دجمعیت اصلاح افغانستان د پغمان دساحوي دفتر له خوا د افغانستان معاصر تاریخ علمي مسابقې په لاره اچول شوې وه .
د یادې مسابقې پایلې د یوې غوندې په ترڅ کې اعلان شوې او د وعدې سره سم لس مخکښ گډون کونکي په قیمتي او ارزښتناکو ډالیو ونازول شول. د یادولو وړ ده چې په جایزو کې دوه پایې کمپیوټر او یو سیټ مبایل 4 ټوکه مکمل او مختلف تفسیرونه او یو شمیر تربیتي او دعوتي کتابونه شامل وه .
یاده غونده د خواجه لکن په عالي لېسه کې چې د پغمان ولسوالۍ ۱۳ ښوونځیو زده کوونکو او استادانو ګډون کړی وو نن سهار په ۹ بجو د قاري صاحب شکرالله په تلاوت پیل شوه، د ملي سرود د اوریدلو نه وروسته د یادې لېسې د ترانې ټیم د معارف ترانه ګډونوالو ته واوروله.
د غوندی لومړی ویناوال د جمعیت اصلاح د مرکزي زون د نشر دعوت مسؤل صاحب الله عزیز وو، چې د جمعیت اصلاح افغانستان د فعالیتونو، د یادې مسابقې او په افغانستان کې د تاریخ د اهمیت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.
د خواجه لکن لېسې یو بل زده کوونکي قاری صاحب بلال په خپل خواږه آواز سره یوه ښکلی ترانه زمزمه کړه. دوهم ویناوال قاري صاحب شیرشاه منور وه چې ځوانان یې خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او په تولنه کې د شته بدبختیو اصلي لامل یې بې سوادي، بې اتفاقي او مسؤلیت نه منل وبلل. د غوندې دریم ویناوال د پغمان ولسوالۍ د ښوونې مرستیال استاد محراب الدین وو، چې د جمعیت اصلاح افغانستان د کارونو ستاینه یې وکړه او دغه مسابقه یې د ښوونې په ډګر کې یو مثبت ګام وباله.
د غونډې میلمه د جمعیت اصلاح افغانستان رئیس ښاغلی داکتر صاحب عبدالصبور فخري وو، چې په خپله عالمانه وینا کې د تاریخ په اوږدو کې د پغمان ولسوالۍ د مجاهدینو او ولسونو د سرښندنو یادونه وکړه، د هیواد په کچه یې د جمعیت اصلاح افغانستان د فعالیتونو یادونه وکړه او د ګډونوالو څخه یې د جمعیت اصلاح سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د پروګرام په پای کې ممتازو گډون کونکو ته دهغوی جایزې وسپارل شوې او د دعایې په لوستلو سره په ۱۱ بجو یاده غونده پای ته ورسیده.