په احمدشاه بابا مینه کې د قران پوهنې اوه ورځينۍ دورې څلورمه ورځ د متدینو ورونو او خویندو په پراخ ګډون سره پای ته ورسیده.
درس د قران کریم په تلاوت سره پیل شو ورپسې شيخ القرآن مولانا محمد ظاهر د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ایمان د تقاضا او غوښتنو په اړه حديث تشريح کړ
نوموړي حديث ته په اشاره وويأ، چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: دا درې کارونه د ایمان تقاضا دا ده چې له کوم څخه چې انسان منع شوی دی باید ځان ورڅخه وساتي او په کوم چې امر ورته شوی نو هغه دې وکړي، څوک چې په الله پاک او د قیامت په ورځ ایمان لري ګاونډي ته دې تکلیف نه ورکوي، څوک چې په الله پاک او د قیامت په ورځ ایمان لري نو د خپل میلمه اکرام دې وکړي، څوک چې په الله پاک او د قیامت په ورځ ایمان لري نو یا خو دې د خیر خبره وکړي او یا دې غلی کیني.
مولانا صاحب په خپله وینا کې داسې وویل: کوم قوم ته چې الله پاک د قران بصیرت ورکړی وي او د قران څخه یې مفهوم اخیستی وي نو پخپلو کې د هغوی ژوند د مینې او مهربانۍ څخه ډک وي او نور قومونه دوی نشي ماتولی
وروسته شیخ القران مولانا احمدالله صافي (په قرآن کريم کې د رښتيني مؤمن ځانګړتياوې) تر عنوان لاندې درس وړاندې او د مؤمنانو د صفاتو په اړه يې مکمل او تفصيلي بحث وکړ.
درس په دعا سره پای ته ورسیده