جمیعت اصلاح افغانستان د کامې ولسوالۍ څانګې د تیرو کلونو په څیر د دلوی لمړۍ نیټې څخه تر شپږمې نیټې پوری د سنګر سرای په جامع مسجد کې شپږ ورځنۍ اجتماع دایره کړه چې د هیواد د جید عالم او د مجمع علمي علماء افعانستان د مسئول شیخ القران والحدیث مولانا عبدالصبور عباسي لخوا په کې په لاندې موضوعاتو ویناوې تقدیم شوې:
1- دمسلمان په ژوند کی د معاملاتو شرعي حیثیت
2- د ځوانانو دانحراف مخنیوی لاری چاری
3- د اسلام له نظره دتعلیم ارزښت
4- د ښځو حقوق د اسلام له نظره
5- دنشه یي توکو داستعمال اضرار
6- داخرت فکر
یاده غونډه د یکشنبې په ورځ د د لوې په شپږمه نیټه پای ته ورسیده په یاده غونډه کې د جمیعت اصلاح افغانستان د شرقي زون مسئول استاد محمد عثمان اخلاص د دورې د قدرمن مدرس او د کامې ولسوالۍ دمساجدو د ملا امامانو او د عام ولس څخه مننه وکړه چې په یاده اجتماع کي کډون یې وکړه.
همدارنګه دعلماوو په نمایندګۍ ښاغلي مفتی جان محمد محمدي د داسې اجتماعاتو په ارزښت خبرې وکړې او له هغه وروسته د کامې ولسوالۍ د مشرانو په نماینده ګۍ حاجي هدایت الله صدیقي او الحاج ډاکټر محمد قاسم کاموال د جمیعت اصلاح افغانستان او د یادې اجتماع له تنظیمونکو څخه مننه وکړه.
او د غونډې په پای کې دقران پوهنې د دورې عمومي مسئول مفتي عبدالرحیم عابد د قدرمن شیخ صیب څخه او یادې اجتماع دټولو ګډونوالو خویندو او ورونو څخه مننه وکړه، ياده اجتماع د مولانا صاحب عبدلصبور په دعا سره پای ته ورسیده