احساس خيريه بنسټ/نهاد خیریه احساس، په ۱۳۹۰ ل کال رامینځته شو، څو د کړیدلي او جګړو ځپلي ولس په ټپونو مرهم کیږدي، د یتیم د سر سیوری شي، د کونډې او غم ځپلې مور اوښکې پاکې کړي او له مصیبت ځپلو او طبیعي آفتونو نه د زیانمنو هیوادوالو لاسنیوی وکړي.
احساس خیریه بنسټ، د هغه نبوي حدیث پر اساس چې ( کان الله فی عون العبد ما کان العبد فی عون اخیه) ( الله تعالی به تر هغه د بنده سره مرسته کوي، ترڅو جې بنده د خپل ورور سره مرستندوی وي) د شتمنو او فقیرو هیوادوالو ترمینځ د پله حیثیت لري، د شتمن له مال نه د فقیر برخه ( زکات او صدقات) اخلي او په پوره نظم، شفافیت او اخلاص سره یې تر یتیم، فقیر او معلول رسوي.
احساس خیریه بنسټ چې د اقتصاد وزارت سره ثبت او راجستر دی، د اوږده او مسلسل کار او زیار په نتیجه کې دهیواد په سطحه تر ۵۰۰۰ زیات رضاکاران موندلي او په هر ولایت کې یې څانګه خلاص کړې ده، کولی شي په پوره ډاډ او آسانه توګه د هیواد ګوټ ګوټ ته ځان ورسوي او د خپل ولس په درد او غم کې شریک شي.
د ۱۳۹۹ ل کال چې د ۲۰۲۰م سره برابره ده په افغانستان کې د کرونا د ناروغی د مثبتو پیښو د ثبتیدو او بیا له هغه نه د راپیدا شوي ناورین له پیل سره بیړنی پلان ترتیب او په عملي کار پیل وکړ، رضاکاران یې د مرستو د جلب او ټولولو په موخه منظم او په کار وګومارل، د هغو خلکو چې د کرونا میضان وو او یایې په کور کې دغه مریضان درلودل کورونه تشخیص کړل او هغوی ته یې د صحي وقایوي وسایلو ترڅنګ خوراکي توکي ورسول.
د وخت په تیریدو سره چې کله کرونا د هیواد پلازمینې او نورو ښارونو ته سرایت وکړ، دولت د نړۍ د نورو حکومتونو په څیر په ګرځیدو راځیدو او له کوره راوتلو باندې بندیز ولګاوه چې دغه کار د خلکوو ستونزې لا زیاتې کړې ځکه چې هغه ملیونونو کسانو چې د ورځني کار او روزګار په مقابل کې به یې خپلو بچیانو ته خواړه رانیول د کار او ګټې وټې فرصت له لاسه ورکړ.
احساس خیریه بنسټ د هیواد په لر او بر کې د ( هیوادواله ته یوازې نه یې) تر عنوان لاندې ستر او پراخه کمپاین په لاره واچاوه چې له ټولنیزو رسنیو نه پیل شو او تر کور په کور اړیکو پورې ورسیده، د هیواد دننه او بهر افغانانو لخوا تود بدرګه شو، ټولو په خلاص لاس د خپلو هیوادوالو مرستې ته راودانګل.
په ټولیز ډول د دغه کمپاین په ترڅ کې په یوه میاشت کې ۹ ملیونه افغانۍ نغدې او جنس ټول شو چې په ګڼو ولایتونو لکه کابل، هرات، مزار، کندز ، تخار، ننګرهار، لغمان، لوګر او کندهار کې په پوره نظم، شفافیت او اخلاص سره ۳۰۰۰ کورنیو ته وویشل شوې.
دا چې د رمضان مبارکه میاشت هم راورسیده د احساس خیریه بنسټ دغه د بیړنیو مرستو د ټولولو کمپاین او د هغو د ویش لړۍ به هم پسې وغځیږي او نه یوازې روزه کې بلکې ترهغه به دوام کوي ترڅو چې ولس د کرونا او له هغه ه پیدا شوی اقتصادي بحران دوام ولري.
د احساس خیریه بنسټ د شتمنو او فقیرو هیوادوالو ترمینځ د پله بڼه لري، د رضاکارانو پراخه نیټ ورک او د هیواد هرې سیمې ته د مرستو رسول او په شفافیت سره د هغو ویشل یې سترې ځانګړینې دي.