غونډه د جمعيت اصلاح د لغمان دولايت مسؤول قاضی احسان الله دعوتیار په وینا سره پیل شوه چې پر افغانستان یې د روسانو یرغل د ټولو نړيوالو قوانينو تر پښو لاندې کول او د روسانو ستره اشتباه وګڼله.
غونډې ته د اسلامي نهضت مخکښ او لیکوال استاد محمد عیسی هم وينا وکړه او زیاته یې کړه چې روسان د توافقاتو او یا هم په خپله خوښه له افغانستان څخه ونه وتل بلکې د روسانو وتل او د افغان مسلمان ولس د جهاد بريا ددې ولس په قربانۍ او له هېواده په سر او مال دفاع کې وه او ددې قربانۍ هېرول به ددې ولس سره ستره جفا وي.
غونډې ته د جمعيت اصلاح معاون استاد عبدالرحیم صراف هم وينا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې روسان د افغان مسلمان ولس د هغه ستر مقاومت پر بنسټ وويستل شول چې تاريخ کې يې ساری نه ليدل کېږي او دې ولس په خپل زړور او بې مثاله مقاومت سره د تاريخ په پاڼو کې نوی باب ثبت کړ.