د سولې او په هند کې د وروستیو بدلونو په اړه د مجمع تنسیق علمای افغانستان مطبوعاتي کنفرانس پرون د دوشنبې په ورځ د ۱۳۹۸لمریز کال د کب په ۱۱ نیټه د میوند پوهنتون په تالار کې جوړ شو.
پدغه کنفرانس کې د هیواد دیني علماوو، سیاستوالو، قومي مشرانو او ولسي وګړو ګډون کړی و.
یاده غونډه د قران کریم په تلاوت سره پیل شوه.
وروسته د غونډې ویناوالو په افغانستان کې د سولې په مذاکراتو او په هند کې د وروستیو بدلونو په اړه ویناوې وکړې.
د غونډې لومړی ویناوال د پل خشتي مسجد خطیب مولوی عنایت الله بلیغ وو، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: د اسلام مقدس دین مونږ ته په سوله باندې امر کوي، نو دا په مونږ واجبه ده چې ددې امر تعميل هڅه وکړو چې مجمع تنسیق علمای افغانستان په دې هڅو کې په پوره او ټول توان سره ګړندي ګامونه اخلي او له دواړو جهتونو غواړي چې د قران او سنت د چتر لاندې دې د سولې لپاره بین الافغاني مذاکرات وکړي.
همدارنګه بلیغ صاحب په هند کې د وروستیو پیښو په اړه وویل: د هند له دولت څخه غواړو چې په مسلمانانو دې روان ناورین بند کړي.
دکتور فضل الهادی وزین د مجمع تنسیق علمای افغانستان غړي وویل: د سولې پروسه یوه ملي پروسه ده، او له ټولو اړخونو غواړم چې دغه تاریخي فرصت له لاسه ورنکړي، وزین وویل: هغه څوک چې د سولې د راتلو مانع شي نو هغه به د الله جل جلاله او د افغانستان د خلکو په وړاندې مسئول وي. په هند کې د وروستیو پیښو په اړه وزین صاحب وویل: په هند کې تقریبا دوه سوه میلیونه مسلمانان ژوند کوي چې دا د نفوسو یوه لویه برخه ده، لیکن د هند دولت ورسره توپیري چلند کوي او د هندویزم د افرطیت او مذهبي تعصب له مخې د هغه ځای د مسلمانانو په حق کې تیری کوي. د هند اساسي قانون تر پښو لاندې کوي او د مسلمانانو د زورولو لپاره نوي قوانین جوړوي تر څو په هند کې د مسلمانانو لپاره ژوند کول له ستونزو ډک وي.
شیخ القران مولانا عبدالصبور عباسي د مجمع علماء افغانستان رئیس په خپله وینا کې وویل: هندوستان له ډیرو پخوا زمانو څخه له مونږ سره تړلی دی، مولانا صاحب وویل د افغانستان مسلمانان د هند د مسلمانانو سره د دیني اړیکو سره سره د استادۍ او شاګردۍ اړیکي هم لري، او زمونږ د هندوستان له مسلمانانو سره یو روحاني اړیکه ده.
د سولې مسئلې په اړه عباسي صاحب وویل: د افغانستان ټول علماء د سولې تایید کوي، او ټول جهتونه باید په اخلاص سره د سولې لپاره کار وکړي.
دوکتور محمد ایاز نیازي د مجمع تنسیق علمای افغانستان غړي او د وزیر اکبرخان مسجد خطیب غونډې ته په خپله وينا کې وويل: د سولې لپاره یو ډیر ښه ګام پورته شوی خو اوس هم ځینې مشکلات شته نو له ټولو اړخونو مې هیله دا ده چې له توندو ادبیاتو دې کار نه اخلي او یو بل ته دې خواږه الفاظ استعمال کړي،
د يادي مجمع غړي او د کابل ښار عبدالرحمن جامع مسجد خطيب مولانا عبدالسلام عابد په خپله وینا کې وویل: هر هغه څوک چې د سولې راتلو مانع وګرځي ملي خائن دی، همدارنګه عابد صاحب په خپلو خبرو کې په هند کې د ورستیو بدلونونو په اړه وویل: مسلمانان ټول سره ورونه دي او د هند دولت دې پدې پوه شي چې د مسلمانانو په وړاندې تاوتریخوالی د دوی په تاوان دی ځکه په مسلمان باندې ظلم کول د ټولو مسلمانانو د غوصې سبب کیږي، او بیا د مسلمانانو په مقابل کې دریدل د دوی لپاره سخت دي.
په اخر کې د سولې او په هند کې د وروستیو بدلونو په اړه د مجمع تنسیق علمای افغانستان اعلامیه واورول شوه.
یاده غونډه په دعاء سره پای ته ورسیده.
املايي شيان يي ته هم يو ځل وګوره