(نجم ننګرهار اجتماعي فعاليتونو څانګه د عقرب 9 )
د عقرب (لړم) په نهمه نیټه نجم ننګرهار د مهمندرې ساحوي ادارې او غني خېلو جمعیت اصلاح څانګې د اجتماعي فعالیتونو څانګې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه د دفاع او د فرانسې د کرغیړن ولسمشر ایمانویل ماکرون د کړنو د تقبیح او غندنې په موخه د سیرت النبي کنفرانس ترسره کړ.
یاد کنفرانس كې په لسګونو ولسي خلکو، محصلینو، او متعلمینو برخه اخېستې وه.
کنفرانس د قرآن کریم په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د مسؤلینو لخوا ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل شو.
ورپسې د رسول الله (صی الله علیه وسلم) په ژوند اوسیرت باندې د پېدایښت څخه د مبارک تروفات پورې مختلفو علماوو او د نظر خاوندانو رڼا واچوله او د پخوانیو ملتونو په سیاسي او اجتماعي فعالیتونو، کړونو او ورسته پاتې والي په اړه تفصیلي معلومات دکنفرانس ګډونوالوته وړاندې شول
د کنفرانس ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د محبوب پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دفاع په ننګه به هېڅ قسمه قرباني نه شاته نشي، او د سر، مال په بدل به د خپل پیشوا صلی الله علیه وسلم څخه دفاع کوي، هغوی د افغانستان په حکومت غږ وکړ چې د فرانسي حکومت سره دې ژر تر ژره دیپلوماتیکې اړیکي وشلوي، دوی ژمنه وکړه چې په هېڅ صورت به له فرانسوي تولیداتو څخه استفاده نکوي، او له دوی سره به هر راز تجارتي اړیکي شلوي.
په اخر کې کنفرانس په دعاء سره پای ته ورسید.
فداک ابی اوامی یارسوال الله!