د امام ابويوسف (رحمه الله) عالي دارالعلوم کې د لوېې دورې، کوچنۍ دورې، حفظ او ناظرې فارغانو د دستارفضيلت مراسم ترسره شول.
ياد مراسم د دارالعلوم د فرهنګي مسؤل؛ محمد وقايت الله وقار په انانسرۍ او د حافظ محمد اسحاق په تلاوت پيل شول، چې ورپسې پيليزه وينا د امام ابويوسف رحمه الله عالي دارالعلوم مدير او مدرس مولوي ميرعباس ګوهري واوروله، نوموړي راغلو مېلمنو ته په ښه راغلاست سربېره له هغوی څخه مننه وکړه، چې په دې سختو شرايطو کې ېې ګډون وکړ او ددې ترڅنګ ېې د فاضلانو اولياوو، د سيمې خلکو او د ټول هېواد مسلمان ولس ته د دستارفضيلت ددې وياړمنې غونډې مبارکي وويله، ښاغلي ګوهري د خپلې وينا په پای کې فارغانو ته ځانګړي نصيحتونه وکړل او زياته ېې کړه، چې هغوی بايد په شته علم بسنه ونه کړي، بلکې په علمي ډګر کې خپل مزل ته لازيات متوجه شي، هغوی بايد د علم په ډګر کې مصروف شي، هغوی بايد په ټولنه کې ځان د ټولنې برخه وګڼي او په غم او ښادۍ کې د ټولنې له اوسېدونکو سره برخه واخلي، هغوی بايد د يووالي او اتحاد لپاره کار وکړي او له خپلو شيوخو او استاذانو سره خپله اړيکه پرې نه کړي.
د غونډۍ لومړنۍ وينا د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز مسؤل استاد نصير احمد نويدي وکړه، هغه په خپلو خبرو کې د دارالعلوم له ادارې مننه وکړه او په دې ستره غونډه کې ېې ګډون د ځان لپاره وياړ وباله، نوموړي زياته کړه: زه دا په يقين سره تاسو ته ويلی شم، چې کله هم زه په دې غونډه کې شرکت وکړم؛ نو تر اونيو پورې د هغې تاثير احساسوم.
ښاغلي نويدي د خپلو خبرو په پای کې له فارغانو وغوښتل چې د علم او کتاب سره بايد خپله اړيکه وپالي، دعوتي کار ته ځير شي، په ټولنه کې نېک اخلاق خپاره کړي، د مسؤليت ځای ته خپله مخکې شي او د فضيلت ځای ته نور وروړاندې کړي.
په دې پسې د دارالعلوم د ترانې ټيم خپله ترانه چې د حفظ فاضلانو ته ېې چمتو کړې وه، وړاندې کړه، بيا د قرآن کريم د ختم لړۍ د حفظ څانګې مسؤل قاري محمد کبير له خوا وړاندې شوه، چې تر هغه وروسته د بخاري شريف ختم د دارالعلوم د مهتمم او شيخ الحديث مولوي امين الله ازره وال له خوا وشو، نوموړي د امام بخاري په ژوند او مبارزه تر رڼا وروسته د بخاري شريف د وروستي حديث په اړه اړين وضاحتونه وړاندې کړل او په لنډې دعاء سره ېې د بخاري شريف د ختم مراسم سرته ورسول.
د غونډې په دې برخه کې د لوېې دورې د فاضلانو په استازولۍ مولوي محمد سعيد جواد ولسونو او د مدرسې منسوبينو ته خپله وينا واوروله، هغه ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې د هغوی مرستې بې ځايه نه دي تللي، بلکې د هغوی د مرستو او د دارالعلوم د استاذانو د مهربانۍ په برکت دوی په دارالعلوم کې د اسلام درست فهم، د اوسنيو ګواښونو او ورته د حل لارو لټون، د يووالي سم تصور، د دعوت اړتيا او د مسؤليت احساس او… زده کړل.
تر ښاغلي جواد وروسته د دارالعلوم د ترانې ټيم خپله ترانه چې د لوېې دورې فاضلانو ته ېې چمتو کړې وه، وړاندې کړه، چې ورپسې د ننګرهارپوهنې رياست د اسلامي تعليماتو معاون استاذ ملکيار شګيوال وغږېد، نوموړي د دارالعلوم ادارې او فاضلانو ددې ستر وياړ مبارکي وويله او فاضلان ېې خپلو مسؤليتونو ته ځير کړل.
د دستارفضيلت د غونډې وروستۍ وينا د جمعيت اصلاح افغانستان د مرکزي شورا رئيس دکتور محمد عاطف وړاندې کړه، هغه د مدارسو په ارزښت رڼا واچوله او د ولسونو په ويښولو او بيدارۍ کې يې د علماوو او مدارسو په اهميت خبره وکړه، نوموړي د اسلام د درست فهم په لاسته راوړلو ټينګار وکړ او زياته ېې کړه: که زمونږ ديني فهم درست شو، ټول کارونه مو اصلاح کېږي.
دکتور عاطف فارغانو ته په خطاب کې وويل: له خلکو سره د مينې چلند وکړئ، د دين واقعي تصور خپل وکړئ، خپلې ستونزې له خپلو استاذانو سره شريکې کړئ او حل ېې له دوی واخلئ.
په دکتور عاطف پسې د دارالعلوم د مدير مولوي ميرعباس ګوهري له خوا مالي راپور وړاندې شو، چې ورپسې د لوېې دورې، وړې دورې، حفظ او ناظرې د دستارفضيلت مراسم ترسره شول.
او دغه وياړمنه غونډه د امام ابويوسف (رحمه الله) عالي دارالعلوم د شيخ الحديث مولوي سيد حکيم قمري په دعاء سره پای ته ورسېده.
۱۳۹۸/جوزا/۱۰