د پنجشنبی د غرمی په دوه نیمو بجو د سلو ارکانو او غړو په موجودیت کی مو د کابل په لور حرکت وکړ، چه د هر موټر لپاره جلا مسؤل وټاکل شو تر څو د لاری په اوږدو کی ترتیب شوی اجنډا چی د فرهنګی کمیسون له خوا څخه مخکی تر مخکی برابره شوی وه پرمخ یوسی چه د لمړی کاسټر مسؤلیت د صلاح الدین صلاح ، د دویم کاسټر مسؤلیت د شریف الله شهزاد او د دریم کاسټر مسؤلیت د عبیدالله امیری په غاړه و ،اجنډا په تعارف،
شعر ویل،د مازیګر لمونځ، ترنم ،پوښتنی(تاریخی ،خلفاو راشدینو سیرت او د تربیت د اصول)،ماثورات او د ماښام په لمونځ باندی مشتمله وه،ماخستن شاوخوا اته بجی د جمعیت اصلاح افغانستان مرکزی د فتر ته چی په تایمنی کی دی ورسیدو،د ډوډی د خوړلو څخه وروسته په اتو ګروپونو وویشل شو چه د هر ګروپ امیر معلوم شو،بیا د ماخستن لمونځ په جماعت سره ادا شو او د هغی څخه وروسته ټول ویده شول، سهار د جماعت د اداکول څخه وروسته د استالف د ولسوالی په طرف مو حرکت وکړ.
استالف ته درسیدو وروسته چای وڅکل شو بیا د ټولو ورونو تعارف وشو. د تعارف څخه وروسته د مرکزی شعبی فرهنګی مسؤل شریف الله شهزاد ته بلنه ورکول شوه تر څو خپلی چمتو کړی لوبی وړاندی کړی ،لوبی په لاندی ډول وی:۱:د پوکاڼی انتقال،۲:په تړلو پښو حرکت،۳:په تیږو حرکت،۴:په لاس نښه ویشتل،۵،ټینس،۶:والیبال،۷:کرکټ چی ټولی د ورونو د خوښی وړ وګرځیدی.
د لوبو څخه وروسته استاد امین الله معتصم د تنظیمی کار اهمیت لاندی درس وړاندی کړ،ورپسی د غرمی ډوډی وخوړل شوه بیا ټول د جمعی د لمانځه اداکولو لپاره مسجد ته لاړل.وروسته د جماعت څخه شیخ القران والحدیث مولانا عبدالصبور حقانی ورونه خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کړل او زیاته یی کړه چه د نورو تر تاثیر لاندی مه راځی.بیا دټولو ورونو په خوښه فیصله وشوه چه واپس به جلال اباد ته حرکت کوو د پریکړی سره سم مو د جلال اباد په لور حرکت وکړ او خپلو کورونو ته خیر او خیریت سره راورسیدو.