د كندهار پوهنتون ساحوي ادارې د رسول الله د سيرت په هکله ستر كنفرانس داير كړ؛ په كنفرانس كې د نجم كندهار مسول، ګڼ شمير ځوانانو، د پوهنتون او مكاتبو استادانو، او محصلينو گډون درلود.
پروګرام د قاري احمد الله خالد په وياندويې او د انجينر عبدالمومن حقیار په تلاوت سره پيل شو.
په سر كې د نجم كندهار، د پوهنتون ساحوي ادارې مسئول ورور سحاب سالار افتتاحیه وينا وكړه؛ او بيا د ملالۍ پوهنتون رئيس استاد عبدالملك نيازي د رسول (صلي الله عليه وسلم ) د ژوند او سيرت په هكله ګډونوال ته درس وړاندې كړ؛ لدې وروسته نبوي نعت زمزمه شو.
ورپسې د كندهار جيد عالم مولوي سيد محبوب شاه ساجد لخوا (د سيرت تقاضا او پيغام) تر عنوان لاندې گډونوال ته خورا جالب درس وړاندې شو.
دا پروګرام د استاد جلال الدين په دعا؛ او د مازيګر لمونځ په جماعت سره تر ادا كولو وروسته پاى ته ورسيده.