مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُمْ مَنْ قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُمْ مَنْ يَنْتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا (23) سورة الأحزاب
ژباړه: مؤمنانو کې ځنې داسې ميړني هم شته چې په کوم شي يې له الله سره ژمنه کړې وه، هغه يې ريښتيا کړه، نو ځينو يې خپل نذر پوره کړ او ځينې يې لا انتظار کوي او هيڅ کوم بدلون يې په کې ونه کړ.
نن سه شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۴ سهار مهال د افغانستان مسلمان ولس د خپل يو اصيل بچي او د جمعيت اصلاح د مرکزي شورا رئيس استاد محمد عاطف د شهادت دردوونکی خبر واورېد، چې په کابل کې د يوې چاودنې له امله په شهادت ورسېد. الله تعالی دې د استاد شهادت قبول کړي، فردوس جنت يې ځای شه او د ده وينه دې په ګران هېواد کې د سولې او کرارۍ پيلامه شي. انا لله و انا اليه راجعون.
جمعيت اصلاح افغانستان چې د يو فعال ديني او تمدني جريان په توګه له تېرو نږدې دوه لسيزو په افغانستان کې پياوړی حضور لري او تل يې د خپلو هېوادوالو له ديني او ملي ارزښتونو څخه ننګه او دفاع کړې ده؛ د شهيد استاد محمد عاطف د شهادت په اړه خپل موقف په لاندې ډول اعلاموي:
1. د استاد محمد عاطف شهادت يوه هدفي او عمدي وژنه ده، دښمن په دې ډول د يو داسې منظم او پياوړي هيوادني جريان لوړ قيادت په نښه کړی چې په خپل ملت کې ژورې ريښې لري.
2. جمعيت اصلاح تل د افغانستان په اړه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او د بهرنيو مداخلو د مخالفت تر څنګ د سولې پر بين الافغاني خبرو اترو تاکيد او غوښتنه کړې ده، په دې برخه کې د جمعيت اصلاح مشرتابه او په سر کې يې استاد شهيد محمد عاطف د سولې په بېلابېلو فورمونو کې فعاله برخه لرله. له همدې امله د سولې د خبرو اترو په روان نازک پړاو کې دغسې هدفي وژنې د هغو جهتونو او استخباراتي حلقو کار دی چې غواړي د سولې روانې بين الافغاني خبرې اترې سبوتاژ کړي. دښمن غواړي چې په هېواد کې هغه شخصيتونه او جهتونه په نښه کړي چې د ديني هويت او تمدني اجنډا لرونکي وي او د ملي او اسلامي ارزښتونو ننګه او دفاع کوي.
3. دا د حکومت دنده ده چې د خپل ولس د سر، مال او عزت ساتنه وکړي، له همدې امله جمعيت اصلاح غوښتنه کوي چې حکومت بايد د شهيد استاد محمد عاطف د شهادت عاملين عاجل ولس ته به ډاګه کړي، جمعيت اصلاح په دې اړه د ريښتينو پلټنو غوښتنه کوي، دغه پلټنې بايد مسئولانه وي او د تشريفاتي غندنو پر ځای بايد داسې پلټنې وشي، چې ريښتينيې، بې پرې او خورا دقيقې وي، دغه پلټنې بايد د پخوانيو څېړونکو پلاوو په څېر نه وي چې پايلې يې ګونګې او پټې پاتې شي.
4. جمعيت اصلاح په ولسي جرګې او مشرانو جرګې غږ کوي چې د هېوادوالو د سر او مال د خونديتوب په برخه کې د هېواد اجرائيه ځواک تر څار او فشار لاندې ونيسي او د هېوادوالو د سر، مال او عزت د خونديتوب په برخه کې خپل کردار ادا کړي.
5. جمعیت اصلاح د هېواد پر ټولو سياسي تنظيمونو او شخصيتونو غږ کوي چې د دغسې پېښو په وړاندې بيدار او يو موټی شي، دا نه لومړۍ پېښه ده او نه وروستۍ، که د هېواد سياسي زعامتونو پرون د شهيد دکتور نيازي، شهيد دکتور عبدالباقي امين، شهيد مولوي مفلح او نورو شهيدانو پوښتنه کړې وای نو نن به وضعيت داسې نه و، دښمن د صفونو له همدې ګډوډۍ نه ګټه اخلي او يو، يو په نښه کوي، له همدې امله د هدفي وژنو په وړاندې بايد د سياسي جهتونو ګډ عمل او شراکت رامنځته شي.
6. جمعيت اصلاح د افغانستان يو ريښه يي جريان دی او د دې هېواد د مالکيت په حس سره دلته پياوړی ارزښتي حضور لري، جمعيت اصلاح خپل درانه ولس ته د شهيد استاد محمد عاطف د شهادت په تسليت ويلو سره ډاډ ورکوي چې هيڅکله به د جبون او وارخطا دښمن په ګوزار سره و نه ويريږي بلکه لا به پياوړی او هوډمن شي، د دې جريان د فرد فرد تربيه پر ارزښتونو د سر قربانولو ده او د ګران هېواد د ديني او ملي هويت داعيه لري، په دې برخه کې زړه ور، متين او له ايثار ډک قيادت او افراد هم لري، چې د شهيد استاد محمد عاطف لارې ته به په جديت ادامه ورکوي.
7. شهيد استاد محمد عاطف يوازې په جمعيت اصلاح پورې اړه نه درلوده، هغه د دې ملت اصيل زوی و، استاد د ولس داسې سرمايه وه چې د همدې ملت د سولې او کرارۍ لپاره پر هڅو بوخت و، ولس به هيڅکله پرېنږدي چې د استاد د شهادت قضيه همداسې ساده هيره شي، جمعيت اصلاح به د همدې عزيز ملت په پراخ ملاتړ سره د شهيد استاد محمد عاطف د شهادت قضيه په جدي او سنجيده ډول تعقيبوي او د شهيد استاد د وينو د يو يو څاڅکي پوښتنه به کوي.
اللهم اغفرله وارحمه ولا تعذبه و نور قبره و اجعل الجنة مثواه، انالله و انا اليه راجعون
په درناوی
د جمعيت اصلاح رهبري هيئت