دا چې د افغان سولې خبرې له بل هر وخته ډیرې حساسې مرحلې ته داخل شوي او ډیری افغانان په دې هیله دې چې په نیږدې راتلونکي کې به د یوې باثباته سولې درلودونکي وي او تمه شته چې د تیرو څلویښتو کلونو جګړیز حالات به نور پای ته ورسیږي.
نو جمعیت اصلاح افغانستان هم د خپل ولس دغه حیاتي غوښتنې ته کار کول خپل اساسي مسؤلیت ګڼلی او په ټول افغانستان کې یې ( سوله او راتلونکی افغانستان ) تر عنوان لاندې ملي کمپاین پیل کړی.
د همدې کمپاین په دوام د سنبلې په درویشتمه ( ۲۳ ) په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم یوه پراخه ولسي غونډه د جمعیت اصلاح له لورې را بلل شوې وه چې ، د ننګرهار له بیلا بیلو ولسوالیو څخه په کې خلکو ګډون کړی وو.
غونډې ته د ګڼو سیاسي حزبونو مسؤلین ، علمایې کرام ، قومي مشران او سلګونه عام ولسي وګړي هم راغلي وو.
د یادې ولسي غونډې د پیل وینا د جمعیت اصلاح د ختیځ زون مسؤل استاد محمد عثمان اخلاص وکړه ، ده په خپلو خبرو کې په ګډونوالو غږ وکړ چې راځئ پرې نه ږدو چې د سولې دغه له کلونو وروسته په لاس راغلی عظیم فرست له لاسه ورکړو ؛بلکي په پوره زور په ټولو ښکیلو اړخونو فشار راوړو ترڅو د ولس غوښتنه چې هغه یوه باثباته سوله ده و مني.
د غونډی بل ویناوال د اقتدار اسلامي ګوند ولایتی مسول حاجي حکیم شینواری وو ده د جمعیت اصلاح څخه مننه وکړه چې داډول پروګرامونه په لار اچوي ، د حزب اسلامي د ننګرهار ولایت استازي په ولسونو غږ وکړو چی د سولی یاده پروسه مثبته ارزیابي کړي او منفي یی وانخلي.
همداراز د جمعیت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا رئیس دکتور محمد عاطف د غونډی بل وینا وال وو چی په ولسونو یی غږ وکړو چې نور خپلو مسولیتونو ته متوجی شی ، هغه زیاته کړه د مسلمانانو ترمنځ خپل منځې وروګلوي او وحدت ساتل د ایمان تقاضا ده او مونږ باید دغه غوښتنه پوره کړو اود سولی شته فرصتونه له لاسه ورنه کړو.
دیادونی وړ ده چی یاد کنفرانس په داسی وخت کی ترسره شو چی هلته په دوحه کی د افغان حکومت او طالبانو د اسلامي تحریک ترمنځ د سولی بین الافغاني مذاکرات روان دي او طمعه ده چی یاد مذاکرات به جنګ ته د پای ټکی کیږدي او د دواړو لورو ترمنځ به د سولې یوه هوکړه وشي