راپور: حضرت نبي نبي زاده
د زمري ( اسد ) ۲۶ مه هغه ورځ ده چې د ننګرهار اصلاح غږ راډیو په کې اته کاله وړاندې تأسیس شوې وه.
دا چې د روانې میاشتې(زمري) په ۲۶ مه به یوځل بیا د ننګرهار اصلاح غږ راډيو خپله اتمه کلیزه لمانځي ، اودهمدې مياشتې په ۲۸ مه دهيواد دخپلواکۍ دبیرته ګټلو سلمه کليزه ده، نو اصلاح ادبي بهیر یې هم په ویاړ مشاعره جوړه کړې وه.
یاده مشاعره دجمعې ورځې سهار ۹ بجې دخوږ ژبي او نوښتګر شاعر استاد شيراز خان اتل په ویاندويئ پیل شوه دمشاعرې پرانستونکي وينا د اصلاح ادبي بهیر مشراستاد محمد ګلاب توحیدیار وکړه ، نوموړي په خپلو خبرو کې د اصلاح ادبي بهیر په تیرو لاسته راوړنو او را روانو فعالیتونو خبرې وکړې او له ګډونوالو سره یې ژمنه وکړه چې اصلاح ادبي بهیر به تل خپلې هڅې د ادب او شعر د مینوالو په همکارۍ لا ګړندۍ وساتي.
دمشاعرې پيل هم توحيديارصیب سولې ته په ځانګړي شوي شعر وکړ چې له دې وروسته بیا ګڼو راغلیو شاعرانو هريو خزان صیب ، قاري عبد الله حامد، وحدت الله تسل ، سعید جواد ، حضرت نبي نبي زاده ، استاد محمداکرم همت ، مولوي عبدالحنان حاذق، ساجد توحیدیار، او عبدالناصر احمدي خپل شعرونه د مشاعرې ګدونوالو ته واورول.
په پای کې د اصلاح غږ راډیو اجرایوي مدیر انجينر مطیع الله علمزي د مشاعري د ارزونې ترڅنګ په خپل خواږه ترنم یاده مشاعره نوره هم رنګينه کړه.
مشاعره دننګرهار د ادارې او حساب دارۍ انستېتوت استاد مولوي مغفورالله هاشمي لخوا ددعاء په لوستلو پای ته ورسيده.