وحيدالله مصلح
په احمدشاه بابا مېنه کې د قرآن پوهنې شپږ ورځينۍ دوره پاى ته ورسېده، الحمدلله.
معمولاً په شپږ ورځنيو قرآني دورو کې د يو شمير ژونديو مسايلو په اړه قرآني درسونه وړاندې کېږي. دغه دورې په کلني ډول د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د جمعيت اصلاح مرکزي او ساحوي څانګې پلانوي او بيا يې په ډېر شوق او خوارۍ دايروي.
د دغو دورو څو ځانګړتياوې په لاندې ډول دي:
لومړى؛
لکه مخکې مو چې وويل د ژوند په اړه مشخص قرآني درسونه تقديمېږي، او دا په دې معنى چې اسلام کومه مړڅپنه دينداري نه ده؛ بلکه اسلام د ژوند نظام دى.
دويم؛
دا چې په دغو دورو کې يوازې نارينه نه بلکه د مېرمنو لپاره هم د ګډون چاپېريال برابر شوى وي، مېرمنې د حيا په دې چاپېريال کې د قرآن له پيغامونو برخمنې کېږي، دا په دې معنى چې اسلام د سړيو انحصار نه دى، د اسلام خطاب سړيو او ښځو دواړو ته دى او دا چې ښځې د کورنۍ، ټولنې او هېواد په وړاندې اسلامي مسئوليت لري او ښځه د اسلامي قضيې شريکه او څښتنه ده.
دريم؛
دغه قرآني دورې د بېساري نظم بېلګه وي، د جمعيت اصلاح غړي او خواخوږي له شپه او ورځ پهرې نيولې، د سټېج تر چارو او مديريته، د څوکيو تر تنظيمولو، د تجيرونو تر برابرولو، او د هر ضروري کار پورې مصروف او فعال وي، دا په دې معنى چې نظم، سليقه او ښه مديريت د اسلامي مشروع خاصه ده، او دا چې د اسلامي مشروع پيروان دا مديريت په ډېر ښه ډول عملي کوي.
څلورم؛
عام ولس په دغسې قرآني دورو کې بېسارى ګډون کوي، هلته چې په سياسي غونډو کې څوک په نغدو دومره ولس نه شي جمعه کولى، دلته ولس د خداى پيغام ته په خپله اراده راځي، دا په دې معنى چې د ولس او قرآن اړيکه پياوړې او اساسي ده، دا اړيکه منفرده ده او بله هيڅ قضيه دومره خودجوشه نه ده.
پنځم؛
که د پراخه ګډون له پلوه چارواکي او سياسي حهتونه دغسې غونډې جوړوي نو لګښت يې نه يوازې خورا لوړ وي بلکه په ډېرو مواردو کې د شوړو ښکار وي، او بيا داسې چې غونډې دې شپږ ورځينى تسلسل ولري! دلته د دې دورو ټول مصارف عام ولس خپله ورکوي، او لګښت يې هم خورا اقتصادي وي. دا په دې معنى چې اسلامي قضيه د ولس خپله قضيه ده او هغوى يې په خپلې همدې غريبۍ کې پالنه کوي او مصرف يې په لوړه انګېزه پالي او د عزت احساس پرې کوي.