جمعيت اصلاح د کونړ ولايتي ادارې د کونړ او نورستان ولايتونو د جمعيت اصلاح دمنسوبينو لپاره دوه ورځنى تربيتي سيمينار تنظيم کړ.
په دې سيمينار کې د سلو زيات علماء، استادان، معلمين او ځوانانو برخه اخستې او د جمعيت اصلاح مرکزي او زوني مشرانو په بېلابېلو موضوعاتو درسونه وړاندې کړل.
تربيتي سيمينار په ټاکلي وخت د قاري محمد اسحاق په تلاوت سره پيل شو.
لومړی د جمعيت اصلاح د کونړ د مرکزي څانګې مسئول محترم مولوي صاب احمد جان مدني پيليزه وينا او ګډونوالو ته ښه راغلاست وويلې.
ددوه ورځني تربيتي سيمينار په اهميت باندې په کونړ کې د جمعيت اصلاح د فعاليتونو څارونکي او د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون استاد دکتور رحمت الله زاهد دټولنې په بدلون کې ددغه شان پروګرامونو په رول او همدارنګه اسلامي حرکتونو سره د تړاو په اړه خبرې وکړې.
پياوړى دعوتګر، ليکوال، د ننګرهار پوهنتون استاد شيخ القرآن والحديث مولوي محمد شريف رحماني تربيتي سيمينار ته د (داسلامي حرکت موخې، ځانګړتياوې او توښه) تر عنوان لاندې موضوع باندې وينا وکړه.
د هيواد پياوړى عالم او په کابل کې دامام حسن بصري رحمه الله د مدرسې شيخ الحديث محترم مولوي محمد ظاهر صيب د سيمينار ګډونوالو ته سمع او طاعت په موضوع باندې درس قرآن وړاندې وکړ.
تربيتي سيمينار ته د جمعيت اصلاح درهبري شورا غړى او داحساس خيريه ټولنې رئيس محترم استاد عبدالفتاح جواد د (داسلامي حرکت دبرياليتوب وسائل) تر عنوان لاندې موضوع باندې وينا وکړه.
د کونړ دپوهنې رياست داسلامي تعليماتو آمر محترم مولوي برهان الدين برهان هم ګډونوالو ته په زړه پورې وينا کوي.
د جمعيت اصلاح درهبري شورا غړى او د نشر دعوت مسئول شيخ القرآن احمدالله مرشد صافى د (دعوتګر ځانګړتياوې) تر عنوان لاندې موضوع باندې وينا وکړه.
یاد تربيتي سيمنیار ته دجمعيت اصلاح دمرکزي شورا رئيس محترم استاد دکتور محمد عاطف او د جمعيت اصلاح ختيځ زون مسؤول محترم استاد محمد عثمان اخلاص هم خپلې ويناوې واورولې او سيمينار د محترم قاري احمد جان مدني په دعا سره پای ته ورسېد.