاب راولي خو دایې ونه کړل هغه وویل چې دغه قضیه همداسې نه پریږدي بلکې په منظم اومتمدن ډول یې تعقیبوو او که اړتیا شوه نو ترنړیوالو محکمو به یې هم ورسوي، ددې پېښې عاملینو ته یې خبرداری ورکړ،که دا کړنې دوام وکړي نو لیرې نه ده چې ولس ورپسې راپاڅي او بیابه هغه څه پیښ شي چې دغه دښمنان به یې دمهارولو وس ونه لري.
دیادونې وړ ده چې دفاتحې په دې مراسمو کې، د کنړ سید جمال الدین افغان پوهنتون استاد دکتور رحمت الله زاهد ، د مثبت بدلون ټولنی مشر عبدالبصیر سباوون ، رضوان محمد ګهیځ په خپل وار خبرې وکړې ، د استاد شهادت یی یو مظلومانه شهادت وباله او همدارنګه ژمنه یې وکړه چې د استاد ارمانونه به پوره کوو .
دیادونې وړ ده چې د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا رئیس، عالم او ستر دعوتګر دکتور محمد عاطف تیره سه شنبه د کابل په سلیم کاروان سیمه کې په شهادت ورسیده، چې له امله یې په سیمه ایزه اونړیواله کچه غبرګونونه راوپارول، د مسلمانو علماء شورا ریس احمدالرسیوني دغه وژنه داسلامي نړۍ او افغان ولس لپاره یوه ستره ضایع بللې ده.