پرون د معارف اسلامي کورس دریمه ورځ وه چې استاد حمدالله فایق پکې په زړه پورې درس د (د عباداتو رابطه له اخلاقیاتو سره) تر عنوان لاندې وړاندې کړ.
استاد وویل مادیات او معنویات د یو مرغه دوه وزرې دي، لکه څنګه چې مرغه په یو وزر پرواز نشي کولی همدارنګه یوه اسلامي ټولنه هم د مادیاتو ترڅنګ د معنوباتو له شتون څخه پرته پرمختګ او ترقي نه شی کولی. استاد زیاته کړه چې د اسلام د پنځه بناوو عملي کول مستقیما د اخلاقیاتو سره ټینګه اړیکه لري. مثلا د لمونځ په صحیح شکل اداء کولو سره انسان د فحشا او منکراتو څخه منع کیږي، همدارنګه د روژې په نیولو سره انسان د دروغ، غیبت، فساد، جنګ او جدال څخه منع کیږي، د زکات په اداء کولو سره مال پاکیږي او د حج فریضې په ترسره کولو سره انسان د بې باکه خبرو، فسق او جنګ او جګړې څخه په امان کې کیږي. نو پدې اساس د عباداتو په اداء کولو سره د انسان اخلاقیات لوړو مرتبو ته رسیږی.
په اخیر کې استاد د رسول صلی الله علیه وسلم مبارک حدیث نقل کړ چې یو چا د رسول صلی الله علیه وسلم څخه و پوښتل چې څه شی د اکثره خلکو جنت ته د تلو سبب کیږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسل غوره اخلاق یاد کړل او بیا ترې پوښتنه وشوه چې څه شی د اکثره خلکو دوزخ ته د تلو سبب کیږي نو د هغه په جواب کې رسول الله صلی الله علیه وسلم بد اخلاق یاد کړل.
د تیر په څیر د نن ورځې درس د مولوي صاحب اصحاب الدین حلیمي په دعا سره پای ته ورسید.
د یادونې وړ ده چې د معارف اسلامي کورس د قوس په شپاړسمې د شنبې په ورځ په خواجه رواش مسجد کې د جمعیت اصلاح لخوا شروع او د جمعې په ورځ به پای ته رسیږي.