د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم میاشتې ۱۶ څخه تر ۱۸ مې نېټې پورې جلال آباد ښار زنګويي د امام محمد الشیباني دارالعلوم او اسلامي مرکز په انګړ کې د جمعیت اصلاح ختیځ زون ولایتي دفتر له لورې درې ورځنۍ تربیتي سیمینار پای ته ورسید!
یاد سیمینار چې د کنړ ولایت او ننګرهار مختلفو ولسوالیوڅخه راغلو ګډونوالو پکې ګډون درلود د عقرب میاشتې په ۱۶مه پنجشنې ورځ ماښام د کامې شعبې مسئول قاري صیب محمد فقیر سعید په تلاوت او د محمد ګلاب توحیدیار په ویاندويې پېل شو.
پېليزه وینا د جمعيت اصلاح افغانستان مرستیال او د یاد سیمینار (مخیم) مسئول استاد عبدالرحیم صراف لخوا تر سره شو چې راغلو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د سیمینار په اهمیت او اړتیا باندې تفصیلې خبرې وکړئ.
بیا د مخیم مرستیال استاد عبدالله نصرت له لورې ګډونوال په (۱۰) ګروپونو وویشل شو او د سیمینار پر لوایحو باندې رڼا واچوله.
لومړې موضوع چې پر دعوت باندې د عباداتو اغیزې تر عنوان لاندې وو د امام ابویوسف عالي دارالعلوم مدير او مدرس مولوي میرعباس ګوهري له لورې وړاندې شو استاد زیاته کړه :
انسان چې هر مهال د الله تعالی عبادت تر سره کوي مانا دا ده چې د نورو ټولو مخلوقاتو څخه آزادي تر لاسه کوي، د مخلوق څخه يې ویره ختمیږي او یواځې الله تعالی د خیر او شر مالک او مرستندویه ګڼي ځکه د الله تعالی نصرت وعده یواځې د الله تعالی د رښتیني بندګانو سره ده الله تعالی فرمايي ( انا لننصر رسلنا والذین آمنوا….)
د عبادت مقام ځکه لوړ دی چې انسان پدې سره د الله تعالی رضا ، د الله د دین بریا ته رسول او هغه لویه کامیابي چې په اخرت کې د جنت ګټل دي لاس ته راوړي، نو اړینه ده چې عبادت مانا باندې ځان پوه او په سمه توګه يې اداء کړو.
عبادت په لغت کې تذلل، عاجزي او خشوع ته ویل کیږي.
او په اصطلاح کې : عبادت هغه جامع نوم دی چې د انسان ټولې ویناوې ، ظاهري او باطنی کړنې چې الله تعالی پری خوشحالیږي او راضي کیږي عبادت بلل کیږي.
امام مودودي رحمه الله د عبادت عناصر درې ښوودلي:
۱ – الله تعالی باندې عمیق ایمان لرل ( مالک په توګه يې منل ) .
۲ – بغیر د چون او چرا څخه همیش يې عبادت تر سره کول.
۳ – او د الله تعالی عظمت او لویي همیش په زړه کې ژوندې ساتل.
استاد زیاته کړه : چې د اسلام دین بلوونکو عباداتو اثرات مستقیماً پر دعوت باندې وي ځکه چې نوموړي په ټولنه کې نورو لپاره بېلګه وي باید د حال په ژبه ورته دعوت وکړي.
د سیمینار (مخیم) ترانه چې د مطیع الله علمزی لخوا ترتیب شوې وه د خپلو ملګرو سره یو ځای په خواږه اواز يې سیمینار ګډونوالو ته وړاندې کړه چې ډير په زړه پورې وه.
بیا ( دعوتي کارونه څرنګه پیاوړي کړو ؟) تر عنوان لاندې ورکشاپ د اصلاح غږ راډیو مسئول او د خراسان پوهنتون استاد محمد ګلاب توحیدیار او عبدالله حامد لخوا پر مخ یووړل شو.
ورپسې د ننګرهار پوهنتون استاد او د ګمرک جامع مسجد خطیب مولوي محمدشریف رحماني لخوا د اسلام سرښندونکو بېلګې تر عنوان لاندې موضوع په ښه شان وړاندې شوه.
د رحماني صیب څخه وروسته د ننګرهار او سلام پوهنتون استاد دکتور نجیب الله صالح لخوا د اسلامي تحریک او جمعیت اصلاح ځلانده تاریخ په اړه په زړه پورې او اړین معلومات ګډونوالو ته تقدیم شو.
همدارنګه د جمعیت اصلاح افغانستان محترم مرستیال او دسیمینار مسئول استاد عبدالرحیم صراف لخوا (معاصر چلینجونه) د ننګرهار پوهنتون استاد او د پوهنتون شعبې مسئول استاد نصیر احمد محب له لورې ( د الهي نصرت پر وړاندې موانع او خنډونه) تر عنوان لاندې موضوعات وړاندې شو.
د سلام پوهنتون استاد او د امام ابو یوسف عالي دارالعلوم مدرس استاد محمدنعیم جلیلي له لورې د اسلام سیاسي نظام په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شو، استاد دخبرو په ترڅ کې وویل:
انسان د ژوند رهبرۍ او مشرتابه نوم دی، هر کله چې دغه ایت نازل شو چې ( الیوم اکملت لکم دینکم) نن ورځ تاسې لپاره دین مکمل کړای شو، نو واقعیت دا دی چې دین د ژونده په هره برخه کې لارښوونې لري سیاسي، اقتصادي، فردي او ټولنیز ژوند لپاره ځکه چې اسلام یو کامل او شامل نظام په توګه نړۍ ته لیږل شوی دین دی، عبادت به یواځې د الله تعالی تر سره کیږي، حکم او فرمان به يواځې دالله تعالي پلي کیږي، فساد به له منځه ځي، په اسلام کې نظام هدف نه بلکې د الله تعالی د رضا حاصلولو لپاره یوه وسیله ده.
د اسلام سیاسي نظام څخه تصور :
۱ – د الله تعالی عبادت په سمه توګه تر سره کول او د دین ساتنه.
۲ – د الله تعالی دبندګانو خدمت .
استاد زیاته کړه چې اوسني نظامونه يواځې د نفسي غوښتنو او مادیاتو لپاره کار کوي لکه :
• نشنلیزم : چې یواځې د یو خاص قوم او یوې خاصې جغرافیوي ساحې په محدوده کې کار کول غواړي.
• سیکولریزم : غواړي چې دین د واکمنۍ او سیاسي ډګر څخه وباسي، دین یواځې شخصي ژوند کې منحصر کول غواړي. وايي: چې دین په نظام او ټولنیزو چارو کې د مداخلې حق نه لري.
استاد د اسلام سیاسي نظام جوړونې په اړه وویل: نبي کریم صلی الله علیه وسلم په بیعه عقبه اولی کې دخلکو نمایندګان په انتخابي شکل وټاکل ، په هر کار کې صحابه کرامو سره مشوره کول، د خلفاء راشدینو ټاکل کیدل او داسې نور د اسلامي نظام جوړونې لپاره بېلګې دي.
د مخلوقاتو خدمت کول : د زکات ورکولو فلسفه ، د دعوتګر نظام چې په ټولنه کې به داسې څوک خامخا شتون لري چې د خیر لورې ته بلنه کوي او له بدیو څخه خلک منع کوي پورته ذکر شوی ټول موارد د اسلام سیاسي نظام د جوړولو ښکارندوې دي.
ورپسې د مجمع علمي علماء افغانستان رئیس مولوي عبدالصبور لخوا د اعتدال، وسطیت او منځلاریتوب تر عنوان لاندې موضوع په ډیر ښه توګه وړاندې شوه.
د جمعیت اصلاح افغانستان مرکزي شورا رئیس استاد دکتور محمدعاطف لخوا وینا تر سره شوه چې ګډونوال يې خپلو مسئولیتونو په جدي توګه متوجه کړل استاد د خبرو ترڅ کې وویل :
هر انسان مکلف دی چې اسلام دین ته بلنه، داسلام څخه هر اړخیز فکر او اسلام دیو شامل او کامل نظام په توګه منلو په اړه خلکو ته پیغام ورسوي، نو اړینه ده چې باید دغه کار ته په اهمیت سره وکتل ، وخت ځان او مال پکې مصرف شي تر څو وکولی شو چې انسانیت په واقعي توګه د بندګانو له بندګۍ څخه وباسو او د الله تعالی بندګان جوړ کړای شو.
استاد زیاته کړه چې مونږ د دعوت په ډګر کې خپل فعالیتونه په سولییزه توګه تر سره ، خلک یواځې د الله تعالی دین ته راوبلو ځکه هدف مو روښانه دي چې په دنیا کې د الله تعالی رضاء حاصلول او په اخرت هغه تل پاتې بریا او د جنت زیرې دی.
ورپسې د جمعیت اصلاح ختیځ زون مسئول استاد محمد عثمان اخلاص له لورې دقیادت او پېروي تر عنوان لاندې موضوع او دننګرهار پوهنتون استاد شیرزاد عزیزي لخوا دانفاق في سبیل الله تر عنوان لاندې موضوعات ګډونوالو ته وړاندې شوې.
سیمنیارد عقرب په۱۸مه شنبې ورځ سهار په دعائیي سره پای ته ورسید.